په مجلس کې د دوو کسانو پټې خبرې شرعاً منع دي

قوله تعالی : إنما النجوى من الشيطان (المجادله ۹و۱۰ ) .
پټې (دغوږ خبرې) د شيطان کار دی .
عن عبد الله رضي الله عنه:
 أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (إذا كانوا ثلاثة، فلا يتناجى اثنان دون الثالث).(بخاري ۵۹۳۰ ) .
د عبدالله رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چې کله دری سړی یو ځای وي نو دو تنه دې د يو نه بغير پټې خبرې نه کوي .
بل ځای فرمايي ::
 (إذا كنتم ثلاثة، فلا يتناجى رجلان دون الآخر حتى تختلطوا بالناس، أجل أن يحزنه).(البخاری ۵۹۳۲ ) کله چې تاسې دری تنه يو ځای وﺉ نو دوه تنه دې يو نه بغير پخپل منځ کې پټې خبرې نه کوي ترڅو چې هلته نور خلک نه وي راغلي ځکه په دې سره به دريم کس ته ضرر او صدمه ورسيږي .
مطلب دا شو چې دری سړی یوځای وي نو دريم کس نه بغير به پټې د زار خبرې نه کوي ځکه چه دريم بدګومانه نشي چې دوی به زما خلاف خبرې کوي پريشانه نشي چې زه يې د رازداری اهل ونه بللم .
په حديث شريف کې د دريو کسانو يادونه شوی ده مګر که ډير خلک هم وي او يو کس د دوی له راز ويلو جلا وي همدا حکم لري (انوارالقرآن تفسير سوره المجادله ) .
سبحان الله د اسلام د مقدس دين څومره لوړ اخلاق دي .

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email