علوم القرآن د قرآنکريم د لومړي آيت د نزول سره سم مينځته راغی ځکه د قرآن د نزول پيل او دا چې لومړي او آخر کوم آیت نازل شوی او نور د علوم القرآن څخه دي .

لکه څنګه چې صحيح البخاري له عايشې رضی الله عنها نه روايت نقل کړی دی چې هغه وايې :

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د وحې پیل له نیکو او ښو خوبونو څخه پيل شوی ؤ،هرخوب به یې چې ولید د سپین سهار په څیر به ښکاریده بیا ورته ګوښه ژوند کول غوره ښکاره او د حراء په غار کې له خلکو لیرې به یې څو شپې مسلسلې د الله تعالی عبادت کاوه د دغو ورځو مصرف به یې له کوره وړلو او چې کله به یې توښه خلاصه شوه بیا به بی بی خدیجې ته ورتلو او هغومره توښه به یې نوره اخیستله ترڅو د حراء په غار کې ورته حق راغی.

ملاﺉکه ورته راغله او ویې فرمایل ولوله!

نبی صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل :زه لوستونکی نه يم .

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: بیا ملاﺉکې زه په غیږ کې ټینګ ونیولم اوښه یې ټینګ کړم بیا یې پریښودم او ویې فرمایل ولوله!

ما وویل زه لوستونکی نه يم تر دې چې دری ځلې یې زه ټینګ کړم بیا یې خوشې کړم او ویې فرمایل :

[اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ* خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ* اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ* الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ *عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَم] (العلق ) .

که په پورته حديث کې فکر وکړو نو مونږ ته به څرګنده شي چې د علوم القرآن پيل د وحی د پيل سره سم پيل شوی دی لکه : د قرآنکريم اول نازل شوی آيت ، د وحی کيفيت ، همدارنګه په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې څنګه وحی راغله ، همدارنګه د قرآن نزول د ليلة قدر په شپه .

همدارنګه امام بخاري د حضرت جابر رضی الله عنه روايت نقلوي چې د وحي د وقفې نه وروسته په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې لومړی د مدثر سورت نازل شو .

مګر په ځينې رواياتو کې راغلي دي چې د وحی د وقفې او ځنډ پر مهال په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې سخت غم او پرېشاني راغله دا چې هغه غره وخت او غوښتل يې خپل ځان وغورځوي دا صحيح نه ده ، دا حديث د الزهري له بلاغاتو څخه دی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له کلام څخه نه دی او نه هم دا کار د پيغمبرۍ له شانه سره مناسب دی د علم حديث علماء دا روايت ضعيف بللی دی .

وهو ما ورد في بعض روايات أن النبي -صلى الله عليه وسلم- كان يصعد إلى جبل، فيريد أن يُلقي نفسه، أنه لا يصح، هذا الحديث هو من بلاغات الزهري، وليس من كلام النبي -صلى الله عليه وسلم-، فلنتنبه لهذا، وهذا تجل عنه النبوة، ونبَّه عليه أهل الحديث، وبيَّنوا ضعف هذه الرواية (علوم القرآن الاکاديمية الاسلامية – دوکتور عبداحکيم العجلان ) .

همداسې په دور صحابه ، دور خلفاء راشدينو کې علوم القرآن نشأت کړی دی ، خلفاء راشدين (ابوبکر ، عمر ، عثمان او علی رضی الله عنهم اجمعين ) ټول په قرآنکريم باندې ښه پوه وو ، خو دا چې نظر ابن عباس او ابن مسعود ته د دوی مبارکانو څخه علمي اثار کم روايت شوي دي ددې علت دا دی چې هغوی د خلافت په چارو بوخت وو .

د خلفاء راشدينو په وخت کې د اسلامي امت سرحدات پراخه شول او صحابه کرام رضی الله عنهم د اسلام د مبارک دين او علم د نشر لپاره په نړۍ کې تيت شول ، چې په لومړي پيل کې داسې مدارس مينځته راغلل :

د مکې مکرمې مدرسه : چې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه په سرپرستی جوړه شوه او زده کوونکي ېې ابن عبدالله عباس ، سعيد بن جبير ، عکرمه او مجاهد بن جبير او نور وو .

د مدينې منورې مدرسه : چې د حضرت ابی بن کعب الأنصاري رضی الله عنه په سرپرستی جوړه شوه .

د کوفې مدرسه : چې د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه په سرپرستی جوړه شوه او زده کوونکي ېې ابن علقمه او نور وو .

همداسې علوم القرآن په دور تابعينو کې نشأت کړی دی او د هغه نه وروسته ددې علم تصنيفات پيل شوي دي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email