د توبې او استغفار فضيلت

توبه د کاميابی سبب دی :

وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31 النور )

مؤمنانو! تاسی ټول د خپلو ګناهونو نه الله تعالی ته توبه وباسې ددي دپاره چې کامياب شئ

توبه د عذاب څخه د نجات سبب ګرځي :

فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ [التوبة: 74] .

(اوس ) که دوی توبه وکړي ، دا به دوی ته ښه وي او که مخ واړوي الله جل جلا له  به دوی په دنيا او آخرت کې په دردناک عذاب سره وکړوي او دوی ته به د ځمکې پر مخ نه کوم دوست وي او نه هم مرستندوی .

الله تعالی د بنده په توبه خوشحاليږي :

وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).

له ابي حمزه انس بن مالک انصاری رضی الله عنه  خادم رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه روايت دی چه رسول الله  صلی الله عليه وسلم  فرمايلی :

چه د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –  بس الله تعالی ددی نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

د استغفار نه مطلب مغفرت يعنې بخښنه غوښتل او په ګناه اعتراب کول دي .

قوله تعالی : وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (المزمل 20 )

له الله جل جلا له  څخه بخښنه وغواړئ يقيناً الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .

وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ ولاَ تَتَوَلَّوْاْ مُجْرِمِينَ [هود: 52] .

ژباړه : ای زما قومه ! له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ بيا هغه ته ور وګرځئ (توبه وباسئ ) څو له آسمانه پر تاسې شېبې ، شېبې باران را کوز کړي او ستاسې پر زور (نور) ځواک هم زيات شي او د ګنهکارانو په څير مخ مه اړوئ .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : و الله انی استغفرو الله و اتوبو اليه فی اکثر من سبعين مرة (البخاري ) .

په الله جل جلا له  قسم چې زه په ورځ کې له اويا ځلو زيات د الله جل جلا له  څخه مغفرت غواړم او د هغه دربار کې توبه وباسم .

عن ابن عباس رضی الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  : من لزم الاستغفار جعل الله له من کل ضيق مخرجاً و من کل هم فرجاو رزقه من حيث لا يحسب (سنن ابی داؤد ) .

چا چې استغفار کول پر خپل ځان لازم وګرځول نو الله جل جلا له  به ده ته د هرې سختۍ څخه د خلاصون لاره پيدا کوي او د هر درد او غم څخه به يې خلاصوي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان هم نه وي .

د علم عقيدې د درسونو پاي

و بالله توفيق وصلى الله على خير خلقه محمد وآله وصحبه وسلم اجمعين

آن لاين اسلامي لارښود حفظه الله

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً