د توحيد او ايمان بيان وشو ، د شرک بيان وشو چې شرک د الله تعالی په حق کې ستر ظلم دی ځکه چې انسان الله تعالی پیدا کړی هغه روزي ورکوي او د هغه په هستۍ کې اوسيږي بيا چې د هغه (جل جلاله) سره بل څوک شريک نيسي په رښتيا چې ستر ظلم دی ، همدارنګه کفر چې د الله تعالی د وجود او سترې هستۍ څخه انکار دی ستر ظلم او بغاوت دی او همداسې ټول ګناهونه د الله سبحانه وتعالی د مهربانه او مينه ناک دربار څخه لوی بغاوت دی .

سره د دغو ظلمونو او بغاوتونو مهربان څښتن (جل جلاله) ټولو بنده ګانو ته د توبې او رجوع کولو لاره پرانستې ده او خپلو ياغي بندګانو ته په ډيره مهربانۍ سره ارشاد کوي چې :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ] (الزمر ۵۳ ).

ژباړه : ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تېری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

د [الذنوب جميعاً] څخه مطلب د کفر او شرک په شمول ټول ګناهونه دي ، ابن کثير رحمه الله ليکي : هذه الآية الكريمة دعوة لجميع العصاة من الكفرة وغيرهم إلى التوبة والإنابة، وإخبار بأن الله يغفر الذنوب جميعا لمن تاب منها ورجع عنها، وإن كانت مهما كانت وإن كثرت وكانت مثل زبد البحر. ولا يصح حمل هذه الآية على غير توبة؛ لأن الشرك لا يغفر لمن لم يتب منه (تفسير ابن کثير ، سورة الزمر ) .

په دې باره کې نور آيتونه هم راغلي دي چې ځېنې په لاندې ډول دي :

قوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

او د دغو سترو جرمونو د بيان وروسته فرمايي : إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ( الفرقان 68-70).

ژباړه : مګر هغه کسان چې توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يي کړی وي د دغسې خلکو بدي به الله (جل جلا له) په ښو واړوي او الله (جل جلا له) بخښونکی او مهربان دی .

او همدارنګه فرمايي :

[إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا إِلا الَّذِينَ تَابُوا] (النساء: ۱۴۵، ۱۴۶).

ژباړه : بې شکه چې منافقان د اور په ډير ښکته پوړ کې دي او ته به هيڅکله د دوی لپاره مرستندوی ونه مومې ، مګر هغه کسان چې توبه وباسي (له نفاقه ) .

د پورته آيتونو څخه څرګنده شوه چې الله سبحانه وتعالی پخپل فضل او مهربانۍ د کفر او شرک ، او ټولو ګناهونو څخه د خپلو ياغي بندګانو رجوع او توبه قبلوي .

خو په توبه کې بېړه کول پکار دي ځکه د مرګ نيټه نا معلومه ده .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ] (النسآء :۱۸ ) .

ژباړه : خو د هغو کسانو توبه نشته چې د مرګ تر غر ، غرو بد کارونه کوي او چې مرګ وويني وايي اوس مې په رښتيا توبه ده او د هغوی توبه هم نشته چې په کفر مړه کيږي . د دوی لپاره مونږ دردناک عذاب تيار کړی دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email