مخکې مو وويل چې پر چا د دليل پرته د کفر حکم کول سخت خطرناک دي .

د دليل او حجت پرته نه د چا تکليف او سزا شته او نه هم د کفر حکم لګول .

لقوله سبحانه وتعالی :[ وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولاً ] (الاسراء: ۱۵ ) .

ژباړه : او نه يو مونږ عذاب ورکوونکي (هيڅ طائفې ته ) تر هغه پورې چې وليږو کوم رسول ( چې لاره د توحيد او شريعت ورته بيان کړي ) .

د کفر د حکم موانع په لاندې ډول دي

اول جهل : کيدای شي يو کس د الله تعالی په حکمونو پوه نه وي په يوه کفري ټولنه کې استوګن وي يا د بې علمه او جاهلو خلکو په منيځ اوسېدلی وي او داسې مسلمانان ډير شته چې هغه د جهل او ناپوهۍ په ټولنو کې اوسيږي نو په داسې کس باندې د مرتد او قتل حکم ډير سخت وي بلکي پوره تحقيق غواړي .

مګر جهل هغه وخت عذر بلل کيږي چې د خپل توان او وس موافق يې د جهل لرې کولو ، علم حاصلولو او يا د کوم عالم څخه پوښتنه کولو ته هيڅ لاس رسی نه وي شوی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ] )محمد:۱۹).

ژباړه: نو ( ای پغمبره!) پوه شه چې نشته هيڅ لائق د عبادت مګر يوازې الله دی او مغفرت بښنه غواړه د ګناه خپلې او د پاره د مؤمنانو سريو او مؤمنانو ښځو او الله ته معلوم دی ځای د ګرځېدو ستاسې او ځای د هستوګنې ستاسې.
او الله سبحانه وتعالی فرمايي :[فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ] )الانبياء:۷).

ژباړه : پس پوښتنه وکړئ له خاوندانو د ذکر (علماؤ ) څخه کچېرې تاسې نه پوهيږئ .

و قد صرح قاضيخان في فتاواه بان الخاطیء اذا جری علی لسانه کلمة الکفر خطاً لم یکون کفراً عند الکل ، بخلاف الهازل ان يکون قصداً (شرح فقه اکبر للمکي ص ۴۴۶ ) .

او قاضي خان پخپله فتاوی کې دا نظر ورکړی چې : کچېرې غلطي کوونکی کله د خپلې ژبې څخه په غلطی او خطاء سره د کفر کلمه ووايي نه کافر کيږي په نزد د ټولو مګر دا چې په قصد سره وي .

مګر که څوک قصداً د کبر او عناد او د حق څخه د مخ اړولو په مقصد قصداً ځان نه پوهوي نو د داسې کس لپاره جهل او ناپوهي عذر نه بلل کيږي .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِمَّنْ يُكَذِّبُ بِآَيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ *حَتَّى إِذَا جَاءُوا قَالَ أَكَذَّبْتُمْ بِآَيَاتِي وَلَمْ تُحِيطُوا بِهَا عِلْمًا أَمْ مَاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ] (النمل :۸۳-۸۴).

ژباړه :او هغه ورځ را ياد کړه چې مونږ به د هر امت هغه خلک چې زمونږ آيتونه يې درواغ ګڼل ژوندي را پورته . او بيا به ټول سره يو ځای تم شي . تر څو ټول راشي ، نو رب به يې ورته ووايي : آيا تاسې زما آيتونه درواغ ګنلې وو ؟ په داسې حال کې چې هغه مو تر بشبړې علمي څيړنې لاندې نه وو راوستلي ؟ او آيا تاسې څه کړنه درلوده ؟

او همدارنګه فرمايي :[بَلْ كَذَّبُوا بِمَا لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ] (يونس۳۹).

ژباړه :بلکي هغه څه يې درواغ وګڼل چې پوهه يې نه ده ورته رسيدلې او نه يې تر اوسه د هغه مفهوم په سترګو ليدلی دی . له دوی نه وړاندې خلکو هم همدا وړ د درواغو نسبتونه کړی وو نو وګوره چې بلاخره د ظالمانو پای څه شو ؟

د ځينو فقهاء کرامو په نزد د الله تعالی په وجود او وحدانيت نه پوهېدل عذر نشي کيدای ځکه دې مسئلې ته د هر انسان سالم فطرت ځواب ويلای شي ځکه چې انسان په همدې فطرت باندې پيدا شوی دی .

لقوله سبحانه وتعالی : [وإذ أخذ ربك من بني آدم من ظهورهم ذريتهم وأشهدهم على أنفسهم ألست بربكم قالوا بلى شهدنا …](اعراف ۱۷۷ ) .

ژباړه : او کله چې ستا رب د آدم د اولادې له شاګانو څخه د هغوی ځوځات راويستلو او بيا يې پخپلو ځانو شاهدان نيولي وو . چې آيا زه ستاسې رب نه يم ؟ ټولو ځواب ويلی وو چې هو ته زمونږ رب يې په دې مو شاهدې ده .

دوهم تأويل د شرعي احکامو:

داسې چې يو کس شرعي احکام داسې تفسير او معنی کړي چې مراد ترينه شرعه نه وي ، پخپل فهم کې خطا شي ، ګمان کوي چې په حق دی مګر فهم او تأويل يې د شريعت خلاف وي ،لکه مرجئة ډله ، معتزله ډله او خوارج .

مګر هغه تأويل چې د شرعي احکام د تفسير له مخې نه بلکي د خپلې رايې او هوا له مخې وي د قبول وړ نه دی .

دريم اکراه او مجبوريت :

داسې چې پر کوم کس باندې ظالم مسلط شي او د عذاب څخه د خلاصون په نيت په ژبه باندې څه د کفر کلمات ووايي مګر زړه يې په ايمان مطمئن وي.

لقوله سبحانه وتعالی : [إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإيمَانِ ] (النحل:۱۰۶) .

ژباړه: مګر که په زوره کفر ته مجبور او زړه يې په ايمان مطمئن وو نو بيا خير .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : “رفع عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه “(رواه ابن ماجة والبيهقي ) .

يعنې زما د امت خطاء ، هيره او اجبار نه ليکل کيږي ، يعنې څوک چې د خطاء ، هيرې او اجبار له مخې څه وکړي شرعاً په هغه نه نيول کيږي .

ابن ابی شيبه له حسن څخه او عبدالرزاق پخپل تفسير کې له معمر څخه نقل کوي چې :

مسيلمه کذاب دوه کسان ونيول د هغوی څخه يې يو کس ته وويل : د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په باره کې څه وايې ؟ هغه وويل : محمد د الله تعالی  رسول دی . ويې ويل زما په باره کې څه وايې ؟ ويې ويل ته هم رسول يې . هغه کس يې خوشی کړ . بل ته يې وويل : د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په باره کې څه وايې ؟ هغه وويل : محمد د الله تعالی  رسول دی . ويې ويل زما په باره کې څه وايې ؟ هغه وويل کوڼ يم . دری ځلې يې دا سوال تکرار کړ هغه همدا ځواب ورکړ . مسيلمه هغه په قتل ورسولو .

د دې دواړو کسانو خبر رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورسيد ، ويې فرمايل : اول کس د الله تعالی له رخصت او اجازې څخه استفاده کړې او دوهم کس حق ښکاره کړی دی او پر حق يې عمل کړی دی .

د اکراه او مجبوريت لپاره لاندې شرطونه دي :

۱- دا چې مُکره د هغه دفع کولو څخه عاجز وي و لو که فرار او تيښته هم وي .

۲- دا چې د مُکره غالب ګمان وي چې کچېرې داسې ووايم نو زه به نجات تر لاسه کړم .

۳- فقط دومره ويل ورته جايز دي چې بلاء ورباندې دفع شي .

۴- کله چې زور ورنه لرې شو نو اسلام څرګندوي .

۵- داسې زور او عذاب چې هغه توان او طاقت نلري لکه د کوم اندام پرې کول او يا ډير سخت وهل او

څلورم خطاء :

داسې چې يو کس سهواً په بې فکری سره د کفر کلمات ووايي .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ ](الاحزاب:۵ ) .

په پورته څلورو واړو حالاتو کې سړی معذور بلل کيږي او په هغه باندې څوک د کفر ټاپه نشي لګولای .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email