ابن عابدين رحمه الله وايي : د کفارو پنځه اصناف دي : هغه چې د الله تعالی د خلقت څخه منکر دي لکه دهرين ، او هغه چې د الله تعالی د وحدانيت څخه منکر دي لکه : مجوسيان او مشرکين ، او هغه چې په وحدانيت اعتقاد لري مګر د رسولانو څخه منکر دي لکه : فلاسفه ، او هغه چې د ټولو ( د الله تعالی د وجود او رسالت ) دواړو څخه منکر دي او هغه چې يوازې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت څخه منکر دي

بيا وايي : او پوه شه چې په مسلمان باندې به د کفر حکم نه کوئ امکان لري د هغه د خبرې اړخ په يو ښه اړخ پورې اړه ولري چې د هغه په کفر کې اختلاف وي ولو که په ضعيف روايت هم وي (الدر مع ردالمحتار ۳/۲۸۷) .

همدارنګه ابن عابدين رحمه الله وايي :

يو مسلمان په بد کلامۍ او بد ګفتارۍ مه کافر کوئ ، ځکه امکان لري د هغه په خبره کې څه تأويل وي ، داسې چې امکان لري دا تأويل د هغه د بدو اخلاقو او قبيح معاملاتو نتيجه وي او د اسلام پر بنا نه وي نو نه ښايي چې په هغه باندې د کفر حکم وشي (درالمحتار ۳/۲۱۹) .

صاحب د البحر الرائق وايي : او يقيناً ما پخپل ځان باندې دا الزام کړې دی چې زه به په هغه څه کې فتوی نه ورکوم د کوم شي په کفر کې چې مشائخو اختلاف کړی وي .

قاضي خان پخپله فتاوی کې وايي : کچېرې څوک په غلطۍ سره د کفر کلمه له ژبې وباسي نه کافر کيږي مګر دا چې په قصد سره وي .

ابن حجر الهيتمي شافعي رحمه الله وايي : پر چا باندې به تر هغه د کفر حکم نه کيږي تر څو د هغه تفسير او تحقيق نه وي شوی ، تر څو د هغه نه پوښتنه وشی چې قصد او مطلب يې څه وو ، که يې قصد کفر وو، نو کفر به وي او که بل څه وو نو نه کافر کيږي (الفتاوی الکبری ۴/۲۳۹).

علامه القاري د ابن حجر رحمهما الله نه نقل کوي چې هغه وايي : د اکثرو پخوانيو او معاصرو علماء په نزد صحيح قول دا دی چې : اهل بدعت او اهل هوا نه کافر کيږي بلکي په صريح کفر سره نه په الزام سره … (شرح المشکاة لعلي القاري).

علامه القاري رحمه الله وايي :

کوم فرعي مسائل چې په هغو کې صحابه کرامو رضوان الله تعالی عليهم او أئمه کرامو اختلاف کړی ځکه چې د اختلافي مسائلو دلائل قطعي نه بلکي ظني وي او ظني دلائل د صحيح او خطاء تر مينځ څرخيږي .

پس هيڅ څوک دي د کفر ، ګمراهۍ او فسق حکم نه لګوي ، ځکه چې دا په فرعي مسائلو کې اختلاف دی نه په اصلي کې .

پس مونږ هميشه دغه د الله تعالی قول ذکر کوو چې فرمايي :[ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ] (الحجرات :۱۰ ) .

ژباړه :يقيناً چې مؤمنان ټول په دين کې سره وروڼه دي نو پس صلح او جوښت کوئ تاسې په مينځ د وروڼو خپلو کې او ويرېږئ له الله تعالی څخه ښايې چې پر تاسې رحم وشي .

(شرح فقه اکبر لقاري المکي ص ۵۳۴)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email