د ايمان د ماتوونکو شيانو خلاصه

وروڼو او خويندو ! په مخکې مطلب کې بيان شول چې د ايمان د ماتوونکو شيانو پيژندل په ټولو باندې واجب دي چې دا شيان ځينې په اقوال ، ځېنې په اعمالو او ځېنې په اعتقاداتو پورې اړه لري ،خدای مه کړه که سړی يې تر سره کړي له اسلام څخه وځي چې ځينې يې په مختصر ډول په لاندې توګه بيانيږي بيانيږي :

۱- د الله سبحانه تعالی سره په توحيد الوهيت او ربوبيت کې د څه شي شريک کول او يا د الله تعالی د ثابتو اسماء او صفاتو څخه څوک منکر شي يا الله تعالی ته څوک د اولاد نسبت وکړي ځکه الله جل جلاله (لم يلد و لم يولد ) ذات دی او يا څوک د مخلوق په دوام او بقا عقيده ولري ځکه آیت شريف دی چې [کل شی ءٍ هالک الا وجهه ] نو دا کس د اسلام څخه وتلی مرتد دی ، د توحيد او د توحيد ضد شرک بيان مخکې په تفصيل ذکر شو .

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ مَنْ أَشْرَكَ بِاللَّهِ ، أَوْ جَحَدَهُ ، أَوْ نَفَى صِفَةً ثَابِتَةً مِنْ صِفَاتِهِ ، أَوْ أَثْبَتَ لِلَّهِ الْوَلَدَ فَهُوَ مُرْتَدٌّ كَافِرٌ

وَكَذَلِكَ مَنْ قَالَ بِقِدَمِ الْعَالَمِ أَوْ بَقَائِهِ ، أَوْ شَكَّ فِي ذَلِكَ. وَدَلِيلُهُمْ قَوْله تَعَالَى : { كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلا وَجْهَهُ } .

(برنامج موسوعة الفقهية ج ۲۲/۱۸۴ ، حاشیه ابن عابدين ۴/۲۲۳) .

يحکم بتکفير من انکر صفات الله تعالی الثابة ، او نسب النقص الی الله تعالی، الغياذ بالله (شرح فقه اکبر / القاري مکي ص ۵۲۸ )

۲- دا چې څوک د شريعت هغه احکام چې په تواتر حرام وي حلال وګڼې لکه : زنا ، لواطت ، شراب ، سود ، ظلم ، او نور يا د شريعت حلال څوک حرام وګڼې لکه : نکاح ، اسلامي تجارت او نور مرتد دی .

من انکر حرمة الحرام المجمع علی حرمته أو شک فيها ، ای يسوي الأمر فيها کالخمر ، والزنا واللواط و الربا، او زعم ان الصغائر او الکبائز حلال ، کفر (شرح فقه اکبر – ملا علي قاري ص ۵۰۳ ).

همدارنګه د اصلي احکامو لاندې د فرعي احکامو همدا حکم دی لکه : د حيض په وخت کې جماع کول ، د ښځې سره د شاه په طرف کې جماع کول چې په سنتو ثابته ده حلال ګڼل یې کفر دی .

استحلال الجماع في الحيض ، کفر . وقيل : استحلال الجماع في الاستبراء ، ای من غير حيلة اسقاط ، بدعة و ضلال و کفر ، أی لأنه حرام بلا خلاف ، الا أنه ثبتت حرمته بالسنة (شرح فقه اکبر ملا علي القاري ص ۴۸۵ ) .

۳- د اسلامي شريعت د کوم حکم څخه چې په اجماع ثابت وي انکار کول لکه : لمونځ ، زکات ، روژه ، حج ، جهاد …

ځکه د شريعت د هر هغه حکم څخه انکار کوم چې په قرآن او صحيح سنتو ثابت وي اصلاً د قرآن او سنتو څخه انکار دی او د قرآن او سنتو څخه انکار د اسلام او ايمان له ارکانو څخه انکار دی کوم چې مخکې د شرعي نصوصو په رڼا کې بيان شول .

إنكار حكم مجمع عليه في الإسلام، كإنكار وجوب الصلاة والصوم والزكاة والحج…. (فقه الاسلامي وادله – فتح القديد ۴/۳۸۵ ) .

يحکم بتکفير من انکر او استهزاء بحائق الاسلام و ثوابته الثابتة بالدليل القطعي : مثل تواتر القرآن الکريم لفظاً ومعنی ، مثل انکار السنة جميعاً ، و انکار المتواتر منها ، انکار الاجماع المتفق عليه بين العلماء عامة : مثل فرضية الصوات الخمسة و مخاطبة المکلفين بالزکاة و الصوم والحج ، اذا وقع ذالک عن علم و قصد و اختيار ، العياذ بالله ( شرح فقه اکبر / القاري المکي ص ۵۲۸) .

۴- دا چې څوک د قرآن څخه انکار وکړي يا د قرآن د يو آيت يا يوې کليمې يا حتی يو حرف څخه انکار وکړي ، يا د قرآن په اعجاز کې شک وکړي ( د الله تعالی کلام يې ونه ګڼې ) د اسلام څخه وتلی مرتد دی .

ځکه د ټول او يا ځنې قرآن څخه انکار د ایمان د يو رستر رکن څخه انکار دی (امنت بالله وملائكته وكتبه .. ) .

همدارنګه د قرآن تحريف ګڼل کفر دی ، ځکه قرآن د تحريف څخه محفوظ دی [انا انزلنا الذکر و انا له لحافظين ] .

وَيَكْفُرُ مَنْ جَحَدَ الْقُرْآنَ كُلَّهُ أَوْ بَعْضَهُ ، وَلَوْ كَلِمَةً . وَقَالَ الْبَعْضُ : بَلْ يَحْصُلُ الْكُفْرُ بِجَحْدِ حَرْفٍ وَاحِدٍ. كَمَا يَقَعُ الْكُفْرُ بِاعْتِقَادِ تَنَاقُضِهِ وَاخْتِلافِهِ ، أَوِ الشَّكِّ بِإِعْجَازِهِ ، وَالْقُدْرَةِ عَلَى مِثْلِهِ ( برنامج الموسوعة الفهية ۲۲/۱۸۶ ، ابن عابدين ۴/۲۲۳ ) .

۵- دا چې څوک قصداً قرآن په کثيف ځای کې وغورځوي يا تفسير قصداً و غورځوي يا حديث نو دا عمل د نه منلو او انکار معنی لري سړی په دې عمل له اسلام څخه وځي .

فعل بعض أفعال الكفار: كإلقاء مصحف في قاذورة متعمداً، وكذلك إلقاء كتب التفسير والحديث… (فقه الاسلامي وادله – حد الردة ، فتح القدير ۴/۳۸۵) .

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ إِلْقَاءَ الْمُصْحَفِ كُلِّهِ فِي مَحَلٍّ قَذِرٍ يُوجِبُ الرِّدَّةَ ؛ لأَنَّ فِعْلَ ذَلِكَ اسْتِخْفَافٌ بِكَلامِ اللَّهِ تَعَالَى ، فَهُوَ أَمَارَةُ عَدَمِ التَّصْدِيقِ (موسوعة الفقهية جز ۲۲ ، ابن عابدين ۴/۲۲۲ ) .

۶- دا چې څوک د الله تعالی د وجود څخه منکر شي ، د ملائکو، د رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو پیغمبرانو د رسالت څخه او د نورو آسماني کتابونو څخه انکار وکړي د اسلام څخه وتلی مرتد دی .

ځکه چې دا د ايمان ارکان دي کوم چې بيان يې مخکې تير شو .

[آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ] (البقره:۲۸۵) .

ژباړه : رسول او مؤمنانو په هغه څه ايمان راوړی دی چې رسول ته نازل شوي دي . دوی ټولو په الله ، او د هغه په ملائکو ، او کتابونو او رسولانو ايمان راوړی دی.

۷- دا چې څوک په الله سبحانه وتعالی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو انبياؤ عليهم السلام او اسلامي شريعت باندې انتقاد وکړي (چې الغياذ بالله دا دين او شريعت کامل نه دی ) ، يا ښکنځل او بد رد ووايي او يا اهانت ، ټوکې او مسخرې ورباندې وکړي دا کس مرتد دی .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ ، لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ] (۶۴التوبه: ۶۴-۶۵).

ژباړه: او قسم دی که پوښتنه وکړې له دوی څخه چې تاسې ولې استهزا کوﺉ نو دوی به وايي چه يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې ، عذرونه مه کوﺉ تاسې (مونږ ته په دروغو سره ) يقيناً کافران شوې يئ تاسې وروسته له ايمان راوړلو.

۸- همداسې د اسلام په هر حکم باندې استهزاء او مسخري کول کفر دی .

وَمَنْ أَتَى بِفِعْلٍ صَرِيحٍ فِي الاسْتِهْزَاءِ بِالإِسْلامِ ، فَقَدْ كَفَرَ . قَالَ بِهَذَا الْحَنَفِيَّةُ ، وَدَلِيلُهُمْ قَوْله تَعَالَى : { وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا …]

(موسوعة الفقهية جز ۲۲ ص ۱۸۴-۱۸۷، ابن عابدين ۴/۲۲۲ ) .

۹- همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل او بد رد ويل ، د هغه په شان او سنتو انتقاد کول کفر دی ، همدارنګه د نورو ټولو پيغمبرانو همدا حکم دی .

حُكْمُ سَبِّ الرَّسُولِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : السَّبُّ هُوَ الْكَلامُ الَّذِي يُقْصَدُ بِهِ الانْتِقَادُ وَالاسْتِخْفَافُ ، وَهُوَ مَا يُفْهَمُ مِنْهُ السَّبُّ فِي عُقُولِ النَّاسِ ، عَلَى اخْتِلافِ اعْتِقَادَاتِهِمْ ، كَاللَّعْنِ وَالتَّقْبِيحِ ، أَنَّهُ مُرْتَدٌّ بِلا خِلافٍ (برنامج الموسوعة الفهية ۲۲/۱۸۶ ، ابن عابدين ۴/۲۲۳ ).

مِنَ الأَنْبِيَاءِ مَنْ هُمْ مَحَلُّ اتِّفَاقٍ عَلَى نُبُوَّتِهِمْ ، فَمَنْ سَبَّهُمْ فَكَأَنَّمَا سَبَّ نَبِيَّنَا صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَسَابُّهُ كَافِرٌ ، فَكَذَا كُلُّ نَبِيٍّ مَقْطُوعٍ بِنُبُوَّتِهِ ، وَعَلَى ذَلِكَ اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ (الموسوعة الفقهیة) .

۱۰- د نبوت او پیغمبرۍ دعوا کول د علماؤ په اجماع باندی کفر شمیرل کیږي او دا دعوی چې د قرآن په شان بل کتاب راوړلی شي او داسې نور .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوۡ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمۡ يُوحَ إِلَيۡهِ شَيۡءٞ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثۡلَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُۗ](الأنعام: ۹۳)

ژباړه: او څوک دې ډیر لوﺉ ظالم له هغه چا چه جوړ کړي په الله تعالی باندی دروغ، او یا ووایي: چه ما ته هم وحی شوې ده، حال دا چه د هیڅ شي وحی ورته نه وي شوې، او هغه څوک چه ووايي: ژر دی چه زه به نازل کړم یو کتاب په شان د هغه کتاب چه الله تعالی رالیږلې دې.

همدارنګه که څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عامه رسالت څخه انکار وکړي او داسې ادعا وکړي چې هغه فقط د عربو لپاره مبعوث شوی نه د ټول عالم يا د خاص وخت لپاره نه تر قيامته نو داسې ادعا کول کفر دی .

يحکم بکفر من انکر رسالة سيدنا محمد صلی الله عليه وسلم الی البشر کافة من ايامه و الی ان يرث الله الارض ومن عليها ، و ادعي مثلاً انه صلی الله عليه وسلم ارسل الی العرب خاصة (شرح فقه اکبر / القاري مکي ص ۵۲۸ ) .

۱۱- أم المؤمنین عائشیه رضی الله عنها ته ښکنځل کول، او په هغه تهمت یي بدنامول چه الله سبحانه وتعالی ورڅخه په سورت نور کښی د هغی براءت او پاکي بیان کړی ده، او یا هم نورو امهات المؤمنین د رسول الله صلی الله عليه وسلم بیبیانو ته دغه شان نسبت کول، کفر او د اسلام له مقدس دین څخه بیرون او وتلې شمیرل کیږي ، ځکه د هغې پاکې په قرآن کې بيان شوې چې دا انکار اصلاً د قرآن څخه انکار دی .

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ مَنْ قَذَفَ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ، فَقَدْ كَذَّبَ صَرِيحَ الْقُرْآنِ الَّذِي نَزَلَ بِحَقِّهَا ، وَهُوَ بِذَلِكَ كَافِرٌ ، قَالَ تَعَالَى فِي

حَدِيثِ الإِفْكِ بَعْدَ أَنْ بَرَّأَهَا اللَّهُ مِنْهُ : { يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَنْ تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ } ،فَمَنْ عَادَ لِذَلِكَ فَلَيْسَ بِمُؤْمِنٍ

وَهَلْ تُعْتَبَرُ مِثْلَهَا سَائِرُ زَوْجَاتِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُنَّ ؟ قَالَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ فِي الصَّحِيحِ وَاخْتَارَهُ ابْنُ تَيْمِيَّةَ : إِنَّهُنَّ مِثْلُهَا فِي ذَلِكَ. وَاسْتَدَلَّ لِذَلِكَ بِقَوْلِهِ تَعَالَى : { الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ } ( الموسوعة الفهية ۲۲/۱۸۷ ، ابن عابدين ۴/۲۳۷ ) .

ژباړه : ناپاکه ښځې د نا پاکو نارينه لپاره دي او ناپاک نارينه د ناپاکو ښځو لپاره دي او پاکې ښځې د پاکو سړيو لپاره دي او پاک سړي د پاکو ښځو لپاره دي . د دوی لمن له هغو خبرو پاکه ده چې منافقان يې په درواغو جوړوي .

۱۲- دا چې څوک د اسلامي شريعت پر ځای د غير شرعي او کفري يا وضعي قانون حکم جايز وګڼې او يا کفري او وضعې قانون ته ترجيح ورکړي چې دا قانون (العياذ بالله ) نسبت اسلامي شريعت ته ښه دی او د کفر په قانون خوښ وي نو دا عمل کفر دی .

لقوله سبحانه وتعالی :

[أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ وَلَوْلاَ كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ] (الشوری :۲۱) .

ژباړه: آيا دي دوی لره شريکان چې هغه دين يې ورته وړاندې کړي چې الله يې اجازه نه ده کړې ؟ که خبره له پخوا څخه نه وای فيصله شوې نو هرو مرو به د هغوی په مينځ کې پرېکړه شوې وای . او يقيناً چې د ظالمانو لپاره دردناک عذاب دی .

[وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ] (المائه:۴۴).

ژباړه: او هر څوک چې د الله په نازل شوی وحی پريکړې نه کوي نو همغوی کافران دي .

ددي آیت شريف په تفسير کې ابن عباس رضی الله عنه وايي : قال: من جحد ما أنزل الله فقد كفر. ومن أقر به ولم يحكم فهو ظالم فاسق. رواه ابن جرير (تفسير ابن کثير) .

يعنې : څوک چې د ما انزل څخه نفرت وکړي هغه بد وګڼې ، نيمګړی او د وخت سره نا مناسب يې وګڼې کفر دی ، او څوک چې هغه حق وګڼې خو عمل ورباندې ونه کړي فسق دی .

ابن قیم رحمه الله وايي : کفر دوه ډوله دی کفر اکبر او کبر اصغر .

کفر اکبر د ايمان ماتوونکی دی او کفر اصغر ګناه کبيره ده .

د لاندې اعتقاد په صورت کې کفر اکبر دی او د هغه پرته که څوک د خطاء ، سستۍ او بل وجه په ما انزل الله حکم نه کوي مګر هغه حق ګڼې نه کافر کيږي خو داسې کول ستره ګناه ده .

من قال : انا أحکم بهذا – يعنې القانون الوضعي – لأنه أفضل من الشريعة الاسلامية ، فهو کافر کفراً أکبر .

من قال : انا أحکم بهذا –لأنه مثل الشريعة الاسلامية ، فالحکم بهذا جايز و بالشريعة جايز ، فهو کافر کفراً أکبر .

من قال : انا أحکم بهذا –و الحکم بالشريعة الاسلامية أفضل ، لکن الحکم بغير ما انزل الله جايز ، فهو کافر کفراً أکبر .

من قال : انا أحکم بهذا – و هو يعتقد أن الحکم بغير ما انزل الله لايجوز ، و يقول : الحکم بالشريعة أفضل ، و لا يجوز الحکم بغيرها ، لکنه متساهل ، أو يفل هذا الأمر صادر من حکامه فهو کافر کفراً اصغر لا يخرج من الملة ، ويعتبر من أکبر الکبائر . (البرهان المنير في دحض شبهات اهل التکفير )

چې ددې اقوالو دلائل په لاندې ډول دي

او دا چې وضعې قانون غوره وګڼې :

[أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ] (المائده:۵۰) .

ژباړه : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

او يا دا چې وضعې قانون د شرعي قانون سره مساوي وګنې دا هم شرک دی :

[فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَاداً وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۲).

ژباړه: مه ګرځوئ له الله تعالی سره شريکان حال دا چې تاسې پوهيږئ .

د اسلام پر وړاندې بل هيڅ دين د قبول وړ نه دی :

يحکم بکفر من زعم ان الله تعالی يقبل مع الاسلام ديناً ، ولو کان مما انزله الله تعالی قبل ، فان بعثة سيذنا محمد صلی الله عليه والسلم نسخت الأديان و الشرائع السابق (شرح فقه اکبر/ القاري مکي ص ۵۲۸ ) .

دا چې د اسلام په نزول سره په پخوانيو آسماني شرائع باندې فيصله کول کفر دی ، د نن عصر کفري ديموکراسي او د انګليس آيين چلول او هغه پر مسلمانو ولسونو باندې تپل به څنګه کفر نه وي ؟ او وګورئ چې دا څومره عظيم ظلم دی .

ځکه چې حاکم او قانون جوړونکی يوازې الله تعالی دی [ان حکم الا لله ] .

او دا چې قصداً او عناداً په اسلامي شريعت فيصلې نه کوي بلکي د کفر او مخلوق په قانون فيصلې کوي دا هم کفر دی

[أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا] (النسآء:۶۰)

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

أی اذا کان مستحسناً للکفر وراضیاً به نفسه … من رضی بکفر نفسه کفر ، أی اجماعاً (شرح فقه اکبر / ملا علی قاري ص ۴۸۴ ) .

يعنې : د کفر خوښوونکی او په کفر راضي کېدل خپله کفر دی .

۱۳- د کفارو موالات (دوستي او ملګرتيا) د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د اهل علم په اتفاق سره کفر دی په هغه صورت کې چې د کفارو په قانون او سلطه باندې خوښ او راضي وي .

لقوله سبحانه وتعالی :

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

تفسير الطبري ليکي :” لا تتخذوا أيها المؤمنون الكفارَ ظهراً وأنصاراً توالونهم على دينِهم، وتظاهرونهم على المسلمين من دون المؤمنين، فإنه مَن يفعل ذلك، فليس مِن الله في شيء، يعني بذلك: فقد برئ من الله، وبرئ الله منه بارتداده عن دينه، ودخوله في الكفر”.

يعنې :ای مؤمنانو کفار مه نيسی په مدد کولو او ملاټر سره ، داسې چې د هغوی موالات (دوستي او مدد) وکړې او دا چې د هغوی دين ظاهر او مسلط شي پر مسلمانانو پرته له مؤمنانو ، او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ). پس په تحقيق هغه له الله خپلې اړېکې پرې کړې او الله تعالی له هغه نه خپلې اړېکې وشلولې په سبب د ارتداد او کفر سره .

او سعدي رحمه الله پخپل تفسير کې ليکي :[وَمَنْ يَتَوَلهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ] (الممتحنة: ۹):

” إن الظّلم يكون بحسب التولي، فإن كان تولياً تاماً كان ذلك كفراً مخرجاً عن الإسلام، وتحت ذلك مِن المراتب ما هو غليظٌ وما هو دونه “.

وقال: “لأنّ التولي التّام يوجب الانتقال إلى دينهم، والتولي القليل يدعو إلى الكثير، ثم يتدرّج شيئاً فشيئاً، حتى يكون العبدُ منهم”.

يعنې : ظلم د کفر د مرستې ، محبت او دوستي په انډول دی ، کچېرې دا موالات (دوستي او مدد) پوره او تام وي (چې په زړه کې د کفر عقائد او پر مسلمانانو د کفر سلطه او قانون خوښوي ) دا کفر دی او وتل دي له اسلام څخه ، او ددې لاندې مراتب دي چې ځينې سخت او ځنې د هغه نه کم .

او وايي : تام موالات واجبوي ګرځيدل د هغوی دين ته (کفر ته) ، او لږ موالات بلنه کوي ډيرو ته ، بيا ورو پورته بلاخره دا چې بنده د هغوی شي .

أی اذا کان مستحسناً للکفر وراضیاً به نفسه … من رضی بکفر نفسه کفر ، أی اجماعاً (شرح فقه اکبر / ملا علی قاري ص ۴۸۴ ) .

۱۴- د علم غيب دعوی او همدارنګه د علم غيب د خبرو تصديق کفر دی ، دا که ساحر ، کاهن وي ، نجومي وي او بل څوک وي .

و منها : ان تصديق الکاهن و المنجم بما يخبر من الغيب کفر ، لقوله سبحانه وتعالی : [قُل لاَّ يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ الْغَيْبَ إِلاَّ اللَّهُ ..] (النمل :۶۵ ) .

و لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»

(حاشيه ابن عابدين ۴/۲۴۲ ، شرح فقه اکبر / ملا علی قاري ص ۴۱۶ ) .

ابن عابدين د صاحب هدايه په حواله ليکي :

هر چې علم نجوم دی پس هغه پخپل ذات کې ښه دی بد نه دی کوم چې د حساب د قسم څخه وي او دا حق دی لکه په قرآنکريم چې راغلي { الشمس والقمر بحسبان } د نجوم کوم علم چې د ستورو له حرکاتو او افلاکو څخه بحث کوي کوم چې د الله تعالی په قضاء او قدرت سره حرکت کوي نو دا جايز دی لکه طبيب چې د علم په ذريعه د يو کس په جوړوالی او مرض باندې حکم کوي ، مګر که څوک د الله تعالی په قضا عقيده ونلري او پخپله د غيب دعوی کوي دا کفر دی (حاشيه ابن عابدين ۴/۲۴۳ ).

حکم د هغه چا چې مسلمان ته ووايي ای کافره !

په حديث شريف کې راغلي دي:« إذا كفر الرجل أخاه، فقد باء بها أحدهما » (رواه مسلم).

ژباړه: هر چا چې خپل مسلمان ورو په کفر باندې متهم کړ يقيناً يو د هغوی به په هغه باندې اخته کيږي او د هغه ګناه د هغوی نه د يو کس په غاړه کيږي.

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې په پورته حديث شريف د کفر کليمه حقيقي کفر نه دی بلکي د جرم ، ګناه او حرمت د وجې ده ، خو داسې ويل سخته ګناه ده (تحفة الفقهاء ۲/۲۳۱ ) .

د لمانځه د تارک حکم :

د فقهاء کرامو په دې باندې اتفاق دی که څوک د انکار د وجې لمونځ ، زکات ، روژه او حج ترک کړي مرتد دی ، مګر که څوک يې د غفلت او سستی له وجې ترک کړي په دې اړه دری اقوال دي .

اول قول : د احنافو په نزد څوک چې د سستی له وجې لمونځ نه کوي کافر کيږي نه بلکي فاسق دی هغه به تر هغه پورې بندي کيږي څو توبه وباسي او لمونځ وکړي ( ابن عابدين ۱/ ۳۵۲ ) .

دوهم قول : د امام احمد او ځنو شافعيه فقهاؤ دی چې هغه به د ارتداد په سزا قتل کيږي .

دريم قول : د امام مالک ، امام شافعي او حنابله د ځنو فقهاؤ دی چې هغه کافر کيږي نه خو سزا يې قتل دی .

برنامج الموسوعة الفقهية(۲۲/۱۸۷)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً