زمونږ ډير مسلمانان د اوداسه ، لمانځه او روژې ماتوونکي پيږنې ، خو افسوس چې د دين د بنسټ (ايمان ) ماتوونکي نه پيژني ، ډير کسان داسې فکر کوي چې يو ځل سړی مؤمن او مسلمان شي وروسته نه کافر کيږي ، او داسې فکر کوي چې ايمان داسې يو کاڼی دی چې کله يې په زړه کې ځای ونيو بيا که سړی هر قسم طاغوتي عقيده او اعمال تر سره کړي نه کافر کيږي ، او ځينې داسې ګمان کوي چې مونږ د پلرونو څخه مسلمان يو او اسلام مو ميراثي دين دی دا که هر ډول طاغوتي او کفري عقائد او اعمال تر سره هم کړو نو زمونږ ارتداد به ناشونی وي .

د مکفراتو ( ايمان ماتوونکو څيزونو ) پيژندل واجب دي :

شرح فقه اکبر ليکي :

ثم اعلم أن من أراد ان يکون مسلماً عند جميع طوائف الاسلام ، فعليه أن يتوب من جميع الاثام ضعيرها و کبيرها سواء ما يتعلق بالأعمال الظاهرة أو الأحوال من الوقوع فی الارتداد ، و نعوذ بالله من ذلک ، فانه مبطل للأعمال وسوء خاتمة المآل ، وان قدر الله عليه و صدر عنه ما يوجب الرة فيتوب عنها و يجدد الشهادة لترجع له السعادة .

و لا يخفي ان هذاه الرواية مخالفة لظاهر الدراية حيث ورد في حديث « ان الله يقبل توبة العبد مالم يغرغر ] ، بل النص الصريح في قوله سبحانه : [وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَـئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا] (النسآء :۱۸ ) .

فيجب علی کل أحد معرفة الکفريات أقوي من معرفة الاعتقادات ، فان الثاني يکفي فيها الايمان الاجمالي …. ، و لذا قيل : ادخول في الاسلام سهل في تحصيل المرام ، اما الثبات علی الأحکام فصعب علی جميع الأنام ، ويشير اليه قوله تعالی :[ إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلاَئِكَةُ أَلاَّ تَخَافُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ] (فصلت :۳۰] ، وقد قالوا : الاستقامة خير من ألف کرامة .

د متن ترجمه : بيا پوه شه چې که څوک اراده لري چې د اسلام په ټولو برخو کامل مسلمان وي نو هغه ته پکار ده چې د ټولو ضغيره او کبيره ګناهونو هغه که په اقوالو ، ښکاره اعمالو او يا باطنو اخلاقو پورې اړه لري کوم چې د ارتداد سبب ګرځي توبه وباسي ، او مونږ پنا غواړو پر الله تعالی له هغه څخه .

ځکه چې دا اعمالو د ايمان باطل کونکي او د بدې خاتمې سبب ګرځي ، خدای مه کړه که څوک په دغو شيان مبتدا شوی وي په هغه باندې واجب ده چې توبه وباسي او تجديد د شهادتينو وکړي تر څو د نيکمرغي طرفه ته لاړ شي .

او دا دې پټه نه وي چې دا حديث « ان الله يقبل توبة العبد مالم يغرغر» له يوې خوا د اکثرو محدثينو په نزد ضيغف او له بلې خوا د قرآن د دغه نص [وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَـئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا] ((خو د هغو کسانو توبه نشته چې د مرګ تر غر ، غرو بد کارونه کوي او چې مرګ وويني وايي اوس مې په رښتيا توبه ده او د هغوی توبه هم نشته چې په کفر مړه کيږي . د دوی لپاره مونږ دردناک عذاب تيار کړی دی) سره مخالف دی . نو په توبه کولو کې بيړه پکار ده .

پس په هر يو باندې د اعتقاداتو څخه د مکفريات ( نواقض ايمان ) پيژندل په کلکه واجب دي ، هر چې دوهم دی په هغه باندې اجمالي ايمان کفايت کوي ، او ځکه ويل شوي : په اسلام کې داخلېدل او مقصد او مرام ته رسيدل آسان دي مګر په ټولو احکام باندې ثابت پاتې کېدل مشکل دي ، چې اشاره کړې دې مطلب ته قول سبحانه وتعالی : [إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلاَئِكَةُ أَلاَّ تَخَافُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ] (يقيناً چې چا ويلي دي چې الله زمونږ رب دی او بيا په همدې خبرې ټينګ ولاړ وي نو ملائکې به پرې نازليږي او ورته وايې به چې مه ورېږئ او مه غم کوئ او د هغه جنت زېری واخلئ چې له تاسې سره يې وعده کيدله) ، او په تحقيق سره هغوی وايي : په دين باندې ثابت پاتې کېدل تر زرو کراماتو څخه غوره دی .

(شرح فقه اکبر / لقاري المکي ص ۴۴۴)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email