سلامونه او نېکې هيلې مې ومنۍزمايوه
پوښتنه ده هغه دا چې مونږ خپل جومات ته يو مولوي (امام) نيسو هغه ښی لاس نلري هر څه په چپ لاس کوي ايا دغه امام پسې زمونږ لمونځ صحيح کيږي او که نه حال دا چې بل امام هم پيدا کيږي.

محمد عالم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اقتداء او لمونځ ورپسې صحيح کيږي مګر د کراهيت سره د لمانځه ثواب کميږي ، که ددې پر ځای بل څوک امام شي ښه دی .

يكره تنزيهاً إمامة الأمرد الصبيح الوجه، وإن كان أعلم القوم، إن كان يخشى من إمامته الفتنة والشهوة، وإلا فلا كراهة على الأظهر. وتكره إمامة السفيه (وهو الذي لا يحسن التصرف على مقتضى الشرع أو العقل) والمفلوج، والأبرص الذي انتشر برصه، والمجذوم، والمجبوب، والحاقن بالبول، والأعرج الذي يقوم ببعض قدمه، ومقطوع اليد … (فقه الاسلامي و ادلته ،الدر المختار ورد المحتار: 525/1 ومابعدها، و531) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email