اسلام علیکم و رحمتالله و برکاته
زما نوم اسدالله ده ۲۳ کاله عمر لرم د اقتصاد د ځانګه محصل یم تر نن ورځی پوری می یوه روپی نه ده ګټلی ډیر د کار په لټه کی یم خو کار نه پیدا کیزی او هر کار چی کوم تقریبا کار تر ۹۹ فیصده پوری ورسیزی خو بیا د خه مشکل له وجی بند شی نو اکثره خپلوان ماته وایی چی ته ډیر بد بخته یی دا زما هر خپلوان ته دا چواب وی چی خیر الله تعالی به نه وه خوښه او زما خیر به په نه کیدو کی یی خو بیا هم همیشه خپل رړه ته په همدی چواب تسلی ورکوم کله کله نا اومیده هم شم که څه هم نا امیده نه وی ښه او ګناه لری نو اوس اکثره ملګری راته ویی چی واده اوکړه نو په ژوند کی به ډیر تغیرات ووینی او شاید په نیز
دی راتلونکی واده هم وکړم نو ایا دا ریشتیا دی چی واده کول به زما قسمت بدل کړی
وسلام ستاسو د چواب په انتظار به یم

اسد الله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نکاح د رحمت او د رزق او روزی د وسعت او پراخی سبب دی ، په دې باره کې د قرآن ، سنتو او صحابه کرامو اقوال په لاندې توګه دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (النور/32 ) .

ژباړه : او نا واده هلکان او پيغلې ، نيک غلامان او وينځې مو واده کړئ . که بې وسه وي نو الله به يې له خپل لورې ماړه کړي . الله د پراخی څښتن او په هر څه ښه پوه دی .

وقال السعدي رحمه الله :

“قوله تعالى : (إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ) أي : الأزواج والمتزوجين . (يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ) فلا يمنعكم ما تتوهمون من أنه إذا تزوج افتقر بسبب كثرة العائلة ونحوه .

وفيه حث على التزوج ، ووعد للمتزوج بالغنى بعد الفقر .

(وَاللَّهُ وَاسِعٌ) كثير الخير ، عظيم الفضل . (عَلِيمٌ) بمن يستحق فضله الديني والدنيوي أو أحدهما ممن لا يستحق ، فيعطي كلا ما علمه واقتضاه حكمه ” انتهى .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «ثَلَاثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ عَوْنُهُمْ: الْمُكَاتَبُ الَّذِي يُرِيدُ الْأَدَاءَ، وَالنَّاكِحُ الَّذِي يُرِيدُ الْعَفَافَ، وَالْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ» (رواه الترمذي ) .

ژباړه : دری ډلې دي چې الله تعالی حتماً د هغه سره مرسته او مدد کوي ،غلام چې غواړي د آزادۍ اسباب برابر کړي او ځان له مالک څخه خلاص کړي ،هغه څوک چې غواړی خپل عفت او عزت په شرعي ازدواج سره وساتي (نکاح ) ، او د الله تعالی د لارې مجاهد .

او همداسې صحابه کرامو رضی الله عنهم نکاح د رزق کلۍ بللی ده :

وقال ابن عباس رضي الله عنهما : (رغبهم الله في التزويج ، وأمر به الأحرار والعبيد ، ووعدهم عليه الغنى) . رواه ابن جرير الطبري (17/275) من طريق علي بن أبي طلحة ، وهي طريق صحيحة معتمدة عن ابن عباس .

وقال ابن مسعود رضي الله عنه : (التمسوا الغنى في النكاح) . رواه ابن جرير الطبري في “جامع التأويل” (17/275) ، وفي سنده انقطاع بين القاسم بن الوليد وعبد الله بن مسعود رضي الله عنه.

وقال أبو بكر الصديق رضي الله عنه : (أطيعوا الله فيما أمركم به من النكاح ، ينجز لكم ما وعدكم من الغنى) رواه ابن أبي حاتم في “التفسير” (8/2582) بسند مرسل .

وقال عمر بن الخطاب رضي الله عنه : (التمسوا الغنى في الباه) رواه ابن أبي حاتم في “التفسير” (3/868) ، وفي سنده انقطاع بين إبراهيم بن محمد بن المنتشر ، وهو من صغار التابعين ، وبين عمر بن الخطاب رضي الله عنه .

وعن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال : (عجبت لرجل لا يطلب الغنى بالباءة ، والله تعالى يقول في كتابه : (إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ) النور/32 . عزاه السخاوي في “المقاصد الحسنة” (ص/149) لعبد الرزاق ، عن معمر ، عن قتادة ، أن عمر قال : وذكره . وقتادة عن عمر : منقطع .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email