د نيک سړي په اعمالو توسل کول جايز دي ؟

د نيک سړي په اعمالو توسل کول جايز دي ؟

د آن لاين د اسلامي لارښود درنو او ښاغلو چلونکو
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
زه څو پوښتني لرم هیله ده چی راته جواب يي کړی او په لاندي ډول دي
لومړی:د يو نيک سړي چي هغه وفات سوی وی او د هغه مقبری ته په ورتګ سره په دعا سره ويل چي يا الله (ج) ستا د دي نيک بنده د نيکو اعمالو په واسطه ما ته هم هدايت وکړي. ما هم ستا د دي نيکو بنده ګانو په قطار کي ودروي. ايا دا جواز لري که يا
دويم: د الله (ج) له درباره څخه تر عبادت او تلاوت وروسته دعا او غوښتنه کول چي يا الله ج ستا په نور مي زړه روښانه کړي، ستا د خوږ پیغمبر حضرت محمد ص په نور می زړه روښانه کړي، ستا د قران په نور می زړه روښانه کړی او حق لار راوښوي او هدایت را ته وکړي. ايا دا جواز لري که یا
ستاسو د کامیابی په هيله – محمد رفيق صالح


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د الله تعالی په اسماء او صفاتو او خپلو نيکو اعمالو باندې توسل کول جايز دي تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/11561

د بل په اعمالو او همدارنګه د بل نيک او بزرک کس باندې توسل کول جايز نه دی ددې څخه زمونږ مذهب مشائخو منع فرمايلي ځکه چې په اسلامي شريعت اصل نلري .

امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : دا سې ويل بد دي چې دعا کوونکی وايي په حق د فلاني يا په حق د تا د انبياؤ او رسولانو او يا په حق بيت الحرام او مشعر الحرام .

همدارنګه امام ابو حنيفه د ابو يوسف په نقل روايت سره وايي

د هيچا د پاره نه ښايي چې د الله پرته د بل چا څخه څه وغواړي ( يا په غوښتلو کې څوک واسطه کړي ) ، او دا بده چې ووايي : په عزت د عرش ستا يا په حق خلقت ستا .

او امام يوسف وايی: دا بده ده چې وايي : چې په حق د فلان او په حق د نبی ستا او رسول ستا او بيت الحرام او مشعر الحرام .

جاء في اصول الدين عند ابی حنيفه :

التوسل إلى الله تعالى بحق فلان أو جاهه ونحو هذا: منع الإمام أبو حنيفة رحمه الله تعالى هذا التوسل، وصفته أن يقول المسلم في دعائه: “اللهم إني أسألك بحق فلان عليك أو بجاهه عندك أن تغفر لي”.

قال أبو حنيفة : “يكره أن يقول الداعي أسألك بحق فلان أو بحق أنبيائك ورسلك وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام”. (العقيدة الطحاوية ص ۲۳۴؛ وشرح الفقه الأكبر للقاري ص ۱۹۸).

وقال بشير بن الوليد: حدثنا أبو يوسف قال: قال أبو حنيفة: “لا ينبغي لأحد أن يدعو الله إلا به، وأكره أن يقول: بمعاقد العز من عرشك

وقال أبو يوسف: “وأكره أن يقول بحق فلان أو بحق أنبيائك ورسلك وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام( شرح عقيدة الطحاوية ۲۳۴) .

تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/11563

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً