منافقت دیته وایي چه د بنده ښکاره او ظاهر له زړه او باطن څخه مخالف او بل شان وي، او منافقت بیا په دوه ډوله دې: یو یي (نفاق اکبر) یعنې لوﺉ منافقت چه بنده له اسلام څخه وباسي، او بل يې (نفاق اصغر) کوچنی منافقت دی چه بنده له اسلام څخه نه وباسي، او همدې ته عملي نفاق هم ویل کیږي.

لومړې: نفاق اکبر(لوﺉ منافقت):

او هغه دا چه څوک په ښکاره د اسلام اقرار کوي، او په زړه کښی کافر او د ایمان او اسلام له منلو څخه منکر وي.

دوهم: نفاق اصغر (کوچنی منافقت):

او هغه دا چه په یو بنده کښې د منافقت ځینی عادتونه موجود وي، هغه عادتونه چه هغه پخپله بالذات بنده له دین څخه نه وباسي، لکه په عادي او عامو خبرو کښې دروغ ویل، له وعدې او لوظ څخه مخالفت کول، په امانت کې خیانت کول، د جنګ او شخړې په وخت کې ښکنځل کول، د معاهدې په وخت کښی خیانت کول… اوداسې نور.

نو دې عادتونو ته په اسلامي شریعت کښی نفاق ویل شوې دې؛ ځکه دلته هم د بل چا تیرایستل او دبنده ظاهر له باطن څخه پکې مخالف دې.

د منافت علائم :

اول : په ما انزل الله کې شک کول او ظاهراً ځان مسلمان ګڼل : قال الله عزَّ وجلَّ:[ إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ] (التوبه : ۴۵ ) .

ژباړه : يوازې هغه کسان له تا څخه اجازه غواړي چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان نه لري د دوی زړونه شکمن دي نو دوی پخپل شک کې سرګردان دي .

دوهم : د الله او د رسول الله د حکم بد ګڼل او د هغه مخالفت کول : قال تعالى: [أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا*وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُودًا] (النسآء:۶۱ ).

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .او کله چې دوی ته وويل شي چي د الله نازل شوي کلام او رسول ته راشئ نو ته وينې چې منافقان له تا څخه مخونه اړوي .

دريم : د اسلام او مسلمانانو په ظهور او کاميابۍ خفه کيدل او مسلمانانو ته د مصبت په رسيدلو خوشحاله کيدل ، قال تعالى: [إِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَيَتَوَلَّوْا وَهُمْ فَرِحُونَ] (التوبه :۵۰) .

ژباړه : که تا ته کومه ښيګنه ورسيږي ، نو دوی ځوريږي او که تا ته کوم مصيبت ورسيږي وايي ، مونږ خپل مصلحت لا له پخوا په پام کې نيولی وو او په خوښۍ سره بيرته ستنيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي: «آيَةُ الإيمَانِ حُبُّ الأَنصَارِ وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الأَنْصَارِ». [متفق علیه]

ژباړه: د ایمان نښه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له انصارو سره محبت او مینه کول دي، او د نفاق او منافقت نښه له دغه انصاروسره کینه او بغض کول دي .

څلورم : د مسلمانانو په مينځ کې فتنه او تفرقې جوړول او د مسلمانانو په نفاق او تفرقو خوشحاله کېدل ، قال تعالى: [لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ] (التوبه:۴۷) .
ژباړه : که له تاسې سره وتلي وای نو پرته له ورانکاری څخه به يې بل څه نه وو کړي او ستاسې په مينځ کې به يې د فتنو او فساد د راپورته کولو لپاره ځغلنده قدمونه اخيستي وو .په داسې حال کې چې ستاسې په مينځ کې د هغوی لپاره غوږونه هم زښت ډير دي او الله پاک تيري کوونکي ډير ښه پيژني .

پنځم : د اسلام د دوښمنانو سره محبت کول د هغوی د نظرياتو او قوانينو ستايل او نشرول او د اسلام مخالفت ، قال الله تعالى: [أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ] (المجادله :۱۴ ) .
ژباړه : آيا ته هغو خلکو ته نه ګورې چې له هغه قوم سره دوستي کوي چې غضب پرې شوی دی ؟ هغوی نه ستاسې دي او نه (هم) د يهودو ، په درواغو سوګندونه خوري او هغوی پوهيږي .

شپږم : د مسلمانانو په عبادت او قربانيو ملنډې وهل او د هغوی عيب بيانول ، قال الله تعالى: [الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ] (التوبه:۷۹) .
ژباړه : هغه (منافقان) چې په خپله خوښه ډير مال خيراتوونکو او د خپلې کمې وسې وړاندې کوونکو مؤمنانو باندې مسخري او ملنډې وهي الله پاک به يې د مسخرو سزا ورکړي او دوی لره دردناک عذاب دی .

اوم : د مؤمنانو د دعا څخه مخ اړول له جهته د کبر او شک کولو : قال الله تعالى:[ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ] (المنافقون :۵ ) .
ژباړه : او کله چې دوی ته وويل شي : راشئ چې د الله رسول تاسې ته بخښنه وغواړي ، خپل سرونه ښوروي او دوی به وويني چې په تکبر سره ( له دغې بلنې نه) مخ اړوي .

آتم : په لمانځه کې سستي کول : قال الله تعالى: [إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا] (النسآء :۱۴۲ ) .
ژباړه : بې شکه منافقان (فکر کوي چې دوی ) الله تيرباسي ، حال دا چې الله دوی ته د دوی د تېر ايستلو (سزا) ورکوي . او کله چې دوی لمانځه ته پاڅيږي بې له رغبته پاڅيږي دوی د خلکو په وړاندې ځان ښودنه کوي او الله نه يادوي خو لږ .

نهم : د الله رسول او مؤمنانو ته آزار رسول : قال الله تعالى: [وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ] [سورة التوبة]. وقال الله تعالى : [وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا]( الاحزاب:۵۸).

ژباړه : او له دوی (منافقانو ) څخه داسې کسان دي چې نبي ته آزار رسوي او وايي ، هغه ټول غوږ غوږ دي ( د هر چا خبره اوري ) ووايه : هغه ستاسې د خير د خبرو اوريدونکی دی ، هغه پر الله ايمان او پر مؤمنانو باور لري او ستاسې د هغو کسانو لپاره چې ايمان لري رحمت دی . او هغه کسان چې د الله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته آزار رسوي ، دوی لره دردناک عذاب دی .

او فرمايي : او هغه کسان چې مؤمنانو او مؤمنو ښځو ته بې له څه آزار رسوي ( او هغوی ته ستونزې جوړوي ) ، بې شکه چې دوی غټ تور او ښکاره ګناه پر غاړه اخلي .

په پيل کې مو وويل چې نفاق په دوه قسمه دي :
اول قسم : اعتقادي نفاق ، او دا نفاق اکبر نفاق بلل کيږي چې په زړه کې کافر او ظاهراً ځان مسلمان بولي ، ددې خاوند به په درک الاسفل من النار کې وي ، [الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ] (النسآء ۱۴۵ ) .
دوهم قسم عملي نفاق : هغه نفاق دی چې د منافقينو له اعمالو څخه کوم عمل په چا کې موجود وي ( په دې سره له اسلامه نه وځې مګر دا يو وسليه ده د هغه طرف ته ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email