تعريف : د ډيموکراسۍ ( Democratie) لغت لاتيني دی ، چې له دو برخو جوړه شوي ده ( Demos) په منعی د خلکو او ( Cratie) په معنی د حکومت چې پوره معنی يې د خلکو حکومت يا د خلکو لپاره حکومت ده .

په اصطلاح کې ډيموکراسي هغه حکومت دی چې قانون يې وضعي او ساختګي ، نفسي خواهشات ، هوا ، هوس او منکرات يې بې قيده او بې واکه آزادي ، فحشاء او اختلاط يې مساوات ، سود ، قمار ، احتکار او تجارتي انحصار يې اقتصاد دی .

ډيموکراسي ځکه د نن زمانې بت دی چې په دې سيستم کې د الله سبحانه وتعالی پرته او د هغه (جل جلاله ) د راليږلي اسلامي شريعت پرته د بشر ساختګي حکم او قانون چلوي چې دا په دين کې يو معاصر شرک دی .

موسوعة الاديان و المذاهب المعاصره ليکي : په دې کې شک نشته چې ديموکراسي د نوي او عصري شرک څخه په عبادت او شريعت کې يو شرک بلل کيږي ، د شريعت او قانون حق يوازې الله تعالی لره دی او دا صفت د الله تعالی دی ، بشر ته ددې حق او صفت ورکول شرک دی .

الله جل جلا له  فرمايي : [مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآَبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ] (يوسف/ ۴۰) ، ويقول تعالى : [ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ] (الأنعام/ ۵۷) .

ژباړه : هغه څيزونه چې تاسې د الله پرته عبادت کوئ هسې نومونه دي چې تاسې او ستاسې پلرونو ايښي دي ، الله پاک پرې کوم دليل نه دی نازل کړی ، واکمنې او حکم چلول يوازې د يو الله دی . هغه امر کړی دی چې پرته له هغه نه د بل چا هيچا عبادت بايد و نه کړئ او همدا سم او روغ دين دی خو ډير خلک نه پوهيږي .

او فرمايي : پرې کړې يوازې د الله تعالی په واک کې دي .

يعنې : هغه يوازې الله دی چې انسانانو په مفاسدو او مصالحو ، خير او شر پوهيږي او د قانون جوړلو پوره صلاحيت لري ځکه چې انسان يې خپل پيدا کړی مخلوق دی .

وقد جاء في ” موسوعة الأديان والمذاهب المعاصرة ” ( ۲ / ۱۰۶۶ ، ۱۰۶۷ ) : “ولا شك في أن النظم الديمقراطية أحد صور الشرك الحديثة ، في الطاعة ، والانقياد ، أو في التشريع ، حيث تُلغى سيادة الخالق سبحانه وتعالى ، وحقه في التشريع المطلق ، وتجعلها من حقوق المخلوقين ، والله تعالى يقول : ( مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآَبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ) يوسف/ 40 ، ويقول تعالى : ( إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ) الأنعام/ 57″ انتهى

د ډيوموکراسۍ اهداف

Untitled

۱- ځمکنی قانون :

د ديموکراسی بنسټ دی چې قانون به ځمکنی وي او د آسمان قانون د قبول وړ نه دی ، حال دا چې د انسان په مفاسدو او مصالحو ، خير او شر يوازې الله تعالی پوهيږي او هغه (جل جلاله ) د انسان د پاره اسلامي قانون او شريعت نازل کړی بل هيڅوک ددې حق نلري ، لقوله سبحانه وتعالی : [ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ] (الأنعام/ ۵۷) .

ژباړه : پرې کړې يوازې د الله تعالی په واک کې دي .

او هغه کسان چې د اسلامي شريعت څخه پرته د بل قانون تحکيم غواړي ، هغه خوښوي او د اسلامي شريعت په نسبت ترجيح ورکوي په هغوی داسې حکم کړی دی :

[وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ] (المائه:۴۴).

ژباړه: او هر څوک چې د الله په نازل شوی وحی پريکړې نه کوي نو همغوی کافران دي .

د مفسرينو په اتفاق د کفري قانون خوښول ، د اسلام په پرتله هغه ته ترجيح ورکول او يا د اسلامي شريعت سره د هغه مساوي ګڼل کفر دی او که دا عقيده نه وي د جهل ، قدرت او بل څه په وجه داسې کوي کفر اضعر (کبيره ګناه ده ) (تفسير ابن کثير او تفسير الطبري )

۲- اختياري اخلاق :

په ديموکراسۍ کې ثابت او مطلق اخلاق وجود نلري بلکي اختياري دي چې د خلکو د رأيو او پارلمان لخوا ټاکل کيږي ، مثلاً که پارلمان شراب حرام وګرځوي ، حرام دي ، حتی که خلک د همجنس بازی او لواطت مشروعيت او آزادي وغواړي نو آزاد او مشروع به وي لکه : تير کال چې د امريکا پارلمان د لواطت يا همجنس بازۍ قانون تصويب کړ .

لکن په اسلامي شريعت کې هيڅ څوک دا حق نلري چې حلال حرام او حرام حلال کړي که چا دا کار وکړ هغه په اسلامي شريعت باندې کافر او مرتد شو دا تفصيل به وروسته راشي .

۳- انسان مقدس دی :

د انسان مقدس ګڼل دا معنی لري چې هر څه غواړي او کوي اختيار لري ځکه مقدس دی ، خپله به قانون ټاکي ، دا که په اسلامي مقدسان ، پيغمبر ، قرآن ، آسماني کتابونو او نورو مسخرې کوي کولای شي ځکه انسان مقدس دی او شريعت او اسلامي مقدسات هيڅ تقدس نلري (الغاذ بالله ) .

او دا يو واضح او ښکاره شرک دی .

۴- آزادي :

الف) د بيان آزادي :

د اسلام په مقدس دين کې د بيان داسې آزادې ده چې هغه د خير او مصلحت لپاره وي نه د شر لپاره ، نه د چا د سپکاوي لپاره د مثال په ډول ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دوره کې خپل رعيت ته وايي که زه د تاسې شکاياتو ته غوږ ونه نيسم نو په ما کې خير نشته او که تاسې ماته خپل غيبونه را په ګوته نه کړﺉ نو بيا پر تاسې کې خير نشته .

همدارګه د اسلام دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه يوه ورځ پر منبر د وغظ لپاره پورته شو يو کس را ولاړ شو او ورته ويې ويل : تر هغه د دعوت او تبليغ حق نلرې تر څو چې زما پوښتنې ته ځواب ونه وايې اميرالمؤمنين ورته وايي څه پوښتنه ده ؟ ووايه ، هغه کس ورته وايي: پوښتنه دا ده چې د ټولو لنګونه يوشان ؤ (د غنيمت په پيسو رخت اخيستل شوی ؤ چې ټولو ته مساوي ويشل شوی ؤ) ولی ستا لنګ اوږد دی ؟

اميرالمؤمنين ورته وايي ډير ښه دا ځکه اوږد دی چې زما قد څه لوړ ؤ هغه لنګ نه رسيدلو د خپل زوی لنګ مې ورسره يوځای کړی دی .پوښتنه کونکی وويل اوس پوه شم تبليغ پيل کړه .

د بيان آزادی خو دې ته وايې چې په هغی کې خير او مصليحت وي .

ولې په اسلام کې د بيان دا ډول آزادۍ ته اجازه نشته چې په هغې کې د دين ، قوم او شخص سپکاوي وي لکه د ننۍ ديموکراسۍ د بيان آزادي ، چې دين ، پيغمبر ، مقدساتو ، قوم او شخص ته سپکاوی يې د بيان د آزادی قانون دی .

ب ) : د دين آزادي :

په ديموکراسۍ کې د دين آزادي ده ، يعنې هر څوک اختيار لري ، چې هر کوم دين اختياروي ، نو کولای شي ، خو دا هسې يو خيال دی ځکه دوی پخپل قانون کې هيڅ آسماني دين نه مني ، ديموکراسي نور د ټولو باطلو اديان سره څه سازش کولای شي خو د اسلام او مسلمان سره هيڅ سازش نشي کولای ځکه هغه هيڅ آسماني دين نه مني ، ديموکراسي په اصل کې د اسلام د له مينځه وړلو يو کفري طاغوتي حرکت دی چې غواړي له دې لارې حاکميت تر لاسه کړي اسلام له سياست څخه ورک کړي او پر ځای يې وضعي قانون حاکم کړي مسلمانان جوماتونو ته حصار کړي ، داسې چې د منبر صلاحيت د بيان واک هم د دوی وي ، او بلاخره په دې طريقه هغه مسلمانان چې د اسلامي شريعت تحکيم غواړي له مينځه يوسي ، او غواړي په دې غوړ شعار باندې ضعيف الايمانه ، جاهل او بې احساسه مسلمانان وغلوي او د هغوی په ضد يې وکاروي تر څو هغوی (کفارو) ته د حکومت کول او اسلام او مسلمانانو له مينځه وړل آسانه شي (الغياذ بالله)

ج ) د اقتصاد او بازار آزادي :

په ديموکراسۍ کې د بازار کامله آزادی ده ، حلال او حرام هر څه پکې چليږي .

مګر په اسلامي شريعت کې د اقصاد له بنسټونو څخه دا دی چې : سود ، قمار ، احتکار ، شراب ، د خوګ غوښه ، حرام آلات او وسائل ، ظلم ، چل او فريب ټول حرام دي .

او هغه کسان چې دغه بنسټونه په نظر کې نه نيسی هغوی د الله او هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی :

۵- انتخابات :

په ديموکراسی کې د مشر ټاکل د عامو خلکو په رأيو تر سره کيږي داسې چې مصلح او مفسد ، عالم او جاهل ، تقوی دار او فاسق ، کافر او مسلمان به په رأيو کې سره مساوي وي .

مګر په اسلام کې امير د علماؤ او متخصصينو د اهل الحل و العقد شوری ، يا د ولی العهد د ټاکلو له لارې او يا د فاسق او فاجر نظام نسکورول او د هغه پر ځای د اسلامي حکومت برقرارول د غلبې ليارې ټاکل کيږي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email