د حج د احکامو او مسائلو د آن لاين آزموينې (امتحان) خبرتيا !

د اسلامي زده کړې مينه والو خويندو او وروڼو !

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

اسلامي لارښود غواړي د حج د احکامو او مسائلو په باره کې آن لاين آزموينه واخلي ، ددې آزموينې مقصد او هدف دا دی تر څو تاسې په دقيقه ټوګه د عمري او حج احکام زده کړئ او بيا د حج په موسم کې پخپل عمارو او اطاقونو کې د نورو مسلمانانو وروڼو لپاره د يو خير خوا او پوه معلم حيثيث ولرئ .

د آزموينې لپاره کولای شئ د اسلامي لارښود د حج احکام ولولئ او يا کولای شئ په لاندې درکړ شوي لينک کې کتاب ډونلوډ کړئ او يا کوم بل کتاب او پاڼه ولولئ .

http://dawat610.com/archives/43

http://www.wata.cc/up/2015/04/files/w-aee2e5641e.pdf

د آزموينې د ثبت نام لپاره هيڅ شرط نشته له خويندو او وروڼو څخه هر څوک پکې برخه اخستلای شي ، او ددې ګټه به ان شآء الله ډير زياته وي ځکه حج په ټول عمر کې يو ځل تر سره کيږي د هغه د ادا کولو د اخلاص او احکامو زده کړه واقعاً مهم ارزښت لري.

امتحان د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د مکې مکرمې په وخت(8:00) بجو پليږي او په آنلاين ډول اخيستل کيږي

و السلام عليکم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي