د سحر او نظر د دفع لپاره د ځينو شيانو کارول

 په غاړه کې شنو مريو ،صدف اچول، د ليوه غاښ ، بدراو او سپينلې دودول او نور د سحر او د سترګو د نظر لپاره کارول هيڅ شرعي اصل نلري ، هيڅ رقيه جواز نلري مګر دا چې رقيه شرعي له قرآن او سنتو څخه وي .

د دغو شيانو د کارولو حکم په لاندې توګه دی :

اول حکم : څوک چې په دې عقيده وي چې دا شيان مؤثر بذات دي ، ګټه رسوي او ضرر دفع کوي دا عمل شرک دی .

دوهم حکم : که څوک په دې عقيده وي چې دا هغه اسباب دي چې الله تعالی ددې په وجه بلاء دفع کوي شرک اضعر او ګناه ده ځکه چې دا خبره په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نلري او دا ذريعه شوه شرک لره .

د سحر او نظر علاج به په شرعي رقيه تر سره کيږي نه په شنو مريو ، شنو جنډو ، بدراو او سپنلې باندې ځکه چې داسې کول هيڅ شرعي اصل نلري .

دريم حکم : او که څوک د نفع او د ضرر د دفع عقيده ونلري خو دا کارونه د تشبه او زينت لپاره کوي لکه په لاس يا غاړه کې د ځنځير اچول او داسې نور ، نو دا کار په منع شوې تشبه کې راځي .

شرعي دلائل :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«ومن تعلق ودعة فلا ودع الله له » (رواه احمد) .

يعنې : که چا و ځړولو صدف ( د بلاء او نظر دفع لپاره )، نو الله به د هغه څخه سکون او اطمنان واخلي ( د رسول الله صلی الله عليه وسلم بد دعايي ده .

عن عمران بن حصين: أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – رأى رجلاً في يده حلقة من صُفْر، فقال: “ما هذه؟” قال: مِن الواهِنة. فقال: “انزعها فإنها لا تزيدك إلا وهْناً، فإنك لو مت وهي عليك ما أفلحت أبداً( رواه أحمد ، ابن ماجه و ابن حبان ).

ژباړه : د عمران بن حصين نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس وليد چې حلقه يې په لاس کې وه ( داسې حلقه چې په يوه شي احاطه شوې وه) ، ویې فرمايل : دا څه دی ؟ هغه وويل : واهنه مرض دی ( د لاس د مفصل روماتيزم) ، ويې فرمايل : دا لرې کړه ځکه دا نه زياتوي مګر ضعف او مرض ، پس کچېرې ته مړ شي او دا دې په لاس وي نو هيڅکله به کامياب نشي .

روى ابن أبي حاتم عن حذيفة بن اليمان رضي الله عنه، أنه رأى رجلا في يده خيط من الحمى، يعني وضع هذا الخيط يزعم أنه ينفع في دفع الحمى أو رفعها، وهو المرض المعروف، فقطعه حذيفة، وهذا بحسب الحال، أن الإنسان ينكر المنكر بيده إذا كان له الصلاحية (المخلص في کتاب شرح التوحيد ) .

ابن ابی حاتم له خذيفه بن يمان رضی الله عنه نه روايت کوي چې : هغه يو سړی وليد چې په لاس کې د د يو مرض د دفع لپاره بند او حلقه وه ، چې هغه کس په دې نظر وو چې دا ددې مرض دفع کوونکی دی ، نو خذيفه رضی الله عنه هغه ورباندې قطع کړ ، دا په دې وجه چې څوک په منکر باندې د منع کولو توان ولري نو هغه دې په لاس سره منع کړي (الاکاديمية الاسلامية – دوکتور سهل العتيبي ) .

په همدې نبوي صلی الله عليه وسلم ارشاداتو باندې اکتفاء کوو :

الله سبحانه وتعالی دې مونږ د هر ډول پټ او ښکار شرک ، بدعت او خرافاتو څخه وساتي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً