فرق په مابين د استعاذة او استعانه :

اول – استعانه او د هغې اقسام :

استعانه مدد غوښتلو ته وايي چې لاندې اقسام لري :

۱- د الله سبحانه وتعالی څخه مدد غوښتل چې بنده د خپل رب سبحانه وتعالی څخه په خشوع او خضوع سره مدد غواړي او دا مدد غوښتل عبادت دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ] (خاص تاته عبادت کوو او خاص له تا څخه مرسته غواړو ) ، او دا عبادت صرف الله تعالی لره دی .

۲- د الله سبحانه وتعالی د مخلوق سره مشروع مدد کول يا د هغوی نه مدد غوښتل لکه : د خپل مسلمان ورور سره د خير ، مشروع او مباح کار کې مدد کول او يا د هغه څخه د خير او مشروع کار کې مدد غوښتل کوم چې د بنده پر وس پوره وي چې دا کار موجب د خير او ثواب دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى] (المائده) .

ژباړه: په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ .

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من نفس عن مؤمن كربة من كرب الدنيا، نفس الله عنه كربة من كرب يوم القيامة. ومن يسر على معسر، يسر الله عليه في الدنيا والآخرة. ومن ستر مسلما، ستره الله في الدنيا والآخرة. والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه. ومن سلك طريقا يلتمس فيه علما، سهل الله له به طريقا إلى الجنة. وما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله، يتلون كتاب الله، ويتدارسونه بينهم، إلا نزلت عليهم السكينة، وغشيتهم الرحمة وحفتهم الملائكة، وذكرهم الله فيمن عنده. ومن بطأ به عمله، لم يسرع به نسبه » (المسلم ۲۶۹۹).

ژباړه: څوک چې په دنيا کې د يو مسلمان نه پريشاني لرې کړي الله تعالی به د قيامت په ورځ د هغه نه پريشاني او تکليف لرې کړي ،څوک چې اړو اوتنګ لاسو سره کومک وکړي الله تعالی به په دنيا اوآخرت دواړو کې د ده سره آساني وکړي ، او څوک چه د مسلمان عيب پټ کړي الله تعالی به په دنيا او آخرت دواړو کې د ده په عيبونو پرده واچوي ،الله تعالی د خپل بنده تر هغه وخته امداد اومرسته کوي تر څو چه بنده سره د مسلمان ورور مرسته کوي .

مګر د شر او ګناه په کار کې يو د بل سره مدد کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی :

[ وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] (المائده) .

ژباړه: او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانۍ په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

۳- د حاضر مخلوق سره په داسې کار کې مرسته کول کوم چې د انسان په وس پوره نه وي باطل او لغو دی لکه : د يو شي پورته کول چې زيات ثقيل وي او پورته کول يې د انسان له وس څخه بهر وي .

۴- د نيکو اعمالو په وسيله د الله تعالی څخه مدد غوښتل ، لقوله سبحانه وتعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ] (البقرة:۱۵۳).

ژباړه: ای مؤمنانو ! په صبر او لمانځه سره کومک وغواړئ بې شکه چې الله پاک د صبر کوونکو سره دی .

۵- د مړو څخه مدد غوښتل او همدارنګه د غايب ژوندې څخه مدد غوښتل شرک دی ولي شرک دی ؟

ځواب : ځکه چې د مړي څخه مدد غوښتل دا معنی لري چې هغه العياذ بالله حاضر او ناظر دی او د دعا کوونکي غږ اورې چې دا هيڅ اصل نلري او شرکي عقيده ده او دا هماغه د جاهليت د وخت د بتان عبادت ته ورته شرکي عبادت دی .

همدارنګه د ژوندې غايب کس څخه مدد غوښتل چې مدد غوښتونکی په يو ښار کې وي او شيخ يا پير يا ولی يا بل کس پر بل ښار کې وي او د ده مدد او کومک ته هيڅ لاس رسی نلري نو د دغه غايب کس څخه مدد غوښتل دوې معناوې لري .

الف ) : هغه کس العياذ بالله متصرف ګڼې چې دا عقيده لرل شرک دی .

ب ) : هغه کس د ولايت څښتن ګڼې چې ولايت د ولي په اختيار کې نه وي او نه هم په غيبو پوهيږي چې د ده په احوالو پوه شي چې دا ډول اعتقاد لرل شرک دی .

استعاذه (پناه وړل ) :

استعاذه پنا غوښتلو ته وايی چې لاندې اقسام لري :

۱- د هر قسم شر او آفت او همدارنګه د شيطان د وسواسو څخه پر الله سبحانه وتعالی پنا غوښتل ، لقوله سبحانه وتعالی :[قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ ، مِن شَرِّ مَا خَلَقَ…] .

ژباړه : (ووايه ای محمده !) زه د تيارو څيروونکی سهار په رب پناه غواړم ، د هغه د ټولو پيدا کړو څيزونو له شر څخه .

او الله تعالی فرمايي: [وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ] (الأعراف: 200).

ژباړه : او که د شيطان له لورې کومه وسوسه درته را وړاندې شوه نو له الله پاک نه پرې پنا وغواړه .

۲- د الله سبحانه وتعالی په عظمت او کلمات د هر شر څخه پر الله تعالی پنا غوښتل ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : «من نزل منزلاً فقال: أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق، لم يضره شيء حتى يرتحل من منزله ذلك» رواه مسلم.

ژباړه : څوک چې پخپل کور کې واړوي داسې به وايي : پناه غواړم د الله تعالی په تامهء کلماتو له هغه شر څخه چې پيدا شوی دی ، هغه ته به څه شی ضرر ونه رسوي تر څو د هغه کور څخه کډه وکړي .

۳- ژونديو ته پنا وړل چې هغوی د پنا اخيستلو توان ولري داسې کول جايز دي ،لکه د ژونديو څخه مرسته غوښتل لکه : الله سبحانه وتعالی چې په قصه د موسی عليه السلام کې فرمايي : [فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ..] (القصص :۱۵) .

ژباړه : په هغه چا چې له دوښمنانو څخه يې وو د کومک غوښتنه وکړه ، موسی دوښمن يو سوک وواهه او د هغه کار يې پوره کړ .

۴- په پيريانو او يا مړو او غائيبو باندې پنا غوښتل شرک اکبر دی او ددې عنوان اصلی مقصد همدا قسم استعاذه ده .

د جاهليت په زمانه کې به انسانانو پيريانانو ته پنا وړله چې قرآنکريم يې داسې حکايت کوي :

: [وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا] (الجن: 6).

ژباړه : او د انسانانو ډيرو سړيو د پيريانو له ډيرو سړيو څخه پناه غوښتله نو په دې کار يې د پيريانو غرور ، ظلم او ګناه لاپسې زياته کړه .

پيريانو ته پنا وړل ، همدارنګه غايب پير او مړي ته د شر او ضرر څخه پنا وړل داسې چې ای پيره ! تا ته د دې شر څخه پنا وړم ته زما د مدد لپاره را ورسيږه او د هغه متصرف ګڼل او همدارنګه په کوم مړي باندې پنا غوښتل او د هغه نه د شر او ضرر د دفعې لپاره مدد غوښتل شرک اکبر دی .

د غائب پير ، شيخ او بل کس نه مدد غوښتل او هغه ته خيالي پنا وړل د هغه د متصرف ګنلو په مقصد دي او همدارنګه د مړو څخه سوال او مدد غوښتل د غير الله څخه مدد او غير الله ته پنا وړل دي چې نه هغوی د چا غوښتنې اورې او که يې واوري هم د چا غوښتنې پوره کولای نشي .

لقوله سبحانه وتعالی :[ قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا] (اسراء ۵۶ ) .

ژباړه : (ووايه ای محمده !) چې هغه خدايان مو رابولئ چې تاسې د الله نه پرته پرې د خدای ګمان کوئ له هغوی سره واک نشته چې تاسې نه سختي او ضرر لرې ، او يا يې مخه پر بل لور واړوي .

او د مړو د عبادت په باره کې فرمايي : [إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ …] (فاطر: ۱۴).

ژباړه: که تاسې را وبولئ نو ستاسې بلنه نه اوري ، او که وايې وري هم نو ستاسې غوښتنې نشي پوره کولای . او د قيامت په ورځ به ستاسې له شريک نيولو څخه انکار هم وکړي .

شيخ فخر الدين حنفي په رساله کې ليکي :

“ومن ظن أن الميت يتصرف في الأمور دون الله، واعتقد بذلك كفر. كذا في “البحر الرائق”.

ژباړه : او که څوک دا ګمان کوي چې مړي د الله تعالی نه ماسوا متصرف د امورو دی او په دې باندې عقېده وي نو دا کفر دی او همدارنګه دا قول يې په بحر الرائق هم ذکر کړی دی .

او قاضي حميد الدين ناکوري هندي په توشيح کې ليکي :منهم الذين يدعون الأنبياء والأولياء عند الحوائج والمصائب باعتقاد أن أرواحهم حاضرة تسمع النداء وتعلم الحوائج، وذلك شرك قبيح وجهل صريح، قال الله تعالى (ومن أضل ممن يدعوا من دون الله من لا يستجيب له إلى يوم القيامة، وهم عن دعائهم غافلون)(سورة الأحقاف: الآيیه ۵ ) .

ژباړه : ځينې د دوی داسې کسان دي چې انبياء ، اولياء په وخت د مشکل او سختی کې غواړي ( د هغوی نه مدد غواړي ) په دې عقيده چې هغوی حاضر او ناظر دي او غږ اوري او په حوائجو ( ضرورياتو او مشکلاتو) پوهيږي ، دا ډير بد شرک دی او ښکاره جهل دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :(او څوک دي ډير ګمراه له هغه چا چې بولي بې له الله څخه هغه چې نشي قبلولی هغه لره تر ورځې د قيامته پورې او دغه له دعا او بلنې د دوی بې خبره دي) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email