ولې د غير الله لپاره نذر ؟

ځکه نذر عبادت دی ، لقوله سبحانه وتعالی :

[يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا] (الإنسان : ۷)

ژباړه : ( د الله تعالی نيک بنده ګان هغه دي ) چې په نذرونو وفا کوي (نذرونه پوره کوي ) او له هغې ورځې څخه ډاريږي چې شر به يې په هر لور خور وي .

وقوله: [وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ] (البقرة: ۲۷۰).

ژباړه : تاسې چې هر څيز خيرات کړئ او يا مو نذر منلی نو بې شکه چې الله پاک ته معلوم دی او د ظالمانو هيڅ ملاتړ نشته .

ندز څه ته وايي :

نذر داسې عبادت دی چې بنده يې پر خپل ځان واجب ګرځوي بلکي د الله تعالی د طرف څخه نه وي ورباندې واجب شوی .

مثلاً يو کس وايي : که زه د مرض څخه روغ شوم دومره صدقه ورکوم ، يا دومره ورځې روژه نيسم …

نذر د مباح عمل د پاره مباح مګر په هغه باندې وفا کول واجب دی او حرام کار سره نذر منل حرام دي او د غير الله لپاره نذر منل شرک دی .

والنذر عبادة من العبادات، لا يجوز أن يصرف لغير الله تعالى، فمن نذر لمخلوق كأن يقول: لفلان علي نذر أن أصوم يوماً، أو لقبر فلان علي أن أتصدق بكذا، أو إن شفي مريضي أو جاء غائبي للشيخ فلان علي أن أتصدق بكذا، أو لقبره علي أن أتصدق بكذا، فقد أجمع أهل العلم على أن نذره محرم وباطل، وعلى أن من فعل ذلك قد أشرك بالله تعالى الشرك الأكبر المخرج من الملة ، لأنه صرف عبادة النذر لغير الله، ولأنه يعتقد أن الميت ينفع ويضر من دون الله، وهذا كله شرك (درالمحتار مع حاشيه ابن عابدين ۵/۱۹۶-۱۹۷، البحر رائق ۲/۳۲۰ )

ژباړه : نذر د عباداتو څخه يو عبادت دی ، رواه نه ده چې هغه د غير الله د پاره وشي ، پس که چا نذر وکړ د مخلوق لپاره داسې چې ووايي : د فلاني لخوا په ما نذر دی چې يو ورځ به روژه نيسم ، او د فلاني قبر لپاره چې دا رنګه صدقه به کوم ، او کچېرې زما مرض ښه شي او زما مسافر راشي نو زه به د فلاني شيخ يا پير لپاره دا رنګه صدقه کوم ، او د قبر لپاره چې دا رنګه صدقه به کوم ، پس په يقين سره اجماع د علماؤ ده چې دا ډول نذر حرام او باطل دی ، او چا چې دغه کار وکړ هغه د الله تعالی سره شرک اکبر چې د ملت اسلام څخه د وتلو سبب دی اختيار کړ ، ځکه هغه د نذر عبادت د غير الله لپاره کړی ، او ځکه چې هغه عقېده لري چې مړی نفع رسوي او ضرر دفع کوي پرته له الله تعالی څخه ، او دا ټول شرک دی .

همدارنګه ابن عابدين وايي :

واعلم أن النذر الذي يقع للأموات من أكثر العوام وما يؤخذ من الدراهم والشموع والزيت ونحوها إلى ضرائح الأولياء الكرام تقرباً إليهم فهو بالإجماع باطل وحرام.
(قوله باطل وحرام لوجوه: منها أنه نذر لمخلوق، والنذر للمخلوق لا يجوز؛ لأنه عبادة، والعبادة لا تكون لمخلوق، ومنها أن المنذور له ميت، والميت لا يملك، ومنها أنه ظن أن الميت يتصرف في الأمور دون الله تعالى، واعتقاده ذلك كفر)حايشه ابن عابدين ۴/۴۳۹ ) .

ژباړه: او پوه شه چې د مړو لپاره نذر اکثره عوام تر سره کوي چې پيسې ، شمع ، غوړي او نور اخلي او هغه د اولياء کرامو د نږدې والی لپاره د هغوی په قبرونو ږدې دا په اجماع سره حرام او باطل عمل دی .

باطل او حرام په دې وجه دی چې دا نذر د مخلوق لپاره دی او د مخلوق لپاره نذر کول حرام دي ، ځکه نذر عبادت دی او عبادت د مخلوق لپاره نه وي ، دا چې مقصد يې مړی وي نو مړی هيڅ واک نلري (د نفعې او دفع ضرر هيڅ واک نلري) او که څوک په دې عقېده وي چې مړی د الله تعالی پرته متصرف دی نو دا عقېده لرل کفر دی ( ابن عابدين ) .

لا حول ولا قوة الی بالله علی العظيم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email