نا رواه تبرک هغه تبرک دی چې په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نلري ، د داسې شي څخه د خير غوښتل او هغه خير او برکت ګڼل چې په اسلامي شريعت کې اصل ونه لري ، اسلامي شريعت منع کړي دي .

لکه : د يوې خاصې چينې مبارک ګڼل او په هغه کې د خلکو لمبل چې ددې چينې اوبه مبارکې دي او شفا ورکوونکي دي .

د ځينو قبرونو د خارو او کاڼو مبارک ګڼل ، د قبر د خاورو خوړل چې هغه د فلاني فلاني مرض درملنه ده .

د خاصې ونې ، نبات ، غره او نور مبارک ګڼل او داسې نور .

دا هر څه د جاهليت د زمانې ميراث دی کوم چې مشرکانو به تر سره کول ، پخپلو لاسونو جوړ کړې بتان ، او ځنې کاڼې او ونې به يې مبارک بلل ، ځينو قبرونو ته به يې سجدې کولې او د هغوی څخه به يې د خير تمه او عقيده لرله .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّى * وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَى * أَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْأُنثَى * تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزَى] (النجم: ۱۹- ۲۲).

ژباړه : آيا تاسې د لات او عزا په هکله فکر کړی دی ؟ او هم د هغه دريم منات نومې په هکله ، آيا ستاسې ځامن د الله لورګاڼې دي ؟ دا خورا کوږ او بې انصافه ويش دی .

اللَّات : يو قسم کاڼی وو ، مناة هم يو قسم کاڼې وو او العزی يو ونه وه .

ايا مشرکان په دې عقيده وو چې لات ، منات او عزی الله دی ؟

ځواب : نه ، لکن هغوی په دې وجه د هغو عبادت کولو چې په هغه کې نفع ، برکت دی .

مشرکانو په اول کې ځينې شيان او خپل مړه شوی صالح کسان مبارک ګڼل او وروسته وروسته يې د هغوی عبادت هغوی ته سجده کول او د هغوی بلل پيل کړل .

ترمذي او مسند احمد د صحابه کرامو واقعه نقل کوي چې : مونږ (صحابه) د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره حنين ته لاړو ، د مشرکينو د دور په باره کې مو خبرې وکړې ، چې د مشرکينو لپاره يو ونه وه چې هغوی به مبارکه بلله په هغه کې به يې خپلې وسلې ځړولې او دغه ونه (ذات انواط ) نومېده مونږ په هغه باندې تير شو ، نو مونږ رسول الله ته وويل : زمونږ د پاره هم (ذات انواط ) وټاکه لکه څنګه چې مشرکانو د پاره وه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : «الله أكبر! إنها السنن، قلت والذي نفسي بيده، كما قالت بنو إسرائيل لموسى [اجْعَل لَّنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ] (الأعراف: ۱۳۸)، لتركبن سنن من كان قبلكم» (الترمذي ۲۱۸۰ و قال حسن صحيح و احمد ۲۱۳۹۰ ) .

ژباړه : الله اکبر ( د تعجب لپاره دی ، يعنې الله لوی دی او د هر قسم شرک څخه پاک او منزه دی)، ، دا د هغوی طريقه ده د (مشرکينو ) ، قسم مې دې په هغه ذات وي چې زما نفس يې په واک کې دی تاسې ما ته داسې څه وايئ لکه بنی اسرائلو چې موسی ويل [ مونږ ته هم د دغو خلکو پشان خدای وټاکه ، موسی وويل: رښتيا هم چې تاسې ناپوهه قوم يئ] ، نو تاسې د مخکې خلکو (مشرکينو ) طرېقې عملي کول غواړئ .

دا حديث شريف د اسلامي امت د پاره لوی او ستر درس دی، چې داسې شي مبارک ګنل چې د هغه په شريعت کې ثبوت نه وي لکه مخکې مو چې بيان کړل ، د مشرکينو او جاهليت ميراث وي او د هغه څخه د خير او منفعت ، دفع ضرر اراده لري مطلق حرام او دا عمل شرک دی .

نور په همدې حديث شريف باندې بسوالی کوم .

الله سبحانه وتعالی دې مونږ د هر ډول شرک ، بدعت او خرافاتو څخه چې د اسلامي شريعت خلاف وي و ساتي .

(عقيده المستوي الاول – الاکاديمية الاسلامية – دوکتور سهل العتيبي )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email