السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

په دې سپارښتنه کې ظاهراً خطاب دی په ايران کې ميشتو افغان مسافر ته او په اصل کې سپارښتنه ده په ټوله نړۍ کې ميشتو افغان مسافرو ته .

د الله تعالی د دربار څخه تاسې ټولو ته جوړتيا ، عافيت او په امرو د دنيا او آخرت کې کاميابي غواړم.

رښتيا هم چې تاسې لوی عزم کړی دی ، د حلال رزق د حاصلولو لپاره په بهرني هيواد کې د خپل ولس او کورنيو څخه لرې ژوند تيروئ ، د حلال رزق طلب د فرضيه نه وروسته فرض دی .

دا چې په بدن او رزق کې مو برکت او د دنيا او آخرت سعادت مو په نصيب وي تاسې ته لاندې ديني سپارښتنې کوم :

۱- هلته ځينې ميشت مسافر داسې دي چې ټوله ورځ د زرق په طلب (کار کولو ) تيره کړي او بيګا چې کله خپل اتاق ته راشي ، د الله تعالی د بندګۍ پر ځای ، الله تعالی ته د خپل سالم بدن او روزګار د شکرانې پرځای د شيطان ملګري اختيار کړي ، تر نيمو شپو پورې موسيقۍ ، بې شرمه فلمونه او سريالونه ته ناست وي او يا هغه ته رقص او نچا کوي ، چې بلاخره دا صوت شيطان د بچه بازئ سبب ګرځي .

ددې پوچ او پليت شيطاني عمل څخه ځان ساتل پکار دي ځکه چې پايلې يې سختې خطرناکې دي .

په حديث شريف کې راغلي : «يكون في أمتي قذف ومسخ وخسف «، قيل يا رسول الله: ومتى ذلك؟ قال»: إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور» ( رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي ) .

ژباړه: زما په امت کې به ، مسخ (شکل بدلېدل) ، خسف (په ځمکې کې غرقېدل ) را مينځته شي . چا پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله عليه وسلم کله به دا رامينځته کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې موسيقي ظاهره او ښکاره شي ، سينګار ډير شي او شراب څښل کيږي .

جاء في الموسوعة الفقهيَّة الكويتيّة
فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ :الاِسْتِمَاعُ إِلَى الْمَلاَهِي مَعْصِيَةٌ وَالْجُلُوسُ عَلَيْهَا فِسْقٌ وَالتَّلَذُّذُ بِهَا كُفْرٌ، وَالْمَقْصُودُ بِالْكُفْرِ كُفْرُ النِّعْمَةِ .

د احنافو مذهب دا دی چې : د موسيقۍ اورېدل ګناه ده هغه ته کيناستل فسق دی او د هغه څخه خوند اخيستل کفر دی ( د کفر څخه مقصد د بدن د ستر نعمت کفران او ناشکري ده چې په غلطه توګه يې استعمالوي او يا د کفر څخه مطلب د ګناه سختوالی او ډير سخت وعيد دی ) .

♣♣♣♣♣

۲- ځينې کسان حرامو شيانو (شراب ، چرس او ترياک ) څښلو ، خوړلو او څکولو ته لاس اچوي او بلاخره د ځانه نه يو باګل جوړول .

د شرابو په حرمت هر څوک پوهيږي ، د چرسو او ترياکو څکول حرام دي ځکه چې په چرسو کې نشه او ترياک يا کوکونار د انسان د بدن د نابودی سبب ګرځي .

«نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن كل مسكر ومفتر»( ابوداؤد باسناد حسن) .
يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټو لو نشه کوونکو او بې حسه او ضعیف کوونکو شيانو څخه منع فرمايلي .

او بل د اسلام عامه قاعده ده چې : «لا ضرر و لا ضرار في الاسلام» ( په اسلام کې خپل ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي )

نن ډير کسان ددې عمل په وجه پوډريان شوي دي تر پلونو لاندې پراته دي چې د يو حيوان څخه يې ژوند ډير پست او ذليل دی .

ددې کسانو ژوند ولی دومره پست او ذليل دی ؟

مونږ او تاسې وينو چې په ټولنه کې ډير معيوب او لوېدلي کسان شته ولی هغوی ته په ټولنه کې د قدر او عزت په سترګه کتل کيږي ځکه چې هغوی د عذر او مجبوريت له مخې داسې شوي خو دغه کسان (پوډريان) ولی ذليل دي ؟

ځکه چې دوی د مجبوريت څخه داسې نه دي شوي له مستی داسې شوي ، دوی الله تعالی هير کړی وو او خپل ژوند يې په مستی کې تيرولو ، څه به يې چې ګټل په هغه به يې خپلې مستی کولې .

دوی د خپلو سپين سرو والدينو ، او بې وزلې کورنۍ ازار وهلي دي چې په کلونو کلونو د دغو مستو ځوانانو په تمه ناست وو، آخر يې خپل کور او وطن ته د ګټې پر ځای خپل شړېدلی بدن ، تورمخ ، خبيث عمل له ځانه سره راوړ .

ابن قيم رحمه الله څه ښه وايي :

څوک چې د الله تعالی په دربار کې د ځان قدر ، د دنيا او آخرت عزت او سعادت غواړي نو هغه ته پکار ده چې د الله تعالی قدر وکړي ، د الله تعالی قدر دا دی چې د هغه د اوامرو ساتنه وکړي.

او چا چې د الله تعالی اوامر مات کړل ، الله تعالی يې هير کړ ، بغاوت يې اختيار کړ هغه نور د ګناهونو په تور سيلاب لاهو شو نه يې قدر شته او نه عزت ، د حيوان څخه به ذليل او خوار وي .

نن چې پوډريان پخپل کور ، خپل کلي او ولس کې ځای نلري ، دا د دوی د هغه مستی او بغاوت نتجه ده چې الله يې هير کړی وو ، نو ځکه دوی سخت بې قدر او ذليل شول .

چې د حل لاره يې ددې خبيث عمل او نورو ګناهونو څخه د الله تعالی په لورې رجوع او توبه ده .

♣♣♣♣♣

۳- عبادت د کار تابع ګرځول ، ډير کسان داسې وي چې په کار او کسب مشغول شي د لمانځه وخت ته توجه نه کوي له ځانه سره وايي دا کار به خلاص کړم بیا به لمونځ وکړم بلاخره لمونځ ناوخته او بیا په بيړه سره څو ټونګې ووهي چې نه يې قيام ، نه رکوع ، نه قومه او جلسه او نه هم سجده صحي وي ، يعنې د ده اصلي هدف عبادت نه بلکي کار او د پيسو ګټل وي ځکه چې عبادت يې د کار تابع وګرځولو ، نو پداسې کار کې خير او برکت نشته .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة»‌( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة ).

ژباړه: څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله تعالی به د ده کار تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله تعالی به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي .

نن همدا وجه ده چې يو کس ډيره مسافرې وکړي ، پيسې راوړې څو ورځې وتلی نه وي هر څه ختم او بيا په سفر روان وي .

♣♣♣♣♣

۳- د خلکو په اولادونو تجارت کول ، په دغو مسافرو کې ځينې داسې بې ضميره کسان شته دي چې د خپل قاچاک او تجارت لپاره به يې د خلکو اولادونه ، تنکي تنکي ځوانان به يې پخپل سر له ځانه سره بوول.

۴- د ضرورت پرته د زيات وخت تيرول په باره کې د خپل اهل عيال له آزار څخه ووېرېږئ ، ځکه د ضرورت پرته زيات وخت مسافرت کول جايز نه دي .

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خپل خلافت په دور کې په سنګرونو کې ميشتو مجاهدينو ته فرمان وليږلو چې د شپږو مياشتو څخه به زيات وخت نه تيروئ .

نو ځکه د زيات وخت تيرول د مسافر په کورنۍ ، اهل عيال ګران تماميږي ، مګر که د ضرورت په وجه څه زيات وخت تيږي بيا باک نلري خو د خپل اهل عيال سره به وخت په وخت اړيکې نيسي هغوی ته د حوصلې او صبر سپارښتنه کوي ، ځان به مرور ، بې احساسه ، بې خبره ، منت بار (چې زه تاسې ته نفقه ګټم ) نه ګڼې ، ځکه څوک چې پخپل اهل عيال رحم وکړي الله تعالی به په هغه باندې رحم وکړي .

۵- پس تاسې ټولو ته د الله تعالی په تقوی وصيت کوم ، چا چې د الله تعالی تقوی اختيار کړه ، د هغه رزق او روزې آسانه ، پراخه او ټول مشکلات يې حل او د دنيا او آخرت سعادت يې په نصيب شو .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَمَنْ يَتَّقِ اللهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ] (الطلاق: 2، 3) .

ژباړه : او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي .

مطلب دا چې هر کس د الله تعالی تقوای اخيار کړه هغه ته به مشکلات او سختۍ آسانه کړي او همدارنګه د رزق طلب به ورته آسانه کړي او د داسې لارې به رزق ورکوي چې د ده ګمان نه وي يعنې هغه طرف يې په پلان کې هيڅ نه وي .

♣♣♣♣♣

او ټول مشران دې په خپلو کشرانو لاس ونيسی ، ای د مسافرو مشرانو او لويانو! د الله تعالی په خاطر تاسې د هغو نورو تنکيو ځوانانو داسې څارونه وکړئ لکه د خپلو اولادونو چې کوئ ، تاسې پوهيږئ خو هغوی تنکي ځوانان دي د مستی دور يې دی د هغوی کلکه څارنه وکړئ له منکراتو څخه يې منع کړئ .

په آخر کې بيا هم په ډير تأقيد سره درته وايم چې : پام کوئ چې تر شا مو ډير دردېدلی ولس او بې وزله کورنی پرې ايشي دي .

د الله تعالی روی ته وګورئ ، خپلو سپين سرو والدينو ته پام وکړئ او حتی په سرو منګو پرېښی ناوې ته مو وګورئ ، له عبثو کارونو ډير لرې اوسئ خپل عبادت او کسبي مسئولیت ته مو متوجه اوسئ ، الله تعالی به مو په دنيا او آخرت کې سعادت په نصيب کړي (ان شآء الله ) .

وما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

يادونه : دا مطلب دوه کاله مخکې د اسلامي لارښود شيخ حفظه الله ليکلی او نشر شوی وو د اهيمت په لحاظ مو بيا نشر کړ ، په دغه مطلب کې چې د حکمت کوم مهم ټکې بيان شوي دي نو هغه د عقل د خاوندانو څخه پټ نه دي