ممنوع توسل :

هغه توسل دی چې په اړه يې د کتاب الله او سنتو دليل نه وي او په دين کې څه اصل ونه لري او دا په دری ډوله دی :

۱- الله تعالی ته توسل کول په ذات د يو شخص که څه هم پيغمبر وي ، صالح کس وي او يا بل څوک وي چې دوه ډوله دی :

الف ) : دا چې توسل کوونکی له هغه څخه دعا او غوښتنه کوي ، داسې دعا او غوښتنه چې هغه يوازې الله تعالی ته خاص وي او د هغه په قدرت کې وي که څه واسطه يې وګرځوي دا توسل شرک اکبر دی، ځکه دعا عبادت دی او عبادت يوازې الله تعالی لره دی د الله تعالی پرته بل چا ته عبادت يا بل څوک په عبادت کې شريک کول شرک دی ، مشرکانو بتان الله تعالی ته واسطه کول او د هغه نه به يې غوښتنې کولې .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَلا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَنْفَعُكَ وَلا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ] (يونس :۱۰۶).

ژباړه: پرته له الله تعالی د بل چا عبادت مه کوه ،هغه چې نشي رسولای نفعه تا ته (بلنه د هغه ) او نه ضرر رسولی شي تاته (بلنه دهغه ) نو که بالفرض د غير الله عبادت وکړې نو يًقيناً ته به وې دغه وخت له ظالمانو نه .

حال دا چې مونږ ته الله سبحانه وتعالی ددې حکم نه دی کړې چې تاسې ما ته صالحين واسطه کړئ يا د انبياء څخه غوښتنې وکړئ چې زه يې درته پوره کړم بلکي مونږ ته يې حکم کړی دی چې:

: [وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ] (البقرة:۱۸۶).

ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .

و قال الله تعالى: [وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ] (غافر:۶۰).

ژباړه: د الله (جل جلا له) ارشاد دی : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم .

دوکتور محمد بن عبدالرحمن الخميس په اصول الدين عن ابی حنيفه رحمه الله ليکلي دي :

التوسل إلى الله تعالى بذات وشخص المتوسل به سواء كان النبي صلى الله عليه وسلم أو غيره. وهو نوعان:

أن يدعو المتوسَّل به:

ذلك بأن يدعوه، ويستغيث به، ويطلب منه ما لا يقدر عليه إلا الله ولو يجعله واسطة فيما يطلبه من الله. وهذا النوع من التوسل هو من الشرك الأكبر لأنه دعاء لغير الله، والتجاء إليه في المهمات وهو من صرف العبادة

لغير الله، كما قال تعالى: [وَمَنْ يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً آخَرَ لا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ إِنَّهُ لا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ] (المؤمنون:۱۱۷).

ژباړه: او څوک چې د الله سره بل خدای چې هيڅ دليل هم پرې نه لري راوبلي نو حساب يې له رب سره دی بې شکه چې کافران بريمن کيدای نشي .

وقال تعالى: {وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ} “سورة الأحقاف: الآية 5”.

ژباړه: او له هغه چا لوی ګمراه (بې لارې ) څوک دی چې له الله نه پرته هغه څه بلي چې تر قيامته به يې غوښتنه ونشي منلای ؟ بلکي د هغوی د هغوی له بلنې نه هيڅ خبر هم نه دي .

فلم يأمرنا الله أن نستغيث بالصالحين من عباده أو ندعو أنبياءه حتى تستجاب لنا المسألة، بل قال:[وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ] (سورة غافر :۶۰).

ژباړه : او ستاسې رب فرمايي : ما وبولی (له ما نه وغواړئ ) زه به مو غوښتنې ومنم او هر څوک چې زما له عبادت نه لويي کوي ډير ژر به خوار او سپک دوزخ ته ننوځي .

ب ) : په ذات رسول الله او انبياء توسل :

په دې باره کې زمونږ مذهب او د مذاهبو راحج قول دا دی چې جواز نلري ځکه د حضرت عمرفاروق د خلافت په دور کې خوشکسالی وه صحابه کرامو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په قبر توسل ونه کړ بلکي د هغه په کاکا ابن عباس رضی الله عنه يې توسل وکړ او له هغه څخه يې وغوښتل چې د باران د پاره دعا وکړي .

صحيح البخاري يې داسې بيان کوي : « عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ: رضی الله عنه: أنّه كَانَ إِذَا قَحَطُوا اسْتَسْقَى بِالْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِالْمُطَّلِبِ رضی الله عنه، فَقَالَ: اللَّهُمَّ إِنَّا كُنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِنَبِيِّنَا فَتَسْقِينَ،ا وَإِنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِعَمِّ نَبِيِّنَا فَاسْقِنَا، قَالَ: فَيُسْقَوْنَ» (البخاري:۱۰۱۰) .

ژباړه:عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي : کله به چې وچ کالي کيده حضرت عمرفاروق رضی الله عنه به د ابن عباس د دعا په وسليه د باران غوښتنه کوله او ويل به يې : ای پروردګاره ! مونږ به مخکې ستا د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په وسیله باران غوښتلو او تا به باران کولو . اوس د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په تره ابن عباس رضی الله عنه توسل کوو او ستا نه باران غواړو .راوي وايي ( د ابن عباس په دعا سره به باران وريدلو ) .

ايا په ذات د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې توسل کول جايز دي ؟

په دې باره کې د امام ابوحنيفه او امام ابو يوسف رحمهم الله قول دا دی چې جواز نلري .

قال أبوحنيفة رحمه الله « يكره أن يقول الداعي أسألك بحق فلان أو بحق أنبيائك ورسلك وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام » ( شرح العقيدة الطحاوية ص۲۳۴ , وشرح الفقه الأكبر للقاري ص ۱۹۸).

يعنې : امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : دا سې ويل مکروه او بد دي چې دعا کوونکی وايي په حق د فلاني يا په حق د تا د انبياؤ او رسولانو او يا په حق بيت الحرام او مشعر الحرام .

وقال أبو يوسف: “وأكره أن يقول بحق فلان أو بحق أنبيائك ورسلك وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام”( شرح العقيدة الطحاوية ص ۲۳۴) .

يعې : او امام يوسف وايی: دا بده ده چې وايي : چې په حق د فلان او په حق د نبی ستا او رسول ستا او بيت الحرام او مشعر الحرام .

وقد قال فيه أبو حنيفة وأصحابه : إنه لا يجوز ، ونهوا عنه ، حيث قالوا : لا يسأل بمخلوق ولا يقول أحد : أسألك بحق أنبيائك .
قال في ” تبيين الحقائق ” للزيلعي الحنفي (۶/۳۱) : ” قال أبو يوسف : أَكْرَهُ بِحَقِّ فُلَانٍ ، وَبِحَقِّ أَنْبِيَائِك وَرُسُلِك ” انتهى ، لأنه ” لِأَنَّهُ لَا حَقَّ لِأَحَدٍ عَلَى اللَّهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى جَلَّ شَأْنُهُ ” ؛ كما قال الكاساني في ” بدائع الصنائع ” (۵/۱۲۶).

ابن تيميه رحمه الله وايي : کچيرې څوک ووايي زه تا ته ستا د نبی په روی سوال کوم او ددې څخه يې داسې اراده او نيت وي چې : زه تاته سوال په روی د هغه ايمان چې ستا په نبی يې لرم او په روی د محبت چې ستا د نبی سره لرم او يا داسې نور ، نو دا جايز او په دې کې څه اختلاف نشته نو که څوک دا اراده ولرې څه باک نلري ، او د سلفو د توسل همدا معنی ده وروسته د هغه د وفات څخه لکه څنګه چې د ځينو صحابه او تابعينو او امام احمد او نورو څخه نقل شوی دی ، نو دا حسن او په دې مسئله کې څه اختلاف نشته . مګر زمونږ په زمانه کې ډير خلک ددې معنی او مقصد اراده نلري .

وقال شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله ” لو قيل : يحمل قول القائل أسألك بنبيك محمد على أنه أراد : أني أسألك بإيماني به وبمحبته وأتوسل إليك بإيماني به ومحبته ونحو ذلك ؟ وقد ذكرتم أن هذا جائز بلا نزاع ؟ قيل : من أراد هذا المعنى فهو مصيب في ذلك بلا نزاع ، وإذا حمل على هذا المعنى كلام من توسل بالنبي صلى الله عليه وسلم بعد مماته من السلف – كما نقل عن بعض الصحابة والتابعين وعن الإمام أحمد وغيره – كان هذا حسنا ؛ وحينئذ : فلا يكون في المسألة نزاع.
ولكن كثير من العوام يطلقون هذا اللفظ ، ولا يريدون هذا المعنى ؛ فهؤلاء الذين أنكر عليهم من أنكر.
وهذا كما أن الصحابة كانوا يريدون بالتوسل به : التوسل بدعائه وشفاعته ، وهذا جائز بلا نزاع ؛ ثم إن أكثر الناس في زماننا لا يريدون هذا المعنى بهذا اللفظ ” انتهى من ” قاعدة جليلة ” (ص۱۱۹) .

اکثرو فقهاء کرامو د عدم جواز حکم ځکه ورکړی دی چې دا مسئله بيا د منکر طرف ته وسيله جوړيږي ځکه چې اکثرو عامو خلکو مقصد ايمان او محبت نه وي بلکي مستقيماً په ذات د رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې توسل کوي چې ددې څه ثبوت نشته .

داسې توسل کول چې پيغمبر يا ولی يا کوم پير حاضر ناظر ګڼي چې فلانئ ولي ، يا پيره را ورسيږه په دې نيت چې هغه ما ته رارسيږي يعنی زما سره مدد کوي حرام دی (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۱۵۳ ) .

ځکه مونږ او تاسې په هر لمانځه کې دا وايو چې [إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ]،يعنې : خاص تاته عبادت كوو او خاص له تا څخه مدد غواړو .

۲- الله تعالی ته توسل کول په حق د فلانې :

الله تعالی ته توسل کول په حق د فلان يا په روی د فلاني ، چې وايي ای الله ما په حق د فلاني وبښه او ما ته د فلاني په روی دا شی راکړه او داسې نور دا ډول توسل په دين کې اصل نلري ، امام ابوحنيفه رحمه الله ددې ډول توسل څخه منع فرمايلي ده او وايي :

دا چې يو مسلمان په دعا کې وايي : اللم انی اسألک بحق فلان عليک او بجاهه عندک ان تغفرلي .

( ای الله زه د تانه سوال کوم په حق د فلان او يا په روی د فلان هغه تاته پيش کوم چې ما وبښي .

امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : دا سې ويل بد دي چې دعا کوونکی وايي په حق د فلاني يا په حق د تا د انبياؤ او رسولانو او يا په حق بيت الحرام او مشعر الحرام .

همدارنګه امام ابو حنيفه د ابو يوسف په نقل روايت سره وايي

د هيچا د پاره نه ښايي چې د الله پرته د بل چا څخه څه وغواړي ( يا په غوښتلو کې څوک واسطه کړي ) ، او دا بده چې ووايي : په عزت د عرش ستا يا په حق خلقت ستا .

او امام يوسف وايی: دا بده ده چې وايي : چې په حق د فلان او په حق د نبی ستا او رسول ستا او بيت الحرام او مشعر الحرام .

جاء في اصول الدين عند ابی حنيفه :

التوسل إلى الله تعالى بحق فلان أو جاهه ونحو هذا: منع الإمام أبو حنيفة رحمه الله تعالى هذا التوسل، وصفته أن يقول المسلم في دعائه: “اللهم إني أسألك بحق فلان عليك أو بجاهه عندك أن تغفر لي”.

قال أبو حنيفة : “يكره أن يقول الداعي أسألك بحق فلان أو بحق أنبيائك ورسلك وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام”. (العقيدة الطحاوية ص ۲۳۴؛ وشرح الفقه الأكبر للقاري ص ۱۹۸).

وقال بشير بن الوليد: حدثنا أبو يوسف قال: قال أبو حنيفة: “لا ينبغي لأحد أن يدعو الله إلا به، وأكره أن يقول: بمعاقد العز من عرشك

وقال أبو يوسف: “وأكره أن يقول بحق فلان أو بحق أنبيائك ورسلك وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام( شرح عقيدة الطحاوية ۲۳۴) .

(اصول الدين عند ابی حنيفه / دوکتور محمد عبدالرحمن الخميس ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email