د توسل تعريف:

توسل په لغت کې تقرب او نږېوالی ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې د نيکو اعمالو په وسيله الله سبحانه وتعالی ته نږدې کېدو او وسيله کولو ته توسل وايي .

لقوله سبحانه وتعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ…] (المائده ۳۵ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله نه وډار شئ او د هغه په لور وسيله ولټوئ (صالح اعمال) .

د علماؤ په اتفاق د وسيلې نه مراد صالح اعمال او ښه کارونه دي .

توسل په مشروع او غير مشروع تقسيم شوی دی .

توسل مشروع :

مشروع توسل هغه دی چې د الله تعالی د محبت او رضا د پاره د صالحو اعمالو په واسطه تر سره شي  چې لاندې ډولونه لري :

اول :

توسل د الله تعالی په اسماء او صفاتو ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :

: [وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ] (الأعراف: )

ژباړه : او الله پاک د غوره نمونو څښتن دی په هغو سره يې ياد کړئ او د هغو خلکو څه پروا مه ساتئ چې د الله په نمونو کې کوږوالی کوي . ډير ژر به هغوی ته د خپلو کړنو جزاء ورکول شي .

لکه بنده په دعا کې وايي ای زما رحيمه ربه ته په ما رحم وکړﺉ  ای غفوره پروردګاره ته ما ته عفوه وکړې او داسې نور .

قال أبوحنيفة رحمه الله :«لا ينبغي لأحد أن يدعو الله إلا به والدعاء المأذون فيه المأمور به ما استفيد من قوله تعالى ” ولله الأسماء الحسنى فادعوه بها وذروا الذين يلحدون في أسمائه سيجزون ما كانوا يعملون .. «.

( الدر المختار من حاشية رد المحتار: ۶/۳۹۶ ، شرح العقيدة الطحاوية ص۲۳۴ , وشرح الفقه الأكبر للقاري ص ۱۹۸).

ابی حنيفه رحمه الله وايي : د هيڅ چا د پاره نه ښايي (جايز نه ده ) چې پرته له الله تعالی بل څوک وبولې مګر دا چې په دعا کې يوازې الله تعالی وبولې ، په دليل د دغه آیت شريف : ولله الأسماء الحسنى فادعوه …..

دوهم  :

الله تعالی ته د ايمان او توحيد په وسيله توسل کول، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلَتْ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ] (آل عمران ۵۳) .

ژباړه : ای زمونږ ربه ! مونږ ايمان راوړی دی په هغه کتاب چې تا نازل کړی دی او پيروي مو کړې ده د رسول ستا نو وليکه مونږ سره له شاهدانو ( زمونږ نمونه د منونکو په فهرست کې وليکه ) .

دريم :

توسل کول په خپلو نيکو اعمالو لکه په لمونځ ،روژه ،صدقه او د محرماتو نه ځان ساتل . لکه په صحيحينو کې قصه د دريو نفرو ذکر شوی ده چې دوی په يوه غار کې وو ډبره را ولويده او د غار خوله يې بنده کړه نو دوی الله تعالی ته د خپلو نيکو اعمالو په يادولو او توسل سره دعا وکړه او الله تعالی پخپل فضل د غار له خولی څخه ډبره لرې کړه .

د ديني فائدې لپاره د غو دريو کسانو قصه را نقلوو :

وعن أبي عَبْد الرَّحْمَن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ بْنِ الْخطَّابِ، رضي الله عنهما قال: سَمِعْتُ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَقُولُ: «انْطَلَقَ ثَلاَثَةُ نفر مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ حَتَّى آوَاهُمُ الْمبِيتُ إِلَى غَارٍ فَدَخَلُوهُ، فانْحَدَرَتْ صَخْرةٌ مِنَ الْجبلِ فَسَدَّتْ عَلَيْهِمْ الْغَارَ، فَقَالُوا: إِنَّهُ لا يُنْجِيكُمْ مِنْ الصَّخْرَةِ إِلاَّ أَنْ تَدْعُوا الله تعالى بصالح أَعْمَالكُم.

قال رجلٌ مِنهُم: اللَّهُمَّ كَانَ لِي أَبَوانِ شَيْخَانِ كَبِيران، وكُنْتُ لاَ أَغبِقُ قبْلهَما أَهْلاً وَلا مالاً فنأَى بي طَلَبُ الشَّجرِ يَوْماً فَلمْ أُرِحْ عَلَيْهمَا حَتَّى نَامَا فَحَلبْت لَهُمَا غبُوقَهمَا فَوَجَدْتُهُمَا نَائِميْن، فَكَرِهْت أَنْ أُوقظَهمَا وَأَنْ أَغْبِقَ قَبْلَهُمَا أَهْلاً أَوْ مَالاً، فَلَبِثْتُ     وَالْقَدَحُ عَلَى يَدِى أَنْتَظِرُ اسْتِيقَاظَهُما حَتَّى بَرَقَ الْفَجْرُ وَالصِّبْيَةُ يَتَضاغَوْنَ عِنْدَ قَدَمى فَاسْتَيْقظَا فَشَربَا غَبُوقَهُمَا. اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَفَرِّجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَة ، فانْفَرَجَتْ شَيْئاً لا يَسْتَطيعُونَ الْخُرُوجَ مِنْه.

قال الآخر: اللَّهُمَّ إِنَّهُ كَانتْ لِيَ ابْنَةُ عمٍّ كانتْ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَيَّ » وفي رواية : « كُنْتُ أُحِبُّهَا كَأَشد مَا يُحبُّ الرِّجَالُ النِّسَاء، فَأَرَدْتُهَا عَلَى نَفْسهَا فَامْتَنَعَتْ مِنِّى حَتَّى أَلَمَّتْ بِهَا سَنَةٌ مِنَ السِّنِينَ فَجَاءَتْنِى فَأَعْطَيْتُهِا عِشْرينَ وَمِائَةَ دِينَارٍ عَلَى أَنْ تُخَلِّىَ بَيْنِى وَبَيْنَ نَفْسِهَا ففَعَلَت، حَتَّى إِذَا قَدَرْتُ عَلَيْهَا » وفي رواية : « فَلَمَّا قَعَدْتُ بَيْنَ رِجْليْهَا، قَالت: اتَّقِ الله ولا تَفُضَّ الْخاتَمَ إِلاَّ بِحَقِّه، فانْصَرَفْتُ عَنْهَا وَهِىَ أَحَبُّ النَّاسِ إِليَّ وَتركْتُ الذَّهَبَ الَّذي أَعْطَيتُهَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعْلتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيه، فانفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ غَيْرَ أَنَّهُمْ لا يَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ مِنْهَا.

وقَالَ الثَّالِث: اللَّهُمَّ إِنِّي اسْتَأْجَرْتُ أُجرَاءَ وَأَعْطَيْتُهمْ أَجْرَهُمْ غَيْرَ رَجُلٍ وَاحِدٍ تَرَكَ الَّذي لَّه وذهب فثمَّرت أجره حتى كثرت منه الأموال فجائنى بعد حين فقال يا عبد الله أَدِّ إِلَيَّ أَجْرِي، فَقُلْت: كُلُّ مَا تَرَى منْ أَجْرِك: مِنَ الإِبِلِ وَالْبَقَرِ وَالْغَنَم وَالرَّقِيق فقال: يا عَبْدَ اللَّهِ لا تَسْتهْزيْ بي، فَقُلْت: لاَ أَسْتَهْزيُ بك، فَأَخَذَهُ كُلَّهُ فاسْتاقَهُ فَلَمْ يَتْرُكْ مِنْه شَيْئا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتغَاءَ وَجْهِكَ فافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيه، فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ فخرَجُوا يَمْشُونَ » متفقٌ عليه.

له حضرت ابو عبد الرحمن عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت دي فرمایي:

له نبي صلي الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویې فرمایل: د تاسې څخه مخکې دري کسه په سفر روان شول او د شپې تیرولو لپاره یوه غار ته ننوتل، ناګهان یوه لویه ډبره له غره څخه را ورغړیده او د غار خوله یې بنده کړه، دوي وویل چې هیڅ شي به تاسې ته نجات درنه کړي مګر دا چې خپل نیک اعمال الله جل جلاله ته وا سطه کړو او مونږ ته نجات را کړي.

یوه له دوي څخه وویل: یا الله زما مور او پلار ډیر زاړه او نا توانه وو، ما به د دوي نه تر مخه خپل اولادونه نه مړول تر څو به مې چې دوي نه وو ماړه کړي، یوه ورځ د ونې په لټه کې لرې ولاړم کله چې بیرته را وګرځیدم دوي ویده شوي وو ما چې کله د دوي برخه شیدې راوړې ګورم چې دوي ویده دي نو ما دا ښه ونه ګڼله چې دوي له خوبه راویښ کړم یا دا شیدې په خپلو اولادونو وچښم ما تر هغې صبر وکړ چې دوي را ویښ شي تر دې چې سهار شو دا په داسې حال کې چې بچیان مې د پښو سره له لوږې شور او غوغا کوله، تر څو دوی له خوبه را پاڅیدل او خپلې شیدې یې و څښلې.

یا الله که ما دا کار ستا د رضا لپاره کړی وي مونږ ته د دغه مشکل (ډبرې مشکل) نه نجات راکړې

پس دا ډبره دومره لرې شوه چې له هغه وتلي نه شوای.

بل ملګري وویل: یا الله! زما يوه د کاکا لور وه چې په ټولو خلکو کې ماته محبوبه وه، بل روایت کې راځي چې په هغه لوړه درجه چې نارینه ښځې محبوبې لري هغه ما ته محبوبه وه، ما غوښتل له هغه سره یوځایوالی وکړم ولې هغه له دې منع وکړه، ترڅو داسې یو کال راغی چې قحطي وه هغه ما ته راغله او یو سل او شل دیناره مې په دې شرط ورکړل ترڅو له ما سره یو ځایوالي وکړي هغې دا کار وکړ تر څو چې ما پرې تسط پیدا کړ، هغې وویل: له الله جل جلاله څخه وویریږه او دغه مهر(کنایه د بکارت له پردې څخه) بې له حق څخه یی مه لرې کوه، زه په داسې حال کې چې دا ماته ډیره محبوبه وه د دې څخه لرې شوم او هغه مال چې ما ورکړی وو له هغې هم تیرشوم یا الله (جل جلاله) که دا کار ما ستا د رضا لپاره کړي وي مونږ ته له دې مشکل نه نجات راکړې، ډبره لږ نوره هم لرې شوه خو دوي وتلاي نه شوای.

دریم وویل: یا الله (جل جلاله) ما سره مزدوران وو او مزدوري مې یې هم ورکړه غیر له یوه کس چې خپله مزدوري یې زما سره پریښوده او ولاړ، ما د هغه مزد په تجارت کې ولګاوه چې هغه ډیره ګټه وکړه هغه پس له څه وخته راغی او ویې ویل: اې د الله بنده هغه زما مزدوري راکړه ما ورته وویل: دغه ټول اوښان،غواګانې، پسونه او غلامان چې وینې د تا دي. ویې ویل: اې د الله بنده ما باندې مسخرې مه کوه. ما ورته وویل چې مسخرې نه کوم، دې وخت کې هغه ټول دغه مالونه له ځان سره یوړل او هیڅ شي یې باقي پرې نه ښودل، یا الله (جل جلاله) که دا کار ما ستا د رضا لپاره کړي وي مونږ ته له دې مشکل نه نجات راکړې، پس هغه ډبره د غار له خولې څخه لرې شوه او دوی له غار څخه بیرون را ووتل.

په دې حدیث شریف کې څو ټکو ته اشاره شوې:

د سختۍ په وخت کې دعا کول.

توسل په نیکو اعمالو سره جواز لري.

د مور او پلار خدمت او احسان او د دوي برتري په اولاد او اهل باندې.

عفت او پاکدامني او د نفسي خواهشاتو مخالفت لوي فضیلت لري.

په معاملاتو کې ځوانمردي او د امانت ادا کول د لوي اجر او فضیلت خبره ده.

او د الله (جل جلاله) د او لیاوو د کرامت اثبات.

او دا چې د دې دریو ملګرو نیت خالص د الله جل جلاله رضا وه او الله جل جلا له ته د دوي اعمال قبول شوي و نو ځکه ورته الله جل جلاله د دوي د نیکو اعمالو په وسیله ورته له دې مشکل څخه نجات ورکړ.

الله (جل جلاله) د مونږ ته هم د نیکو اعمالو توفیق او خالص نیت نصیب کړي.

څلورم :

د خپل فقر او بې چارګۍ او خسران په يادولو توسل کول :

داسې چې بنده خپل رب (جل جلاله) ته د خپل فقر بې وسۍ او خسران په وسیله توسل کوي لکه الله تعالی د خپل نبی حضرت ايوب عليه السلام قصه داسې بيانوي :[ وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ] (الانبياء ۸۳ ) .

ژباړه: او ياد کړه (ای محمده!) قصه د ایوب کله يې چې غږ وکړ رب خپل ته چې يقيناً ما ته رسېدلی دی ضرر (رنځ او مرض په بدن کې) او ته ډير مهربانه يې له ټولو مهربانه کوونکو څخه .

او د خپل خسران په يادولو توسل کول ، لکه د حضرت يونس عليه السلام حال چې الله تعالی يې داسې بيانوي : [فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَن لاَّ إِلَهَ إِلاَّ أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ] (الأنبياء ۷۸) .

ژباړه: پس غږ يې وکړ په تيارو کې (داسې ) چې نشته لائق د عبادت مګر ته يې پاکي تا لره ده ، يقيناً چې زه وم له ظلم کوونکو څخه .

پنځم :

د مسلمان او صالح کس په دعا توسل کول ، او د هغه څخه دعا غوښتل په شرط ددې چې ژوندی وي ، ځکه چې صحابه کرامو رضی الله عنهم له نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه د باران دعا غوښتې وه .

د يو مسلمان دعا د بل مسلمان لپاره قبليږي .

د مسلم په حديث شريف راغلي دي : دعوة المسلم لأخيه، بظهر الغيب، مستجابة. عند رأسه ملك موكل. كلما دعا لأخيه بخير، قال الملك الموكل به: آمين. ولك بمثل”. (رواه المسلم) .

ژباړه: د مسلمان سړی دعا د خپل مسلمان ورور د پاره په غايب کې قبليږي ، دهغه سره يوه د موکل په نوم فرښته ده چې دهغه دنده ده چې هر کله هغه خپل کوم ورور ته غايبانه ښه دعا کوي ، نو هغه فرښته ورباندې آمين وايي او وايې  تا لره دې همدغسې خير درکړي (ستا په حق دې هم د هغه په مثل وي کوم چې مسلمان ورور ته دې وغوښتل ) ( رواه مسلم ) .

او مشروع توسل په حکم کې فرق لري ځنې يې واجب لکه د الله تعالی په اسماء او صفاتو توسل کول او ځنې بيا مستحب دی لکه په نيکو اعمالو توسل کول .

أن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email