السلام علیکم ګرانو علماؤ
مانه په تیر ژوند کی د روژې په حالت کی استمناء والا حرکت شوے.  او ماته ددی مسئلې پته نه وه خو
دروژو شمیر راته نه دے معلوم.
دوه کاله کیږی چی ددی قبیحه عمل نه می مخ اوړیدلے.توبه می ویستې ده. خو په شوې کار ډیر پیښمانه یم.
آیا زه به اوس څه اوکړم چی غاړه مې خلاصه شی.

نوم د سوال سره مه لیکۍ مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په غالب ګمان به هغه ورځې حساب کړې د هغو ورځو قضايي به ادا کړئ ، په دې کار سره يوازې د روژې قضايي ده ، کفاره نشته .

والاستمناء واللمس والمباشرة دون الفرج فأمنى، أو أمذى، وتكرار النظر فأمنى لا إن أمذى، إذ فعل ذلك عامداً، وهو ذاكر لصومه: يوجب القضاء بلا كفارة

(فقه الاسلامي وادلته ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email