۱- شرک پيژندل .

شيخ علی قاري په شرح فقه اکبر کې ليکلي دي د ايمان د ماتوونکو شيان پيژندل واجب دي .

شيخ عبدالرحمن په فتح المجيد وايي :”فلا يأمن من الوقوع في الشرك إلا من هو جاهل به”

يعنې : څوک چې شرک ونه پيژني هغه په شرک باندې د اخته کېدو نه په امن کېدای نشي .

۲- د شرک څخه د خلکو منع کول .

ځکه علم پخپل ذات کې امانت دی چې نورو ته به رسول کيږي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ددې امت د علماؤ او ټولو مسلمانانو مسئوليت دی .

په شرک کې د اخته کېدو اسباب :

اول- د صالحانو په حق کې غلو :

د صالحو کسانو په حق کې غلو، يعنې د حد څخه تېرېدل داسې چې د شرعی خلاف د هغه د حد څخه زيات صفت ، پاکې او تقدس کول .

مونږ ته چې اسلامي شريعت د صالحو کسانو حد را ښودلی دا دی چې : د هغوی سره د الله تعالی پخاطر دوستي او محبت وساتو ، د هغوی سره د الله تعالی پخاطر ملګري او د هغوی سره په نيکو کارونو کې يو د بل مدد کول وکړو .

ددې څخه علاوه د صالحو کسانو په حق غلو کولو څخه اسلامي شريعت منع کړي يو ځکه د پخوانيو امتونو د هلاکت يوه وجه دا ؤ چې د صالحو کسانو په باره کې غلو اختيار کړه .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَهْل الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ]

ژباړه : ای اهل کتابو ! پخپل دين کې له پولو مه اوړئ او الله ته پرته له حقو خبرو د بل څه نسبت مه کوئ يقيناً خبره همدا ده چې مسيح عيسی د مريمې زوی او د الله رسول دی هغه کلمه يې ده چې مريمې ته يې ورکړې او د الله له لوري روح وو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إياكم والغلو، فإنما أهلك من كان قبلكم الغلو» (رواه الإمام أحمد والترمذي).

ژباړه: پرهيز وکړئ تاسې له غلو ، ځکه چې د تاسې نه مخکې چې وو هغوی د دغه غلو په وجه هلاک شوی وو .

په صحيح البخاري کې د ابن عباس رضی الله عنهما روايت نقل شوی دی چې : الله سبحانه وتعالی فرمايلي :

[وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ ولَا تَذَرُنَّ وَدًّا ولَا سُوَاعًا ولَا يَغُوثَ وَيعُوقَ وَنَسْرًا * وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا] (نوح: ۲۳، ۲۴).

ژباړه :او يې ويل : بايد خپل خدايان پرې نږدئ ، بايد ود ، سواغ ، يغوث او يعوق او يسر بتان پرې نږدئ . او په تحقيق چې ډير يې بې لارې کړل .

ابن عباس رضی الله عنه چې د امت ستر عالم او د قرآن ترجمان دی وايي : ود ، سواع ، یغوث ، يعوق او نسرا د نوح عليه السلام د قوم صالح کسان وو ، چې هغوی د دغو کسانو په حق کې غلو وکړه د شيطان د وسواسو په وجه يې د هغوی د مجسمو لمانځنه او عبادت کولو .

نو ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته وصيت کړی دی چې زما قبر د عبادت ځای مه ګرځوئ او الله تعالی ته يې داسې دعا کړې ده :

«اللَّهمَّ لا تجعل قبري وثنًا يُعبد»

ژباړه : ای الله ! زما قبر بت او د عبادت کولو ځای مه ګرځوه .

او ددې عمل په وعيد کې فرمايي : «اشتد غضب الله على قوم اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد».

يعنې : سخت شو ی عذاب د الله تعالی په هغه قوم باندې چې د انياؤ قبرونه يې مسجد ګرځوی دی .

نن عصر کې هم د قبرونو عبادات او د جاهليت د وخت شرکي اعمال رواج لري .

د مثال په توګه : ځينې چې کله ناوی کور ته وړي لومړی يې د مزار د روضی څخه چاپيره طواف ورکوي تر څو د دوی په ګمان مبارکه شي ، دا عمل که د تعظيم لپاره وي شرک دی .

او ځينې کسان خپله ناوې د غزني په زيارتونو ګرځوي او ناوې پخپل لاس د زياتونو منجورانو ته قلنګ ورکوي ، او همدارنګه په ډيرو سيمو کې د ناوې سورلی د ذبحه کړي چرک يا څاروي په وينه رنګوي چې د دوی په اصطلاح مبارک شي ، دا کار هيڅ اصل نلري تبرک غير مشروع دی چې بيان يې وروسته را روان دی .

دوهم – د شرکي خبرو او اقوالو څخه پرهيز :

د شرک ځينې اقوال او خبرې په لاندې ډول دي :

۱- د ډيرو قسمونو يادولو څخه پرهيز کول .

۲- زماني ته د ښکنځل کولو څخه پرهيز :

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «قال الله -تعالى- يؤذيني ابن آدم، يسب الدهر » (رواه البخاري) .

ژباړه : الله تعالی فرمايي : د آدم بچيه ما ته ضرر رسوي هغه دا چې زمانې ته ښکنځل کوي .

په نورو احاديثو کې باد او نور ياد شوي دي يعنې : ورځې ، شپې ، باد ، باران او نورو ته بد ويل اصلاً الله جل جلا له ته بد ويل دي (الغياذ بالله) ځکه چې دا هر څه د هغه (جل جلاله) په امر چليږي .

۳- السلام علی الله ويل غلط دي :

السلام علی الله ويل علظ دي او ددې قول څخه رسول الله صلی الله عليه وسلم منع فرمايلي دي ده .

فرمايي : «لا تقولوا: السلام على الله فإن الله هو السلام» (متفق عليه) .

يعنې : تاسې مه واياست چې : السلام علی الله ( سلامتيا د وي پر الله ) پس يقيناً چې الله تعالی السلام (سالم او سلامت دی ) .

۴- داسې ويل چې ان شاء الله ، الله به دې وبښي غلط دي :

داسې ويل چې : اللهم اغفرلي ان شئت او ځينې خلک وايي : جزاک الله خيراً ان شاء الله ، يا داسې الله به تا ته ان شآء الله بښنه وکړي ، داسې ويل ځکه علظ دي چې الله تعالی د بښنې او جزا څخه عاجز نه دی او د خالص يقين سره ټکر دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

: «لا يقل أحدكم: اللَّهمَّ اغفر لي إن شئت، اللَّهمَّ ارحمني إن شئت» (متفق عليه ) .

يعنې : د تاسې څخه دې څوک نه وايي چې : ای الله ما ته بښنه وکړه که د اراده او خوښه وي ، او په ما باندې رحم وکړه که دې اراده او خوښه وي .

۵- ملک الملوک ، قاضی القضاة ، شاهنشاه نومونو څخه پرهيز :

د ملک الملوک ( د پاچاهانو پاچا ) يا شاهنشاه ، قاضی القضاء ( د قاضيانو قاضي ) ، سلطان السلاطين ( د پاچاهانو سلطان ) او داسې نور نومونه ايشودل د مخلوق له شانه سره نه لګي ځکه چې دا نمونه د الله د ستر مقام لپاره خاص دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : : «إن أخنع اسم عند الله ، رجل تسمى ملك الأملاك»

ژباړه : د الله تعالی په نزد ذليل ترين نوم هغه دی چې يو سړي نوم ملک الاملاک وي يا په دې نومول شوی وي .

سفيان وايي : “مثل شاه شاه” يا شاهنشاه يعنې يوازې ملک املاک ته خاص نه بلکي هر هغه صفت چې الله تعالی ته خاص وي د داسې نوم او لقب ايښودل حرام دي په حديث شريف په دې باره داسې وعيد ذکر شوی دی : «أغيظ رجل على الله يوم القيامة وأخبثه»(متفق عليه ) .

يعنې : ( دغو لقب واله ) سړي ته به الله تعالی د قيامت په ورځ په غضب وي او هغه به بد ګڼې .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email