د توحيد او ايمان نواقص

د توحيد او ايمان ضد شرک او کفر دی

شرک

د شرک تعريف :

شرک د الله تعالی سره په عبادت کې شريک اختيارول هغه چې په هره طريقه وي او هر قسم فعلي ، قولي او قلبي عبادت کې وي شرک بلل کيږي او يا غير الله د الله تعالی سره برابرول کوم چې الله تعالی پیدا کړي دي .

د شرک په هکله الله تعالی ډیر ټینګار کړې دی چه بنده ورڅخه ځان وژغوري، او کنه نو دغه ګناه په دنیا کښی له توبی پرته د بخښنې هیڅ لار نه لري، بلکه مشرک سړې که بی توبی مړ شي نو ابدي او تل ترتله به د دوزخ په اور کښی وي، له همدې کبله د قرآنکریم په متعددو آیاتونو کښی ورڅخه خپل بندګان ویرولي دي، او ورڅخه یي منع فرمایلی ده، لکه چه الله جلَّ جلاله فرمایي:

[وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا] (النساء: ۳۶).

ژباړه: عبادت او بندګي وکړﺉ یواځې د الله تعالی، او د الله تعالی سره هیڅ شې شریک او برخمن مه منئ.

شرک په دوه قسمه دی شرک اکبر او شرک اصغر

شرک اکبر :

شرک اکبر (لوی شرک) ، د الله تعالی سره په عبادت کې د غير الله شريکولو ته شرک اکبر وايي چې د توحيد او ايمان د بطلان سبب ګرځي او مرتکب يې د اسلام له دائرې څخه خارجيږي .

لکه : د غير الله عبادت ، د غير الله څخه غوښته او دعا ، د غير الله لپاره ذبح ، د غير الله لپاره نذر کول .

د غير الله مطلب دا دی چې د الله تعالی پرته هيڅ څوک د عبادت لائق نه دي ځکه د توحيد کلمې (لا اله الا الله ) همدا مقصد دی چې پرته له الله تعالی څخه د هيچا هغه که پيغمبر وي ، ولي وي ، ملائکه وي، کوم صالح کس وي او بل څوک او بل شی وي عبادت کول يې شرک اکبر دی .

دا عبادت که قولي وي فعلي وي او قبلي وي شرک بلل کيږي .

چې مهم اقسام يې دا دي :

۱- د غوښتنې ، مدد او دعا شرک ، لقوله سبحانه وتعالی : [فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ] (سورة العنكبوت: ۶۵).

ژباړه : او کله چې مشرکان په کښتۍ کې سپاره شي نو له الله نه پداسې توګه غوښتنې کوي چې د هغه سوچه دين يې خپل کړی وي ، خو چې الله يې وچې ته وباسي بيا نو شريکان نيسي .

۲- د اطاعت او عبادت شرک ، لقوله سبحانه وتعالی :[اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا إِلَهاً وَاحِداً لا إِلَهَ إِلا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ] “سورة التوبة: الآية31”.

ژباړه: هغوی خپل علماء او راهبان او د بی بی مريمې ځوی عيسی له الله نه پرته خپل باداران نيولي وو .په داسې حال کې چې هغوی ته پرته له دې چې د يو الله عبادت وکړي د بل څه امر نه ؤ شوی . د عبادت وړ يوازې همغه يو ذات دی . الله له هغه څه نه پاک دی چې هغوی يې ورسره شريکوي .

۳- د محبت پر ځای د اسلامي شعائرو سره بعض اوکينه چې د محبت غير الله شرک بلل کيږي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبّاً لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ] (سورة البقرة ) .

ژباړه :او ځېنې خلک داسې هم شته چې د الله پرته نور شيان شريکان نيسي او مينه کوي د هغوی سره ، له هغوی سره دومره مينه کوي چې بايد يوازې له الله سره شوی وای او مؤمنان له الله سره کلکه مينه لري .

د الله تعالی پرته د بل چا عبادت کول او الله تعالی سره د بل چا برابرول په ربوبيت ، الوهيت او اسماء او صفاتو کې ستر ظلم دی .

[ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ] (لقمان:۱۳).

ترجمه: بیشکه شرک ډیر لوی ظلم دی.

او که څوک د شرک په حالت کې مړ شي توبه ونباسي په هغه باندې جنت حرام دی .

[إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ] (المائدة:۷۲ ).

ترجمه:يقيناً شان دا دی چه هر چا شرک وکړ او برخمن یي ومنلو د الله تعالی سره، نو یقیناً حرام کړ الله تعالی پر ده باندې جنت، او ځای د بیرته ورتللو د ده اور دی او نشته ظالمانو مشرکانو ته هیڅ مرسته کونکی.

الله تعالی د شرک څخه پرته ټول ګناهونه بښې چا ته يې چې خوښه شي مګر شرک نه بښي .

[إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً بَعِيدًا] (النسآء:۱۱۶).

ترجمه: بې شکه الله جلّ جلاله نه بخښي دا کار چه شریک وګڼل شي د الله تعالی سره، او بخښنه کوي د هغه ګناه چه راښکته وي له شرک څخه، او هغه چا چه شرک وکړ له الله تعالی سره نو یقیناً ګمراه شو په ګمراهۍ لری سره له حق نه .

په رښتيا هم چې شرک او د غير الله عبادت کول د بنده د پاره ډير ستر ظلم دی ځکه الله تعالی انسان پيدا کړی دی ، هغه ته روزي ورکوي او د هغه په ملک او هستۍ کې اوسيږي او د پيداښت مقصد يې دا دی چې يوازې د الله تعالی عبادت وکړي نه د مخلوق .

الله سبحانه وتعالی د مشرکانو مثال بيانوي چې :

[إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لاَّ يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ] (الحج: ۷۳ ) .

ژباړه :يقيناً کوم څيزونه چې تاسې پرته له الله نه رابولئ ، که ټول سره را ټول شي يو مچ نشي پيدا کولی . بلکي که مچ له هغوی څخه څه پورته کړي دوی يې خلاصولی ترې نه شي . نو غوښتونکی او هغه چې غوښتنه ترې کيږي دواړه بې وسه دي .

يعنې : دا خو پرېږه چې يو مچ هم نشی جوړولای خو که د دوی د بتان څخه چې دوی يې عبادت کوي کچېرې مچ څه شي وتښتوي دوی يې نشي ورڅخه اخيستلای .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email