ایا ږیزه خریونکی امامت کولی شي دایمي کنه او که کولی شي په کوم دلیل او کنه نشي کولی په کوم دلیل

ځواب په تمه مو

وزیر ځدراڼ جرمني میونیخ ښار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په فاسق کس پسې لمونځ کول مکروه دي.

قال فی التنوير : ويکره امامة عبد واعرابی وفاسق الخ وفی الشامية : بل مشی فی الشرح المنية علی ان کراهية تقديمه کراهة تحريم (باب امامة // 559/560 ط سعيد)

أَمَّا الْفَاسِقُ وَالْمُبْتَدِعُ فَلا تَخْلُو إِمَامَتُهُمَا عَنِ الْكَرَاهَةِ بِحَالٍ ، حَتَّى صَرَّحَ بَعْضُهُمْ بِأَنَّ كَرَاهَةَ تَقْدِيمِهِمَا كَرَاهَةُ تَحْرِيمٍ (موسوعة الفقهية ۶/۲۱۲ ، حايشه ابن عابدين ۱/۳۷۶)

فاسق هغه کس ته وايي چې د الله تعالی ځينې اوامر يې تر پښو لاندې کړي وي ، په کبيره ګناه باندې مرتکب شوی وي او يا په صغيره ګناه باندې هميشه والی کوي .

سوال دا دی چې ږيره خريل کبيره ګناه ده ؟ په دې کې اختلاف دی خو د جمهورو قول دا دی چې ضعيره ده مګر په ضعيره ګناه هميشه والی فسق دی .

نو ويلای شو چې په ږيره خريلي امام پسې لمونځ کول د جمهورو ( الحنيفه ، مالکيه ، شافعيه ) په نزد مکروه دي مګر د امام احمد په نزد جواز نلري .

جاء في فتاوي الشبکة الاسلامية :

فذهب جمهور العلماء إلى أن الأعلم هو الأحق بالإمامة من الأقرأ، وذهب الحنابلة إلى أن الأقرأ هو الأولى. لكن إذا كان الأعلم فاسقا، فالجمهور على كراهة الصلاة خلفه، وذهب الحنابلة وهو قول في مذهب المالكية، إلى عدم جواز الصلاة خلفه. والفاسق هو: فاعل الكبيرة أو المداوم على الصغيرة، والسؤال هنا: هل حالق اللحية فاسق؟ والجواب: أن في حلق اللحية قولين: فالجمهور على التحريم، وأنه صغيرة، والشافعية على الكراهية، والمُفتَى به في الشبكة هو مذهب الجمهور، وعليه، فالمداوم على حلق اللحية فاسق تكره الصلاة خلفه على مذهب الجمهور، وتحرم على مذهب الحنابلة.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښو

Print Friendly, PDF & Email