په خوب کی غسل اوختلو حکم څه دی ؟

بی بی فاطمه

ځواب

سم الله الرحمن الرحيم

هو ښځه هم ځنې وخت د نر په شان په خوب کې احتلام کوي د امه سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې  ام سليم وويل (يا رسول الله إن الله لايستحي من الحق، فهل علي المرأة غسل إذا احتلمت؟ قال نعم إذا رأت الماء) يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د حق له بيانولو شرم نه کومه ، آيا ښځه چې کله احتلام شي پر هغه باندې غسل واجبيږي ؟ ويې فرمايل هو کله چې د مني اوبه وويني (متفق عليه ) .

ويشترط عند الحنفية في المني الموجب للغسل: إنزاله على وجه الدفق والشهوة من الرجل والمرأة حالة النوم واليقظة (فقه الاسلامي وادله ) .

په احتلام باندې د غسل د وجوب شرط دا دی چې شهواني خوب وويني او يا يې خوب له ياده ووځي خو په جامه باندې يې د مني د وتلو اثرات وي نو غسل ورباندې فرض دی ، مګر که خوب يې ليدلی وي خو د مني د وتلو هيڅ اثرات نه وي غسل نه ورباندې واجبيږي (بدائع الصنائع ۱/ ۳۷ ) .

مني : هغه سپيني ټنکې ، سريښناک اوبه دي چې د نارينه او ښځې د شرمګاه نه په شهوت او توپ سره وځي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email