تعريف :عقيقه د ماشوم او ماشومې د زږېدنې په نعمت باندې الله تعالی ته د شکر ادا کولو په نيت په خاصو شرعي شرائطو ذبحه ته عقيقه وایي .

دعقيقه حکم :

جناب نبی کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « كل غلام رهينة بعقيقته تُذبح عنه يوم سابعه ….» ( رواه الترمذي :۱۵۲۲، وأبو داوود :۳۸۳۸) .

ژباړه: هر نوی زږيدلی د هغه د عقيقې په خاطر ګرو دی ، چې بايد په اومه ورځ د هغه د عقيقې ذبح وشي .

عقيقه د احنافو په نزد مستحب ده (مختصر الطحاوي ص ۲۹۹، العقود الدرية في تنقيح الفتاوى الحامدية ۲/ ۲۱۲) .

و يستحب لمن ولد له ولدان يسمه يوم اسبوعة و يحلق راسه و يتصدق عند الائمة الثلاثة ، و عقيقة اباحة علی ما فی جامع المحبوبی و تطوعاً ما فی شرح الطحاوية و سنتها الشافعی و احمد سنة مؤکدة (ردالمختار ، کتاب الاضحية ۶/۳۳۶ ) .

د امام احمد او امام شافعی په نزد سنت مؤلد ده (الموسوعة الفقهیة ۳۰/۲۷۶).
د عقيقې وخت :

مستحب دا ده چې په اومه ورځ  د ماشوم عقيقه ، د سر د ويښانو خريل وشي او همدارنګه د هغه د پاره نوم وټاکل شی .

جناب نبی کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي :  ” كل غلام رهينة بعقيقته تُذبح عنه يوم سابعه ، ويُسمى فيه ويُحلق رأسه » (رواه الترمذي وأبو داوود ).

د دريو امامانو په نزد مستحب دا ده چې په اومه ورځ د ماشوم عقيقه ، نوم ټاکل او د سر د ويښانو خريل تر سره شي (کفايت المفتي ج ۸ ص ۲۴۹ – درالمحتار کتاب الاضحية ۶ / ۳۳۶ ) .

د عقيقې شروط :

د عقيقې د ذبحې د څاروي لپاره هغه شرايط دي کوم چې د قربانۍ لپاره دي .

عقيقيه د غوايې ، اوښ ، پسه ، څرلي صحيح کيږي ، د چرګ ، مرغه او نورو نه صحيح کيږي .

يُجْزِئُ فِي الْعَقِيقَةِ الْجِنْسُ الَّذِي يُجْزِئُ فِي الأُضْحِيَّةِ ، وَهُوَ الأَنْعَامُ مِنْ إِبِلٍ وَبَقَرٍ وَغَنَمٍ ، وَلا يُجْزِئُ غَيْرُهَا ، وَهَذَا مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ بَيْنَ الْحَنَفِيَّةِ ، وَالشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ ، وَهُوَ أَرْجَحُ الْقَوْلَيْنِ عِنْدَ الْمَالِكِيَّةِ (موسوعة الفقهية ) .

غوره دا ده چې د هلک لپاره دوه پسونه يا دوه څرلي او د نجلۍ لپاره يو پسه او يا يو څرلي ذبحه شي .

په دليل د دغه حديث : «عن الغلام شاتان وعن الجارية شاة».

او د هلک او نجلۍ دواړو لپاره يو يو پسه او يا څرلی ذبح کول هم جايز دي .

په دليل د دغه حديث : «عق عن الحسن والحسين عليهما السلام كبشاً كبشاً» (رواه أبو داود، والنسائي).

د (شاة) اطلاق په دواړو پسه او څرلي باندې دی. .

د عقيقې د غوښې حکم :

د جمهورو فقهاؤ په نزد د عقيقې د غوښي پخول مستحب دي .

د عقيقې د خوښې خپله خوړل ، صدقه کول ، خپلوانو ته ډوډۍ ورکول جايز دي .

ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى أَنَّهُ يُسْتَحَبّ طَبْخُ الْعَقِيقَةِ كُلِّهَا حَتَّى مَا يُتَصَدَّقَ بِهِ مِنْهَا لِحَدِيثِ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا : ” السُّنَّةُ شَاتَانِ مُكَافِئَتَانِ عَنِ الْغُلامِ وَعَنِ الْجَارِيَةِ شَاةٌ ، تُطْبَخُ جُدُولا وَلا يَكْسِرُ عَظْمًا ، وَيَأْكُلُ وَيُطْعِمُ وَيَتَصَدَّقُ وَذَلِكَ يَوْمَ السَّابِعِ ( موسوعة الفقهية ۳۰/۲۷۶ ) .

د عقيقې ځينې فوائد :

۱- د الله تعالی اطاعت او د نوي مولود لپاره د خير او برکت جلبول او د نبوي صلی الله عليه وسلم د سنتو را ژوندي کول .

۲- د عقيقې د وليمې د دعوت له لارې د ماشوم د پيداښت د خبر خپرېدل .

۳- سخاوت او د بخل څخه پرهيز .

۴- د عقيقې خوراک ته د خپلوانو او ګاونډيانو دعوت او په دې سره د خپلوی زياتېدل .

۵- ماشوم په عقيقې سره ګروه وي او د عقيقې په ادا کولو سره خلاصيږي چې د ګروی څخه مطلب د والدينو شفاعت کول دي .

(تربيه الطفل في الاسلام / سيما راتب ص ۱۳ ، تحفة المودود بأحكام المولود/ ابن قيم ص ۵۹ ).

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email