د رمضان په مياشت كي دشپي لخوا چي كله خپلي ښځې سره همبستري وكري اوغسل پري واجب شي.آياغسل ځنډول يي جائزدي د سهار ترلمانزه پوري؟ ستاسو د جواب په تمه

مسافر – سعودي عربستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غسل ځنډول د لمانځه تر وخته پورې څه شرعي ممانعت نلري ، همدارنګه په روژه کې غسل کول ، لامبو وهل او په سخته ګرمۍ کې د جامو لمدول روژې هيڅ نقصان نلري .

ما لا يفسد الصوم عند الحنفية:

الاغتسال أو السباحة، أو التلفف بثوب مبتل، للتبرد لدفع الحر، وإدخال عود إلى الأذن (فقه الاسلامي وادله / دوکتور زحيلي ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email