زمونږ په نزد په موزو باندې مسحه ، په رمضان کې د تراويح لمونځ کول سنت مؤکد دي ، او په هر متقي او فاجر پسې اقتدا کول صحي دي .

والمسحُ على الخفينِ سنةٌ، والتراويحُ في شهرِ رمضانَ سنةٌ. والصلاةُ خَلفَ كلِّ بَرٍ وفاجِرٍ من المؤمنينَ جائزةٌ ( فقه اکبر/ ابوحنيفه رحمه الله) .

د موزو د مسحې مسئله ځکه د عقائدو په کتابونو کې ذکر شوی ده چې دا د اهل سنت و الجماعت عملي نښه ده او په دې سره يې له له نورو ډلو فرق کيږي او اهل سنت والجماعت په دې باندې ايمان لري .

دوکتور سهل العتبي په عقيده الاکادية الاسلامي کې ليکي :

ونرى المسح على الخفين، والصلاة خلف الأمراء، أبراراً كانوا أو فجاراً، فيذكرون هذه الفروع الفقهية لأجل ذكر ما يميز أهل السنة عن غيرهم، وإلا فهذه الفروع الأصل أنها تبحث في كتب الفقه، وذكروها في كتب العقائد؛ لأنها أصبحت صفات عملية تميز أهل السنة عن غيرهم

Print Friendly, PDF & Email