دآنلاین اسلامي لارښود محترمو چلونکو!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یوه پوښتنه مو درلوده هغه داچې داسلام له نظره دخوب وختونه کوم او موده ئې څومره ده؟ستاسو دځواب په انتظار

محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د خوب ډولونه :

اول – واجب خوب :

واجب خوب هغه اندازه خوب دی چې د هغه پرته انسان ديني او دنيوي واجبات نشي تر سره کولای . يعنې په شپه او ورځ کې چې انسان ته په صحي توګه څومره خوب ضرور دی هغه خوب شرعاً واجب دی .

النَّوْمُ الْوَاجِبُ : هُوَ مَا يَسْتَطِيعُ الْمَرْءُ بِهِ أَدَاءَ وَاجِبٍ دِينِيٍّ أَوْ دُنْيَوِيٍّ ، فَمَا لا يَتِمُّ الْوَاجِبُ إِلا بِهِ فَهُوَ وَاجِبٌ (موسوعة الفقهية ) .

دوهم – مستحب خوب :

که کله سړي ته د لمونځ او تلاوت پر مهال خوب ورځي نو مستحب ده چې څه خوب وکړي او بیا لمونځ ( د تهجد لمونځ او نور ) او يا تلاوت وکړي تر څو پوه شي چې څه وايي . همدارنګه د قيلوله خوب چې د ورځې په وسط يا غرمه مهال وي مستحب دی .

النَّوْمُ الْمُسْتَحَبُّ : هُوَ نَوْمُ مَنْ نَعِسَ فِي صَلاتِهِ أَوْ قِرَاءَتِهِ لِلْقُرْآنِ وَنَحْوِهِمَا ، فَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَنَامَ حَتَّى يَدْرِيَ مَا يَقُولُ أَوْ يَفْعَلُ . وَمِنَ النَّوْمِ الْمُسْتَحَبِّ الْقَيْلُولَةُ فِي وَسَطِ النَّهَارِ (موسوعة الفقهية ) .

دريم – حرام خوب :

کله چې د لمانځه وخت داخل شي او ده ته علم وي چې خوب مې وړي او وخت تنګ وي نو په دغه وخت کې خوب کول حرام دي ځکه د لمانځه د قضاء کېدو سبب ګرځي .

النَّوْمُ الْحَرَامُ هُوَ النَّوْمُ بَعْدَ دُخُولِ وَقْتِ الصَّلاةِ وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ يَسْتَغْرِقُ فِي النَّوْمِ الْوَقْتَ كُلَّهُ ، أَوْ يَنَامُ مَعَ ضِيقِ الْوَقْتِ (شرح الصغير – موسوعة الفقهية ) .

څلورم – مکروه :

په لاندې ځايونو او وختونو کې خوب کول مکروه دي :

د مازديګر د لمانځه وروسته خوب کول .

د لمونځ کوونکي مخې ته خوب کول .

په لومړي صف کې خوب کول .

په محراب کې خوب کول .

په داسې سطح خوب کول چې ديوال او مانع نه وي د لوېدو او سقوط وېره وي ځکه چې په دې باره کې په حديث شريف کې منع راغلی ده .

پرمخې خوب کول داسې خوب هم په سنتو کې منع دی ، الله تعالی يې بد ګڼې .

په داسې حالت کې بېده کېدل چې لاسونه يې غوړ وي او مينځلې يې نه وي ځکه چې د مرض سبب ګرځې په سنتو کې ددې څخه منع شوې ده .

د عرفات پر مهال خوب کول ځکه چې دا وخت د تضرع او توبې دی .

د سهار د لمانځه وروسته خوب کول ځکه چې دا وخت د زرق او نفقې د تقسيم وخت دی .

په کور کې یوازې خوب کول ځکه د يوازې خوب کولو او يوازې سفر کولو څخه په سنتو کې منع شوي ، که ضرورت وي باک نلري .

ويښ بيده حالت کې خوب هم مکروه دی ځکه دا د مروة خلاف دی داسې چې نيم بيده او نيم ويښ وي سر يې کله يو طرف ته ځي او کله بل طرف ته .

النَّوْمُ بَعْدَ صَلاةِ الْعَصْرِ ، وَالنَّوْمُ أَمَامَ الْمُصَلِّينَ ، وَالصَّفِّ الأَوَّلِ ، أَوِ الْمِحْرَابِ ، وَالنَّوْمُ عَلَى سَطْحٍ لَيْسَ لَهُ جِدَارٌ يَمْنَعُهُ مِنَ السُّقُوطِ ، لِنَهْيهِ عَلَيْهِ الصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَنْ ذَلِكَ وَلِخَشْيَةِ أَنْ يَتَدَحْرَجَ فَيَسْقُطَ عَنْهُ .

وَمِنَ النَّوْمِ الْمَكْرُوهِ : نَوْمُ الرَّجُلِ مُنْبَطِحًا عَلَى وَجْهِهِ فَإِنَّهَا ضِجْعَةٌ يُبْغِضُهَا اللَّهُ تَعَالَى ، وَالنَّوْمُ وَفِي يَدِهِ رِيحُ لَحْمٍ وَنَحْوِهِ ، وَالنَّوْمُ بِعَرَفَاتٍ وَقْتَ الْوُقُوفِ لأَنَّهُ وَقْتُ تَضَرُّعٍ ، وَالنَّوْمُ بَعْدَ صَلاةِ الْفَجْرِ لأَنَّهُ وَقْتُ قِسْمَةِ الأَرْزَاقِ ، وَنَوْمُهُ تَحْتَ السَّمَاءِ مُتَجَرِّدًا مِنْ ثِيَابِهِ مَعَ سَتْرِ الْعَوْرَةِ ، وَنَوْمُهُ بَيْنَ مُسْتَيْقِظِينَ لأَنَّهُ خِلافُ الْمُرُوءَةِ ، وَنَوْمُهُ وَحْدَهُ فِي بَيْتٍ خَالٍ لِحَدِيثِ ابْنِ عُمَرَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا – : ” نُهِيَ عَنِ الْوَحْدَةِ : أَنْ يَبِيتَ الرَّجُلُ وَحْدَهُ أَوْ يُسَافِرَ وَحْدَهُ ” (برنامج موسوعة الفقهية ۴۲/۱۸)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email