د امانت او قرض د پيسو زکات څنګه ادا کيږي ؟

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله تعالی دی وکړی چی تاسی ټول روغ رمټ او خشحاله وخت ولری .
او له تاسی څخه یو نړۍ مننه چی زمونږ سوالو ته مو همیشه ځوابونه راکړی مونږ به ستاسی دا احسان هیڅ کله هیر نکړو .
زمونږ یو ورور دا پوښتنه لری که یی
زر راته ځواب راکړی مننه !

سوال
که زحمت نکیږی مکمل معلومات ولیکی چی په کومو پیسو زکات کیږی
کومی پیسی چی تا قرض حسنه ورکړی وی یا دی امانت کوم ځی کی یخی وی او فعلاً تا سره موجود نوی په هغه پیسو هم زکات کیږی
هغه پیسی چی د امانت کوم ځای کی یخی دی تیر کال د زکات ورکړی وی بیا به هم زکات ورکوی ‌‌‌‌‌‌ډیره مننه ستاسو د ځواب په انتظار


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې نغدې پيسې يا تجارتي اموال لکه : دوکان ، درملتون او نور نصاب ته ورسيږي او کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

د نغدو پيسو او تجارتي مالونو زکات د سپينو زرو د نصاب له مخې ټاکل کيږي ځکه دا نصاب نظر سرو زرو ته اقل او لږ دی .

د سپينو زرو نصاب (595) ګرامه دی .

د امانت پيسې داسې دي لکه په خپل لاس کې ، که چا په بانک کې يا د بل چا سره امانت پيسې ايښې وي او يا په کور کې ورسره وي او يا يې چا ته مضاربت ورکړې وي نصاب ته رسيدلي وي او کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

د زکات اندازه (2.5% ) يا څلويښتمه حصه ده .

د قرض زکات :

هغه قرض چې ادا يې يقيني وي په هغه باندې زکات دی او هغه قرض چې ادا يې يقيني نه وي زکات ورباندې نشته کله چې ادا شي د ټولو کلونو زکات به ورکوي .

تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/8653

أما الوديعة فهي بمنزلة ما في يده، لأن الوديع نائب عن المودع في حفظه، ويده كيده، ويزكيه لما مضى؛ لأنه مملوك له يقدر على الانتفاع به، فلزمته زكاته كسائر أمواله.
والخلاصة: إن كان الدين حياً: وهو ما كان الدين معترفاً به مستعداً لسداده في وقته أو عند طلبه، فعند جمهور الأئمة: على الدائن زكاته. وإن كان الدين على معسر لا يرجى منه السداد، أو على مماطل أو جاحد له، غير معترف به، فعند أكثر الأئمة: لا زكاة فيه (فقه الاسلامي و ادله ) .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً