د امام ابو حنيفه رحمه الله په نزد ايمان زيادت او نقص نه مني د ځمکې او آسمان د اهل ايمان يو شان ثابت دی ځکه د نقصان تصور نه کيږي مګر په زيادت د کفر سره او د زيادت تصور نه کيږي مګر د کفر په نقصان سره نو څنګه به جايز وي چې يو کس په يو وخت کې مؤمن او کافر شي (فقه اکبر –اصول الدين عند ابی حنيفه ص ۳۸۹) .

لقوله سبحانه وتعالی : [شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحاً وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ] ( سورة الشورى) .

ژباړه :او تاسې ته يې هغه دين درکړی دی چې نوح ته يې پرې حکم کړی وو ، (ای محمده!) اوس مې تاته وحی کړی ده او ابراهيم ، موسی او عيسی ته مې هم پرې امر کړی ؤ . او هغه دا چې دين سم ودروئ او اختلاف پکې مه کوئ .

يعنې د مؤمن به شيان له مخې ايمان زيات او کم نشي کېدای بلکي د يقين له مخې زيادت او کموالی کوي .

و جاء في الفقه الأكبر قول الإمام أبي حنيفة: “وإيمان أهل السماء والأرض لا يزيد ولا ينقص من جهة المؤمَن به، ويزيد وينقص من جهة اليقين والتصديق، والمؤمنون مستوون في الإيمان والتوحيد، ومتفاضلون في الأعمال (فقه اکبر – اصول الدين ۱/۳۹۰ )

لکه د ابراهيم عليه السلام قصه :

[وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِـي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى وَلَـكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ] (البقره: ۲۶۰ ) .

ژباړه: او (ای محمده ! ) هغه وخت ياد کړه چې ابراهيم وويل : ای زما ربه ماته وښیه چې تاسې څنګه مړي ژوندي کوئ ؟ الله پاک وفرمايل : آيا ستا لا باور نشته ؟ ابراهيم وويل : هو باور مې پوره شته خو پوښتنه مې ددې لپاره ده چې زړه مې مطمئن شي . الله پاک وفرمايل څلور مرغان ونيسه ځان ته يې را نږدې کړه بيا د جلا جلا غرونو په څوکو د مرغانو جلا ، جلا برخې کېده . بيا ټول (بيل ، بيل ) راوبله تاته به ټول مرغان په منډه راشي او پوه شه چې الله پاک په هر څه برلاسی زوره ور او د پوره حکمت والا دی .

د دغه آيت شريف [وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ] (سورة الأنفال: الآية2) .

ابن جوزي رحمه الله پخپل تفسير کې ليکي :

وفي قوله: {زادتهم إيماناً} ثلاثة أقوال.
أحدها: تصديقاً، قاله ابن عباس. والمعنى: أنهم كلما جاءهم شيء عن الله آمنوا به فيزدادوا إيماناً بزيادة الآيات.
والثاني: يقيناً، قاله الضحاك.
والثالث: خشية الله، قاله الربيع بن أنس.

يعنې : په [زادتهم ايماناً ] کې دری اقوال دي :

اول : د ايمان د زيادت څخه مقصد تصديق دی چې دا قول د ابن عباس دی ، يعنې کله چې د الله تعالی د جانبه آيتونه نازليږي د دوی ايمان زياتيږي .

دوهم : یقين چې دا قول د ضحاک دی .

دريم : د الله تعالی څخه وېره چې دا قول د ربيه بن انس دی .

تفسير سيوطي ليکي :

وأخرج ابن جرير وابن أبي حاتم عن ابن عباس في قوله: {زادتهم إيماناً} قال: تصديقاً.
وأخرج ابن جرير وابن أبي حاتم وأبو الشيخ عن الربيع بن أنس في قوله: {زادتهم إيماناً} قال: زادتهم خشية.
وأخرج ابن أبي حاتم وأبو الشيخ عن مجاهد في قوله: {زادتهم إيماناً} قال: الإِيمان يزيد وينقص، وهو قول وعمل.
وأخرج أبو الشيخ عن سفيان بن عيينة قال: نطق القرآن بزيادة الإِيمان ونقصانه قوله: {زادتهم إيماناً} فهذه زيادة الأيمان، وإذا غفلنا ونسينا وضيعنا فذلك نقصانه.

شرح فقه اکبر ليکي :

د ايمان د زيادت او نقصان څخه د امام ابوحنيفه رحمه الله مقصد دا دی چې ايمان د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې زياتېدو ځکه په يو فرض پسې بل فرض نازلېدل او دا قول په تأويل د روايت د ابن عباس رضی الله عنه دی لکه څنګه چې په الکشاف له هغه نه روايت شوی : په رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی توحيد نازل شو ، کله مو چې د الله په توحيد ايمان راوړ ، د لمونځ ، زکات ، بيا حج او بيا جهاد حکم نازل شو نو زياد مو شو ايمان سره له ايمانه .

د ابي حنيفه د خبرې حاصل دا دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عصر وروسته د ايمان زيادت او نقصان تصور نشي کيدای او دا زيادت د د وحی د نزول پر مهال وو (شرح فقه اکبر / القاري مکي ص ۳۸۳ ) ، و الله سبحانه وتعالی اعلم بالصواب

شرح فقه اکبر زياتوي :

او ځينې محققين وايي : لکه قاضی عضد الدين :

تصديق زيادت او نقصان نه قبلوي بلکي قوت او ضعف قبلوي ، يعنې تفاوت او فرق د ايمان په قوت او ضعف کې دی ، د امت تصديق داسې نه دی لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم تصديق ، لکه ابراهيم عليه السلام چې وايي [وَلَـكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي] (البقرة :۲۶۰) .

کوم چې اختلاف دی نو هغه په تفاوت د ايمان کې دی چې هغه په سبب د کميت (ضعف او قوت ) او هر چې زيادت او نقصان دی هغه اکثراً د عدد لپاره استعماليږي او دا مذهب د امام الرازي او نورو دی او دغه اختلاف لفظي دی کوم چې د ايمان په تفسير کې دی (شرح فقه اکبر / قاري مکي ص ۳۸۵) .

همدارنګه قاري مکي په شرح فقه اکبر کې ليکي :

پوه شه چې دا مشهور حديث « ان الايمان قول وعمل ، ويزيد و ينقص ، والايمان لا يزيد و لا ينقص »

غير صحيح دی فيروزآبادي په طراط المسقيم کې او امام ذهبي په ميزال اعتدال کې غير صحيح بللی دی او دا حديث چې ابن ماجه روايت کړي « الايمان عقد بالقلب ، و اقرار باللسان ، وعمل بالأرکان » ابن جوزي د وضع حکم ورباندې کړی دی .

او همدارنګه دا حديث چې ابو ليث سمرقندي روايت کړی چې « جاء وفد ثقيف الی رسول الله صلی الله عليه وسلم فقالوا: يا رسول الله الايمان يزيد وينقص ؟ فقال عليه الصلاة والسلام : لا ..»

شارح عقيده الصحاويه وايي د خپل شيخ عمادالدين بن کثير څخه مې ددې حديث په اړه پوښتنه وکړه ، ځواب يې را کړ چې ددې حديث اسناد د ابی الليث نه تر ابی مطيع پورې مجهول دي ، او دغه حديث احمد ، بخاري ، ابوداود ، نسائي ، دارقطني ابن حبان او نورو رحمهم الله تعالی ضعيف بللی دی او دوکتور محمد بن عبدارحمن الخميش په اصول الدين عند ابی حنيفه کې بې اصله بللی دی (شرح فقه اکبر /القاري مکي ص ۳۸۷ ، أصول الدين عند الإمام أبي حنيفة ۱/۴۱۳ ).

مګر د جمهورو (امام مالک ، امام شافعي او امام احمد رحمه الله عليهم ) په نزد په ايمان کې زيادت او نقصان راځي .

لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ] (سورة الأنفال: الآية2) .

ژباړه: یقيناً مؤمنان هغه کسان دي چې کله الله جل جلا له  ياد کړ شي د دوی زړونه له (الله ) څخه وېرېږي او کله چې د الله جل جلا له  آيتونه پرې ولوستل شي نو د دوی ايمان لا پياوړی کوي او دوی پر خپل رب توکل کوي .

د امام مالک رحمه الله څخه يو روايت داسې هم نقل شوی دی چې ايمان زيادت کوي لکن د نقصان په اړه يې توقف کړی دی ، ځکه د نقصان دليل په کتاب الله کې نشته .

عن الإمام مالك رحمه الله تعالى في مسألة زيادة الإيمان ونقصانه روايتان، قال في إحداهما: إن الإيمان يزيد أما النقصان فتوقف فيه وطلب من السائل أن يكف عن السؤال عنه، لأنه لم يجد عليه دليلا من كتاب الله ، قال ابن عبدالبر: (وقد روى ابن القاسم عن مالك أن الإيمان يزيد، ووقف في نقصانه (التهميد ۹/۲۵۲) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم بالصواب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email