د جومات پرته په کور کې جماعت کول څه حکم لري ؟

په جومات کې په جمع لمونځ کول د ځينو فقهاؤ په نزد واجب او د ځينو فقهاء په نزد سنت مؤکد دی ، تارک يې فاسق او ګنهکار دی .

ان صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم”. (رد المحتار: ۱/۳۳۷، البحر الرائق: ۱/۳۴۱) .

په جومات په جمع لمونځ کول لوی فضيلت لري .

تفصيل دلته وګرئ

https://dawat610.com/archives/10151

مسلمان ته نه ښايي چې د کوم شرعي عذر پرته د جماعت لمونځ ترک کړي

شرعي عذرونه دلته ولولئ .

https://dawat610.com/archives/309

مګر که څه شرعي عذر وي په کور کې تر تنها لمونځ کولو نه د جماعت لمونځ افضل دی په دليل د دغه حديث شريف :«صلاة الرجل مع الرجل أولى من صلاته وحده، وصلاته مع الرجلين أولى من صلاته مع الرجل… » ( احمد و ابن حبان ) .

يعنې : د دوو کسانو جماعت د تنها ګزار څخه غوره دی ، او دريو کسانو جماعت د دوو کسانو د جماعت څخه غوره دی .

همدارنګه د تروايح لمونځ په جومات کې په جمع کول سنت مؤکد دی ، چې د کور د جماعت څخه د جومات جماعت غوره دی .

په جلا اتاق کې چې د امام غږ اورېدل کيږي اقتداء صحي کيږي .

جاء في موسوعة الفقهية :

صرّح الحنفيّة والشّافعيّة، وهو رواية عن الحنابلة، بأنّه إذا كان بين الإمام والمأموم جدار كبير أو باب مغلق يمنع المقتدي من الوصول إلى إمامه لو قصد الوصول إليه لا يصحّ الاقتداء، ويصحّ إذا كان صغيراً لا يمنع، أو كبيراً وله ثقب لا يشتبه عليه حال الإمام سماعاً أو رؤيةً، لما روي أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم «كان يصلّي في حجرة عائشة رضي الله عنها والنّاس في المسجد يصلّون بصلاته»‏.‏

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 120 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً