صحابي هغه چا ته وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې ليدل او ملاقات شوي وي په هغه يې ايمان راوړی وي او د ايمان په حالت کې وفات شوی وي .

د صحابه کرامو په باره کې زمونږ عقيده دا ده چې ټول صحابه کرام عالان ، متقيان وو . مونږ د ټولو صحابه کرامو احرام کوو او د هغوی سره مينه لرو .

د صحابه کرامو سره مينه د ايمان او دين نښه او د هغوی سره بغض او دوښمني د بې دينی نښه ده ځکه الله تعالی له دوی څخه راضی او خوښ دی .

[ وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ] (التوبة:۱۰۰).

ژباړه : او هغه وړاندني اولني له مهاجرينو نه او له انصارو نه او (نور) هغه کسان چې متابعت کړی دی د دوی (سابقانو) په احسان او نيکۍ سره الله له دوی نه راضی دی او راضي شوی دي دوی له الله نه او الله تيار کړي دي دوی ته جنتونه چې بهيږي لاندې د هغه ويالې او دوی به هميشه په هغه کې وي او دا (رضا او نعمت ) بری دی ډير لوی .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه وروسته په خلکو کې افضل او بهتره ابوبکر صديق رضی الله عنه دی بيا عمر فاروق رضی الله عنه بيا عثمان رضی الله عنه او بيا علي رضی الله عنه دی .

وَأفضل النَّاس بعدَ رسولِ اللهِ صلى اللهُ تعالى عليهِ وسلمَ: أبو بكرٍ الصديقُ رضيَ اللهُ عنهُ، ثم عمرُ بنُ الخطابِ ثمَّ عثمانُ بنُ عفانَ ثم عليُّ بنُ أبي طالبٍ، رضوانُ اللهِ تعالى عليهِم أجمعين (فقه اکبر/ابی حنيفه)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email