د قيامت علامې کومې چې د قيامت په نږېوالي دلالت کوي په دوو برخو ويشل شوی دي وړې علامې او د قيامت لويې علامې او ددې علامو په اړه مونږ ته جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر راکړی او دا علامې ټولې په صحيحو احاديثو کې ثابتې شوی دي او دلته په لنډ ډول ځنې علايم ذکر کوو :

او دا د مؤثقې اسلامي منبع الاسلام سوال جواب –څخه نقل شوی دی :

اشراط الساعة الصغری (د قيامت وړې علامې) :

۱- د رسول الله صلی الله عليه وسلم  بعثت .

۲- د رسول الله صلی الله عليه وسلم رحلت .

۳- د بيت المقدس فتح .

۴- د مال زياتوالی او د خيرات او صدقاتو کموالی .

۵- د فتنو ښکاره کيدل ، د هغه څخه د هغه فتنو ظهور کوم چې د اسلام په ابتداء کې وو لکه : د عثمان رضی الله عنه شهادت ، د جمل او صفين جنګونه ، د خوارجو ظهور .

۶- د پيغمبرۍ د مدعيانو ظهور لکه : مسيلمة الکذاب ، الأسود العنسی او نور .

۷- په حجاز کې د اور ښکاره کيدل : علماء کرام وايي : دا اور په ۶۵۴ هجری کې مينځته راغلی وو او يو عظيم اور وو .

۸- د امانتونو ضايع ، هغه دا چې د خلکو امور به نا اهلو کسانو ته وسپارل شي چې هغوی به د خپل رعيت د امانت او مسئوليت څخه عافله او بې خبره او ضايع کونکي وي .

۹- د علم کموالی او د جهل او ناپوهۍ ښکاره کيدل ، د علم کموالی به د علماء په قبض روح سره مينځته راشي .

۱۰- د زنا خپرېدل :

۱۱- د سود خپرېدل .

۱۲- د ساز او موسيقۍ خپرېدل .

۱۳- د شرابخورۍ زياتېدل .

۱۴- ويځه به خپل مالک ږوي ، لکه په صحيحين کې يې چې بيان شوی دی ، په دې حديث کې د علماؤ مختلف اقوال دي چې يو قول دا دی چې د مور او پلار نافرمانۍ به زياتې شي اولاد به د مور او پلار سره داسې سلوک کوي لکه هغوی يې چې غلامان وي .

۱۵- د ناحقه قتلونو زياتېدل .

۱۶- د مسخې او خسف (غرقيدل او د شکل او صورت بدلېدلو) ښکاره کيدل .

۱۷- د لوچو ، نيمه لوچو او بې حجابو ښځو ښکاره کيدل .

۱۸- د زلزلو زياتېدل .

۱۹- د مؤمن د خوب رښتيا کيدل .

۲۰- د درواغو ګواهي او شهادت زياتيدل او د حق پټول .

۲۱- د ښځو زياتېدل .

۲۲- د کوچيانو ځايي کيدل (په آبادو ساحو کې ژوند اختيارول ) .

۲۳- د حيواناتو او جماداتو ګويا کيدل .

۲۴- د قسطنطينه فتح کيدل .

۲۵- د روميانو زيادت او د مسلمانانو پر وړاندې جنګېدل .

۲۶- د فرات څخه د سرو زرو د غره ښکاره کيدل علماء کرام وايي : د سرو زرو  څخه مطلب نفت او پطرول دي چې د سرو زرو په څير به با اهميته وي او د زرو په شان به له کان څخه ايستل کيږي او په دې باندې به زيات جنګونه وشي .

أشراط القيامة الکبری (د قيامت لويي علامې) :

د قيامت لويې علامي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حديث شريف کې کوم چې حذيفه بن أسد رضی الله عنه روايت کړی دی لس ښودل شوې دي چې په لاندې ډول دي :

۱- د دجال ښکاره کيدل .

۲- د عسی عليه السلام نزول .

۳- د ياجوج او ماجوج ښکاره کېدل .

۴- د مغرب له طرف څخه د لمر راختل .

۵- د دابة ( يو قسم څاروي ) پيدا کېدل .

۶- په معرب کې خسف

۷- په مشرق کې خسف

۸- په جزيرة العرب کې خسف

۹- د دود پيدا کيدل .

۱۰- د اور پيدا کيدل چې خلک به د محشر طرف سوق کوي .

(من موقع الاسلام سوال جواب ، کتاب اشراط الساعه للشيخ يوسف الوابل).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email