د ښځې د احکامو په باره کې 40 حديثونه (دوهمه برخه )  

(۱۱ باب ):نارينه به له نامحرمو ښځو سره اختلاط (ګډون ) نه کوي .
11 ـ دعقبه بن عامر رضي الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «إياكم والدخول على النساء، فقال رجل من الأنصار: يا رسول الله أفرأيت الحو؟ قال: الحو الموت» (متفق عليه) .
د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ ، يوه سړي له انصارو وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د لِور ( د ښځې د خاوند ورور ) په باره کې مونږ با خبره کړه ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : لور مرګ دی .

 

 (۱۲ باب ): دښځو د ناستي ځای او درسي ټولګي به له نارينوو نه جلا وي .
12 ـ أبو هريره رضي الله عنه روايت کوي چه د رسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته ښځې راغلې او ويې ويل: «يا رسول الله ما نقدر عليك في مجلسك من الرجال، فواعدنا منك يوماً نأتيك، فقال: موعدكن بيت فلان، وأتاهن في ذلك اليوم ولذلك الموعد قال: فكان مما قال لهن يعني ما من امرأة تقدم ثلاثاً من الولد تحتسبهن إلاَّ دخلت الجنة، فقالت امرأة منهن: أو اثنان قال: أو اثنان» (صحيح، أخرجه أحمد وابن حبان).
ای رسول الله صلی الله عليه وسلم! مونږ نشو کولای د نارينوو په مجلس کې کډون وکړو ، نو زمونږ د پاره د یوې ورځې وعده وکړه تر څو په هغه ورځ مونږ تاته راشو (د درس دپاره ) ،رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : ستاسو وعده د فلاني په کور کې ، او په همغه تعين شوی ورځ راغې او هغه څه چه ښځو ته يې وفرمايل دغه حديث وه :  هیڅ داسې ښځه به نه وي چې هغې دری ځامن له لاسه نه وي ورکړي (وفات شوی وي ) او اجر او عوض له الله تعالی څخه وغواړی مګر جنت ته داخله شي ،يوې ښځې وويل : که دوه ځامن وي ؟ ويې فرمايل : که دوه هم وي (همدا اجر لري ) .

 

(۱۳ باب ) : جنازه به نارينه نقلوي نه ښځې .
 13 ـ أبو سيعد الخدري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «إذا وضعت الجنازة واحتملها الرجال على أعناقهم فإن كانت صالحة قال: قدموني، وإن كانت غير صالحة قالت: يا ويلها أين يذهبون بها؟ يسمع صوتها كل شيء إلاَّ الإنسان ولو سمعه لصعق» (البخاری ) .
کله چه جنازه (د کفن کولو نه پس) کيښودل شي او هغه نارينه په خپلو اږو وړي ،که نيک سړی وي وايي :ما په پيړه يوسي او که بد سړي وي وايي : وای وای ما چيرته وړې دغه آواز به بغير له انسان څخه نور ټول څيزونه آروي او کچيرې انسان د غه غږ واروي بې هوشه به شي .

 

(۱۴ باب ): د ښځې تګ عمومې حمام ته منع دی
14 ـ دأبو المليح الهذلي نه روايت دی چه د (حمص)2 دښار ځنو ښځو بی بی عايشې رضی الله عنها ته د وردګ اجازه وغوښته . عائشه ووِيل : کيدای شي تاسې له هغو کسانو څخه وﺉ چې عمومې حمامو ته ننوځي .
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې اوريدلی چې فرمايل یې :: «أيما امرأة وضعت ثيابها في غير بيت زوجها فقد هتكت ستر ما بينها وبين الله» (صحيح أخرجه الترمذي وابن ماجه).
هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې يقيناً هغې د خپل ځان او خدای جل جلاله تر منځ پرده څيرې کړی ده .
2- حمص : اوس مهال د سوريه هيواد يو ښار دی .
 
(۱۵ باب ) دښځې د بلی ښځې سره لوڅ بدن يا کوم اندام نيښلول منع دي همدارنګه دا هم منع دي چې ښځه خپل خاوند ته د نورو ښځو صفت وکړي .
15 ـ عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لا تباشر المرأة المرأة فتنعتها  لزوجها، كأنَّه ينظر إليها» ( البخاري ) .
ښځه به د بلې ښځې سره لوڅ بدن يا کوم اندام نه نښلوي او د هغې صفت به خپل خاوند ته نه بيانوي ګواکې دا داسې دی لکه خاوند يې چې د هغې ښځې طرف ته نظر کوي . 
(۱۶ باب ) د بيګانه خلکو سره د ښځې خبرې کول منع دي مګر په وخت د ضرورت کې .
16 ـ أبو هريره رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : «التسبيح للرجال، والتصفيق للنساء» (متفق عليه ) .
د سړيو د پاره تسبيح ويل او د ښځو د پاره لاسونه ټکول دي .
دا موضوع په لمانځه کې ده چې کله امام سهوه شي نارينه به وايي (سبحان الله ) او ښځې به دواړه لاسونه سره ووهي .
نو چه په لمانځه کې داسې ده نو د لمانځه نه بيرون به طريقه اولی دا حکم دی بغير له ضرورت څخه .
 
(۱۷ باب )  د چا د وفات په وخت کې نياحت کول حرام دي او ژړا کول جايز دي .
17 ـ أم عطيه رضي الله عنها روايت کوي چه: «أخذ علينا النبي صلى الله عليه وسلم عند البيعة أن لا ننوح، فما وفَّت منّا امرأة غير خمس نسوة» (متفق عليه ) .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ سره د بيعت په وخت کې دا عهد او پيمان وتړلو چې په وفات شوی کس به نياحت 3 نه کوو ، د پنځو ښځو نه بغير نورو ښځو په دې عهد وفا ونه کړه .
 3- النياحت : په چغو چغو ژړل ، د جامو او ويښتانو څيرول او داسې نور .
                  
 (۱۸ باب ) د نارينه سلام اچول ښځې ته او د ښځې سړي ته په هغه صورت کې جايز دی چه د فتنې ويره نه وي .
18 ـ أسماء بنت أبي بكر رضي الله عنما روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم يو ټولې د ښځو ته چې په جومات کې ناستي وي د لاس په اشاره سلام واچولو او ویې فرمايل :«إياكن وكفران المنعمين، إياكن وكفران۵ المنعمين» (أحمد وأبوداود، والترمذي).
د خدای په نعمت له کفران کولو ځان وساتئ او دا کلمات يې دوه ځله تکرار کړل .
۵ – وكفران المنعمين: دې ته وايي چه ښځه د خپل خاوند په باره کې ووايي چه پر خدای سوګند چه له هغه نه مې يو ساعت هم خير نه دی ليدلی .
 
 (۱۹ باب ) د ضرورت په وخت کې د ښځې خبرې کول له سړي سره او د سړي له ښځې سره جايز دي
19 ـ أنس رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم له يوې ښځې چې پر قبر ولاړه وه ژړل يې تيردلو هغې ته يې وفرمايل :
: «اتقي الله واصبري» (متفق عليه ) .
تقوا اختيار کړه او صبر کوه .
 
 (۲۰ باب ) ښځې ته دا رواه ده چې کوم ښه او صالح کس ته د نکاح درخواست وړاندې کړي .
20 ـ أنس رضي الله عنه روايت کوي چه: «جاءت امرأة إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم تعرض عليه نفسها، قالت: يا رسول الله ألك إلي حاجة؟ فقالت: بنت أنس: ما أقل حياءها واسوأتاه، قال: هي خير منك، رغبت في النبي –صلى الله عليه وسلم- فعرضت عليه نفسها» (البخاري ) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه ښځه راغله او نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته يې د نکاح عرض وکړ او ويې ويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم آيا ما سره نکاح کول غواړي ؟
د انس رضی الله عنه لور وويل وای دا څومره بې حيا ښځه ده ، انس رضی الله عنه د خپلې لور په ځواب کې وويل دا ښځه له تا څخه غوره ده هغې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره د نکاح کولو هيله او آرزو لرله او  خپله يې هغه ته د نکاح درخواست وکړ .

 

تأليف:

محمد بن شاكر الشريف

ترجمه پښتو

حمدالله شاکري

1424/1382هـ. 

 

Print Friendly, PDF & Email