مؤمن ولی غمګين او پريشانه وي ؟

د اسلام په دین کې  ولی مومن ته د زړه خفګان  پریشانی او ‌‌ژړا ورځی .

عايشه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مؤمن د غم او خفګان وجه د الله تعالی څخه وېره ده ، که څه هم د ايمان او نيک عمل خاوند وي مګر بيا هم هميشه په وېره کې وي چې زما اعمال به د قبول وړ وي او که نه ، زما آخره خاتمه به څنګه وي ؟، د حشر په ميدان کې به زما څه حال وي؟ او بلاخره د الله تعالی خوښي او رضا به مې نصيب شي او که نه ؟

دا د رښتينو مؤمنانو صفت دی .

الله تعالی د رښتېنو مؤمنانو د صفت په بيانولو کې د هغوی له دردمنو زړونو پرده پرته کوي او فرمايي :

إِنَّ الَّذِينَ هُمْ مِنْ خَشْيَةِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ (المؤمنين  57)

ژباړه : په رښتيا هغه کسان د خپل رب له وېرې لړزېږي .

يعنې : د ايمان او نيک عمل سره سره له خپل رب څخه په وېره کې وي .

حسن بصري وايي : د مؤمن په خيال او فکر کې هميشه وېره وي ، او د منافق په خيال کې هميشه بد کاري او امن وي .

وروسته فرمايي :

وَالَّذِينَ هُمْ بِآَيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ (58) وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ (59)

ژباړه :او هغه کسان چې د خپل رب پر آيتونو ايمان راوړي ، او هغه کسان چې له خپل رب سره هيڅوک نه شريکوي .

وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آَتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ (60)

ژباړه: او هغه کسان چې ورکوي هغه چې دوی يې ورکوي حال دا چې زړونه يې له دې کبله لړزيدونکي وي چې خپل رب ته ورتلونکي دي .

تفسير : سره له دې چې دوی زکات او صدقات ادا کوي بيا هم وېره لري چې دا صدقات به څنګه يې چې حق وي هسې ادا شوې وي او که نه ؟ ، آيا هغه به قبول شوي وي او که نه ؟ داسې نه چې الله تعالی ته د ورتګ پر مهال د هغه د نا خوښي او عذاب سبب شي .

حضرت عايشه رضی الله عنها فرمايي چې ما ددې آيت مطلب له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې دا کار کوونکي وېريدونکي خلک هغه دی چې شراب څښي يا غلا ګانې کوي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

(لا يا بنت‌ ابي‌ بكر، يا بنت‌ الصديق‌، و لكنه‌ الذي‌ يصلي ‌ويصوم‌ ويتصدق‌ وهو يخاف‌ الله‌ عزوجل):

ای د صديق لورې ! داسې نه ده بلکي دا هغه خلک دي چې روژې نيسي او لمونځونه کوي او صدقي ورکوي او له دې سره سره له دي وېريږي چې کيدای شي زمونږ دا اعمال د الله تعالی په وړاندې (د څه کوتاهۍ په سبب ) قبول نه وي ، دا ډول خلک په نيکو کارونو کي بېړه او مسابقت کوي (رواه احمد ، ترمذي او ابن ماجه ) .

حسن بصري (رحمه الله )فرمايي : مونږ داسې کسان ليدلې دي چې نيک عملونه به يې کول او دومره به وېرېدل چې تاسو په بد عمل کولو سره هم دومره نه وېرېږئ (قرطبي )

(تفسير انوارالقرآن او معارف القرآن )

او ددې غم پريشاني او ژړا لوی اجر دی

د الله تعالی د وېرې نه د ژړا فضيلت دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/7060

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً