په هغو هيوادونو کې د روژې وقت چې ورځې پکې ډيرې اوږدې دي

السلام عليکم

دلته په ډينمارک کې ورځې ډيرې اوږدې دي څوک وايي روژه د سبا راختلو تر لمر لوېدو پورې نيول کيږي او څوک وايي د مکې مکرمې په وخت نيول کيږي ، په دې اړه ستاسې نظر څه دی ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د فقهاؤ نړيواله اسلامي ټولنه [مجتمع الفقه الاسلامي ) په دې اړه وايي :

په هغو هيوادو د روژه ماتي وحت په کومو چې ورځې اوږدې وي :

په روژه نيونکي باندې واجب ده چې روژه د سبا له ختلو (طلوع الفجر) څخه پيل تر لمر لوېدو پورې و نيسي دا که د ځمکې هر ځای وي برابره ده که هلته ورځې لنډې وي يا اوږدې او يا مساوي وي په شرط ددې چې په هغه ځای په ۲۴ ساعته کې شپه او ورځ را خيږي په دليل د دغه قول د الله تعالی : [وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمْ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنْ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنْ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ] ( البقرة:۱۸۷).

ژباړه :

وقت الفطر في البلاد التي یطول فيها النهار

يجب علی الصائم الامساک من حين طلوع الفجر حتی تغرب الشمس في ای مکان کان من الارض ، سواء طال النهار ام قصر ، ام تساويا ، مادام هو في الارض فيها ليل و نهار یتعاقبان خلال اربع وعشرين ساعة ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمْ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنْ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنْ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ] ( البقرة:۱۸۷).

مجتمع الفقه الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود – من أفغانستان

د ډينمارک د مرکز لپاره د روژې نيولو او ماتولو وختونه

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً