وروره یوه پوشتنه لرم که چیری یوه ښځه وروسته له ولادت نه دیرش ورځې روژه ونیسی او هيڅ مشکل هم نه وي نو فرق خو نه کوی معلومات راکره مهربانی به دی وی مننه

حيات الله امرخيل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښځې ته د حيض (مياشتنې عادت ) او نفاس ( د ولادت وروسته د وينې راتلو ) په وخت لمونځ کول او روژه نيول حرام دي که په دغه موده کې روژه ونيسي ګناهکاره ، ددې کار څخه دې توبه وباسي ، ځکه اسلامي شريعت حکم کړی دی چې په دغه موده کې به لمونځ او روژه نه نيسئ ، کوم مباس حکم نه دی .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي (أليس إذا حاضت المرأة لم تصل ولم تصم ) متفق عليه .

يحرم على الحائض والنفساء الصلاة، لحديث فاطمة بنت أبي حُبَيش المتقدم: «إذا أقبلت الحيضة فدعي الصلاة» لكن يسقط فرض الصلاة ولا يقضى، بإجماع العلماء، لما روت عائشة رضي الله عنها: «كنا نحيض على عهد رسول الله صلّى الله عليه وسلم ، فنؤمر بقضاء الصوم، ولا نؤمر بقضاء الصلاة» ، ولأنه يشق قضاء الصلاة لتكرر الحيض وطول مدته، بخلاف الصوم. ويحرم على الحائض قضاء الصلاة، والمعتمد عند الشافعية أنه يكره وتنعقد نفلاً مطلقاً لا ثواب فيه (فقه الاسلامي وادله ، البدائع:44/1، الدر المختار و رد المحتار:158/1-162،268-274، فتح القدير:114/1-119 ) .

د لمانځه قضايي ورباندې نشته خو روژې قضايي به وروسته ادا کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email