قدر په لغت کې اندازې ،او د شي د وخت او ځای ، پيل او پای اندازه وايي .

په اصطلاح کې په ټولو شيانو باندې د الله تعالی ازلي علم او د هغه ليکل د د وجود او پيداښت څخه مخکې .

قدر يا تقدير په دې معنی دی چې الله (جل جلا له) په ټولو پيدا کړيو اشياؤ باندې د پيدا کيدو مخکې عالم دی او هغه (جل جلا له ) له ځانه سره ليکلي دي او هر څه چې مينځ ته راځي هغه د الله جل جلا له  په اراده باندې مينځ ته راځي او په تقدير باندې ايمان لرل د ايمان يو رکن دی لکه څنګه چې جبريل عليه السلام رسول الله صلی الله عليه وسلم د ايمان په باره کې تعليم ورکوي چې ايمان دا دی چې : « أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ » (بخاري -۴۹۴۹ او مسلم -۲۶۴۹)

 (ايمان عبارت دی له ) په الله جل جلا له  ، ملائکو ، کتابونو ، پيغمبرانو ، ورځ د آخرت او د ښه او بد په تقدير باندې ايمان لرل .

د انسان عادت دا دی چې هر شی د خپل فکر او پوهې له رويه څيړي ، د الله (جل جلا له) قدرت او د قدرت دومره لوړې نښانې دي چې د هغه څيړل د انسان په عقل او پوهې سره ډير مشکل دي .

ځکه مونږ د سبا ورځې په راتلونکو حالاتو باندې نه پوهيږو علم نه ورباندې لرو ، خو الله (جل جلا له) چې څه مخلوق پيدا کړی دی په ازل کې په هغوی باندې پوره علم لري .

مثلاً يو کس ګناه کوي چې دا د الله (جل جلا له) نافرماني کول دي الله (جل جلا له) ور باندې ناراضه کيږي خو د خپل بنده په دغه حالت باندې هم په ازل کې عالم دی چې زما بنده به په فلاني وخت کې دغه نافرماني کوي ، او يو بل کس ښه عمل کوي الله (جل جلا له) له هغه څخه راضي کيږي او په ازل کې په هغه باندې علم لري چې زما دغه بنده به په فلانې وخت کې دغه ښه کار تر سره کوي .

يعنې د مخلوق په ټولو حاديثاتو باندې په ازل کې الله (جل جلا له) عالم دی او په تقدير کې يې شامل دي .

الله (جل جلا له) د خپلو بندګانو په حالاتو باندې علم لري او هغه يې په تقدير کې شامل دي او انسان يې مختار کړی دی او هغه ته يې د تصميم نيولو توان ورکړی دی او د هغه د پاره يې وسائل آماده کړی دي تر څو د هدايت لاره اختيار کړي او که څوک وغواړي د هدايت لاره اختيار کړي الله (جل جلا له) به هغه ته هدايت وکړي :

: [وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ * وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ] (الزمر ۳۶-۳۷) .

ژباړه : او هر څوک چې الله ګمراه کړ بيا هيڅوک ورته لار نشي ښودلای او چاته چې الله هدايت وکړي بيا يې هيڅوک بې لارې کولای نشي . آيا الله په هر څه برلاسی او پوره انتقام اخيستونکی نه دی ؟

او هر چا چې د خير اداره وکړه الله جل جلا له  به د هغه مرسته وکړي او هغه لار به ور ته آسانه کړي :

قوله تعالی : [فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى] (اليل ۵-۷ ) .

ژباړه : چاچې ورکړه او پرهيزکاري وکړه ، او ښيګڼه يې رښتنې کړه ، نو ډير ژر به يې د آسانی لپاره جوړ کړو .

يعنې : چا چې د الله جل جلا له په لار کې شتمني ولګوله او د الله له نا فرمانۍ يې ډډه وکړه او په ښه خبره يې تصديق وکړ ، نو هغه ته به د آسانې لارې آسانتيا ورکړو .

په تقدير باندې د ايمان لرلو مقصد :

۱- د الله تعالی په علم باندې ايمان لرل چې د هغه علم پر ټولو کائيناتو باندې احاطه کړې ده او د هغه له علم څخه د ذرې قدرې شی هم پټ نه دي .

[هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ ] (الحشر:۲۲).

ژباړه: الله هغه ذات دی چې پرته له هغه هيڅ معبود نشته . په پټو او ښکاره پوه دی .

۲- د الله تعالی په اراده باندې ايمان ، يعنې هر څه چې تر سره کيږي هغه به د الله تعالی په اراده تر سره کيږي ځکه دا هر څه د الله تعالی مخلوق دی او ټول مخلوق د ده په واک کې دی .

[ وَمَا تَشَاءُونَ إِلا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ] (التكوير :۲۹ ) .

۳- په دې باندې ايمان لرل چې الله تعالی ټول پيدا کړي شيان په لوح المحفوظ کې ليکلي او ثبت کړي دي .

[أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاءِ وَالأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ] (الحج/۷۰ ) .

ژباړه: او آيا ته په دې نه پوهيږي چې د آسمان او ځمکې ټول څيزونه د الله په علم کې دي ؟ دا ټول هر څه په يو کتاب کې دي او دا کار الله پاک ته ډير آسان دی .

۴- هر څه د الله خلقت دی ، مثلاً انسان چې هر کار کوي د الله تعالی د تقدير او ارادې پرته يې نشي کولای ځکه د انسان ټول بدن ، د بدن سيسم ، فعاليت کول د الله تعالی مخلوق دی .

[ وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُون ] (الصافات :۹۶) .

ژباړه: او الله پيدا کړي يی تاسې او هغه چې کوئ تاسې .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email