سلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
بسم الله الرحمن الرحيم
۱. زما پوښته دا دی چی د تراویح په ختم کې د سورت اخلاص په سر کې ولی بسم الله الرحمن الرحيم وایی او د نورو سورتونو په سر کې یی نه وایی.
۲. زه چی اکثره ختمونو ته تللی یم کله چی قران ختم شی نو سورت بقره بیا شروع کوی او څو مبارک ایاتونه یی تلاوت کوی خو نن یی یو ختم په وناس باندی ختم کړو. کوم قسم یی د اسلام په رڼا کی جواز لری او کوم قسم یی نه لری؟ مننه

خاليد ظريفي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرآنکريم د ختم وروسته بيرته د سر څخه د سوره البقره څو آيتونه ويل د ځينو فقهاؤ په نزد مستحب دي چې په لاندې حديثونو استدلال کوي :

حاکم په مستدرک او ترمذي روايت کوي چې : أن رجلاً قال: يارسول الله أي الأعمال أفضل؟ قال: الحال المرتحل. قال: يارسول الله، وما الحال المرتحل؟ قال: يضرب من أول القرآن إلى آخره ومن آخره إلى أوله (حالم و ترمذي بالسناد غريب ) .

وأخرج الدارمي بسند حسن عن ابن عباس عن أبي بن كعب أن النبي صلى الله عليه وسلم كان إذا قرأ قل أعوذ برب الناس افتتح من الحمد ثم قرأ من البقرة إلى أولئك هم المفلحون .

خلاصه دا چې دواړه قسمه ختم کول صحي دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email