د الله تعالی په کتابونو ايمان

الله سبحانه و تعالی پر خپلو رسولانو باندې د بشر د هدايت او لارښوونې لپاره کتابونه نازل کړي دي چې د هغو په وسيله خلک د الله توحيد بلل شوي ، په نيکو کارونو ورته امر شوی او له بدو کارونو څخه منع شوي وو .

د الله تعالی په کتابونو او صحيفو باندې ايمان لرل د ايمان رکن دی ، د الله تعالی په کتابونو باندې د ايمان لرلو مقصد دا دی چې دغه کتابونه د الله د طرفه نازل شوي ، د هغه (جل جلاله ) بلا کيف کلام دی ، په هغو ټولو کې موجود اوامر او نواهي حق دي .

او دا ايمان لرل چې مخکنې کتابونه د قرآن په نزول سره منسخ شوي دي .

[وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ] (سورة المائدة: ۴۸)

ژباړه: مونږ تاته په حقه هغه کتاب نازل کړی دی چې له تا وړاندې کتابونه رښتنې ګڼې او ساتونکی يې دی پس حکم کوه په ما انزل الله .

د حکم څخه مطلب دا دی چې د قرآن پرته په هيڅ پخواني کتاب باندې عمل او حکم کول جايز نه دي .

او دا ايمان لرل چې قرآنکريم د تحريف نه پاک دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ] (الحجر:۹ ).

ژباړه: مونږ پخپله نازل کړی ذکر (قرآن) او مونږ خامخا د هغه ساتونکی يو .

آسماني کتابونه او صحيفې په لاندې ډول دي :

تورات په موسی عليه السلام نازل شوی .

زبور په داود عليه السلام نازل شوی .

انجيل په عيسی عليه السلام نازل شوی .

قرآن په محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی ..

سل صحيفې دي :

۱۰ صحيفې په آدم عليه السلام نازلې شوې .

۱۰ صحيفې په ابراهيم عليه السلام نازلې شوې .

۵۰ صحيفې په شيش عليه السلام نازلې شوې .

۳۰ صحيفې په ادريس عليه السلام نازلې شوې دې .

په قرآنکريم باندې ايمان :

يقيناً چې قرآنکريم د الله تعالی کلام دی ، د الله تعالی آخرنی کتاب دی د قرآن نه وروسته د قيامت تر ورځې بل کتاب نه نازليږي او نه هم بل پيغمبر راځي ، د قرآن په نزول سره ټول کتابونه منسوخ شوی دي .

دا مقدس کتاب د الله تعالی له طرفه د جبرئيل په واسطه په حضرت محمد صلی الله عليه وسلم باندې په (۲۳) کلونو کې نازل شوی دی چې (۳۰) سپارې او (۱۱۴) سورتونه لري .

مونږ په قرآن ايمان او باور لرو چې الله تعالی دغه کتاب د ټول بشريت د لارښوونې لپاره نازل کړی دی ، عالمي کتاب دی په کوم قوم او ژبې پورې خاص نه دی بلکي د ټول بشريت لپاره لاښوونه کوي او غوښتنه ترې کوي چې د الله تعالی په توحيد باندې ايمان راوړئ ، د طاغوت څخه منع شئ تر څو په دنيا او آخرت کې د سعادت او نيکمرغۍ ژوند مو په برخه شي .

قرآنکريم د لوح محفوظ څخه ټول په يو ځل په همغه ترتيب چې اوس موجود دی د جبرائيل په واسطه د دنيا آسمان کې بيت العزت ته نازل شوی او وروسته لږ لږ په (۲۳) کلونو کې نازل شوی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم يو شمير صحابه ؤ ته هدايت کاوه چې هغوی قرآن حفظ کړي او ځينو ته يې دنده سپارلې وه چې قرآن وليکي .

قرآنکريم څنګه چې الله تعالی نارل کړی دی جبرئيل عليه السلام به پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته لوستلو او رسول الله صلی الله عليه وسلم به په هماغه شان صحابه کرامو ته تعيلم کړی دی او بغير له تغير او تحريف څخه مونږ ته رسيدلی دی او د تل لپاره به د تحريف څخه پاک او منزه وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً