زکات د اسلام دريم رکن دی چې ادا کول يې کامل اسلام او په دنيا او آخرت کې سعادت او بری دی او نه ادا کول يې په دنيا کې د مال وبا او بربادي او په آخرت کې دردناک عذاب دی .

لقوله سبحانه وتعالی: [ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ] (التوبه ۳۴ ) .

ژباړه: او هغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او هغه د الله پاک په لار کې نه لګوي (زکات يې نه ادا کوي) نو دوی ته په دردناک عذاب زيری ورکړه.

او څوک چې د خپل مال زکات نه ورکوي د قيامت په ورځ د طوق شکل غاړې ته ور واچول شي .

لقوله سبحانه وتعالی : [..سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ).

ژباړه : ژر به په قيامت کې هغه څه چې دوی پرې بخلي کړی ده د دوی ( غاړې ته ) د طوق په شکل ور واچول شي .

او ددې ارشاد تفصيل په حديث شريف کې داسې راغلی دی :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم: مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ، مُثِّلَ لَهُ مَالُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ، لَهُ زَبِيبَتَانِ، يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ، يَعْنِي: بِشِدْقَيْهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا مَالُكَ، أَنَا كَنْزُكَ». ثُمَّ تَلا: [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ] الآيَةَ. (بخارى 1403)

د ابی هريرة رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي : په چا چې الله جل جلا له د مال او دولت پيرزونه کړي وي،او هغه د خپل مال زکات ور نه کړي نو مال به يی د قيامت په ورځ د داسې مار په صورت مجسم شی چه سر به يې پک وي او دوه زهرجن نيشونه به لري او د ده تر غاړه به ور تاوشي او دی تر خوله ونيسي او ورته وايي به زه ستا جمع کړي او مال او کنز يم بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا ايت تلاوت کړ [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ].

د زکات نه ورکوونکو پر وړاندې د ابوبکر صديق رضی الله عنه لخوا د جهاد اعلان :

په متفق عليه حديث کې راغلي چې ابوبکر صديق رضی الله عنه د خپل خلافت په دور کې د زکات نه ورکونکو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ ، عمر رضی الله عنه ورته وويل : چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چې څوک کلمه د (لا اله الا الله ) ووايي د هغه نفس او مال محفوظ دی ، ابوبکر صديق رضی الله عنه وويل : «واللَّهِ لأُقَاتِلَنَّ مَنْ فَرَّقَ بَيْنَ الصَّلاةِ والزَّكاة» (متفق عليه ) .

يعنې : په الله قسم چې د هغه چا سره به جنګيږم چې د لمانځه او زکات په مينځ کې فرق کوي .

آيا داسې نن دغه کسان نه وينئ چې لمونځ کوي خو زکات نه ورکوي . ولی آيا زکات د اسلام رکن نه دی ؟ زکات د الله تعالی محکم حکم نه دی ؟

په قرآنکريم کې د اتيا څخه زياتو آيتونو کې لمونځ او زکات پيوست ذکر شوي دي چې : [وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ] (البقرة ۴۳ ) .

د ابن عباس رضی الله عنه رايه دا ده چې ددې دواړو د پيوست ذکر مطلب دا دی چې ددې دواړو پيوسته کول شرط دی که چا لمونځ وکړ زکات يې ادا نه کړ نو لمونځ يې نه قلبيږي (و الله اعلم ) .

لنډه دا چې که چا زکات ادا نه کړ په دنيا کې يې مال تباه کيږي او ددې مال څخه به خير ونه ويني او بلاخره به دا مال د ده وارثانو ته پاتيږي او دی به خالي لاس ورڅخه ځي او په آخرت کې به د هغه دردناک عذاب ګالي .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

د زکات مختصر احکام

http://www.dawat610.com/archives/35

د زکات د احکامو کتاب

http://www.gulfup.com/?H3kZpJ

د زکات د حساب سافټوير

http://www.gulfup.com/?D1u4ev

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email