په اسلام کې د خلکو خدمت

امیر المؤمنین حضرت عمر رضی الله عنه د خپل خلافت په وخت کې په یو میدان باندې تېریده… ویې لیدل چې یوه خېمه له ویښتانو څخه جوړه شوې او هغه لګېدلې ده چې لدې مخکې چا نه وه لیدلې… دخېمې خواته چې ورسید، نو ګوري چې یوکس هلته ناست دی او له خېمې څخه زړه راښکونکي غږونه هم راځي… له سلام کولو څخه وروسته له هغه کس سره کښېناست او تپوس یې ځنې وکړ چې تاسو څوک یي، هغه ورته وویل، چې … یو مسافر یم او د ځنګل اوسیدونکی یم … حضرت عمر رضی الله عنه خواته د خپلې اړتیا او مرستې لپاره راغلی یم … هغه ور څخه وپوښتل چې له خېمې څخه دڅه شي غږ راځي … هغه ورته وویل چې د ښځې د لنګتون وخت رانږدې ده … دردونه ور باندې راغلي … حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل چې کومه بله ښځه هم ورسره شته ….؟ هغه ورته وویل چې نه ….

حضرت عمر رضی الله عنه له هغه ځایه پورته شو او خپل کور ته لاړه او خپله ښځه حضرت ام کلثوم رضی الله عنها ته یې وویل چې د یو ستر ثوابي کار لپاره چې ستاسو په مقدر کې ده هغه ستاسو لپاره راغلی .. هغې وویل چې هغه کوم کار ده …؟ هغه وویل … د یو کلي اوسیدونکې بېچاره یوازې ده … هغې ته د لنګتون دردونه راغلي … هغې وویل: سمه ده که ستاسو صلاح او مشوره وي نو زه چمتو یم او هغه به ولې نه چمتو کېده چې آخر هم هغه دبي بي فاطمه رضی الله عنها  لور  وه …. حضرت عمر رضی الله عنه وفرمایل چې د لنګتون لپاره چې د کومو شیانو اړتیا وي هغه در سره واخله لکه تیل …. لږ غوړي او دانې او د کوم شي چې نوره اړتیا وي … هغه واخله او روانېږه … حضرت عمر رضی الله عنه خپله وروسته وروسته ورپسې تګ کاوه…. هلته چې ورسېدل حضرت اُمّ کلثوم رضی الله عنها خېمې ته د ننه شوه نو حضرت عمر رضی الله عنه په نغري باندې دانې پخې کړې … غوړي یې ور واچول … چې دغه وخت کې ولادت وشو … د ننه څخه ام کلثوم رضی الله عنها غږ  وکړ … امیر المؤمنین … خپل ملګري ته د هلک د پیداکېدو زیرۍ ورکړ … د امیر المؤمنین ټکۍ چې کله دغه کس واورېده نو هغه  وډار شو … هغه وویل … د ډارېدو خبره نده … هغه ورته خوراکي توکي د خېمې خواته کېښودل چې هغه ښځه یې وخوري … حضرت ام کلثوم دا خوراکي توکي پرې وخوړل … له هغه خوراک څخه لږ څه پاتې شول او هغه بېرته له خېمې بهر راغله او حضرت عمر رضی الله عنه دغه کس ته هم وویل چې دا نور ته وخوره … ټوله شپه تاسو په ویښه تېره کړه … لدې وروسته هغه خپله ښځه له ځان سره کور ته بوتله او هغه صاحب ته یې وویل چې سبا تاسو راشئ ستاسو لپاره به انتظام نیول شوی وي.

د الله تعالی له مخلوق سره ښه کولو په اړه په قرآن او سنت کې ډیر آیتونه او احادیث شتون لري لاندې یو لنډ حدیث ستاسو مخې ته وړاندې کوم:

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:  (الخلق عیال الله فاحب الخلق الی الله من احسن الی عیاله) ژباړه:  مخلوق د الله تعالی عیال دی نو په خلکو کې غوره هغه څوک دی چې د الله تعالی د عیال سره نیکي وکړي. نو د عباداتو څخه وروسته د مسلمان په حیث دا زموږ مسئولیت دی چې په یوازې او ټولنیز ډول د خلکو خدمت وکړو او د بې وزلو، یتیمانو، کونډو، مجبورو، بې سرپرستو، ناروغانو او معذورو څخه ځانونه باخبره وساتو او د چا چې څومره مرسته له وسه پوره وي ورسره یې وکړو، که څوک یوازې یو وږی مړولی شي، نو هغه دې موړ کړي، که څوک یو کس ته یوه نسخه درمل اخستلی شي دا کار دې وکړي ، که څوک د یو دايمي ناروغ ټوله درملنه کولی شي هغه دې په غاړه واخلي که یو څوک کوم بې سرپناه مسلمان ته کوټه جوړولی شي، یا یو څوک کوم بې واده کس ته د واده کولو وس ولري، نو پکار دي چې دا خدمت یې وکړي دا په یوازېتوب هم کېدای شي او په ټولنیزه توګه هم، خو افسوس دا چې زموږ په افغاني ټولنه کې دېخوا ته هیڅ پاملرنه نشته.

رسول الله صلي الله عليه وسلم د رمضان په اړه په بیلابېلو احادیثو کې سپارښتنې کړي، چې مسلمان باید په روژه کې ډېر نیک کارونه وکړي، په زړه کې یې د همدردۍ جذبه له بل هر وخته ډېره پیاوړې وي، ځکه که دی په خپله د لوږې او تندې په کړاو کې وي، نوبیا په ډیرې آساني سره حس کولی شي چې د الله جل جلاله د بې وزلو بندګانو حال او وضعیت به څه وي؟ له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به د روژې په میاشت کې د نورو ورځو په نسبت ډير مهربان وو. هېڅ بې وزله یې له دروازې څخه تش لاس نه تللو او هېڅ زنداني په دې ورځو کې په زندان کې نه پاتې کېدلو.

دارنګه روایت دی چې ابن عمر رضی الله عنه به له مسکینانو پرته روژه نه ماتوله. که به کوم سوالګر ورغی نو خپله ډوډۍ به یې هغه ته ورکوله او چې په کور کې به یې د خوړلو لپاره نور څه ونه موندل نو د دویمې ورځې لپاره به ېې همداسې په لوږه روژه نیوله.

 ډېر شتمن خلک شته او مسلمانانو ته ډېر خېر او ښه رسولی شي خو د کولو جوګه یې ندي او ډیر داسې خلک هم شته چې وس او توان لري، نیک نیت لري خو هغوی د دغو ښو کارونو په ګټه او ثواب نه پوهیږي، نو داسې خلکو ته ترغیب ورکول پکار دي تر څو دوی خپل صدقات او پیسې په داسې ځایو ولګوي تر څو د دنیا او دین ګټې یې په برخه شي. نو اوس د روژې مبارکه میاشت هم ده هڅه وکړئ چې په دغو ورځو کې خپل مال ولګوئ او ثواب یې هم څو چنده ډیر ملاویږي ( مطلب دا چې لږ عمل او ډیر ثواب لاسته راځي).

ليکنه : انجنير نور الله خان احمدزی

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً