د لمونځ کوونکي له مخې په څومره فاصله کې تيرېدل ګناه ده

السلام علیکم زما پوښتنه دا ده چې د لمانځه مخې ته تلل ګناه لري او یا نه
او د لمانځه او مخې ته تیریدونکي تر مینځ څومره فاصله په کار ده

محمد حليم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟

د لمونځ کونکی له مخې تيريدل ګناه ده که په جومات کې وي او که بل ځای په حديث شريف کې یې په اړه داسې وعيد ذکر شوی دی :

 عن أَبِي جُهَيْمٍ رض قَالَ: قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ، لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ». قَالَ الراوي: لا أَدْرِي أَقَالَ: أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ شَهْرًا أَوْ سَنَةً. (بخاري: 510)

ترجمه: ابوجهيم رضی الله عنه  روايت کوي چه رسول اكرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د لمونځ کونکی له مخې تيريږي ، که پوهيدلای چې دا کار څومره ګناه لري ،تر څلويښتو کلونو به يې توقف کولو مګر د لمونځ کونکي له مخې به نه تيريدلو ، راوي وايي : په ياد مې نه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې : څلويښت ورځې ،که مياشتې او که کال .

په څومره فاصله تېرېدل نه دي پکار ؟

که لوی جومات يا آزاده فضا وي د لمونځ کونکی د پښو نه تر سجدې ځای پورې تيريدل جواز نه لري (فقه مُيسر )

 فتاوي المحمودي ليکي: د سجدې له ځای نه تقريباً يو متر مخکی مسافې نه تېردلای نه شي . (فتاوي المحمودي ، رد المحتار: 2/398)

اوکه کوچنی جومات يا اتاق وي د لمونځ کونکی له پښو نه د قبلې تر ديوال تيريدل جواز نه لري .

او که داسې ځای وي چې هلته د خلکو د تګ را تګ وېره وي لمونځ کوونکی بايد خپلې مخې ته ستره ودروي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اذا صلی احدکم فليصل الی سترة (ابوداود) .

يعنی کله چې له تاسې څوک لمونځ کوي نو د ستره مخې ته یې دې کوي .

ستره هغه شی ته وايي چه لمونځ کونکی هغه خپلې مخې ته ږدي که هغه لرګی وي که بل شی تر څو د لمونځ کونکي له مخې تيريدونکي لمونځ اخلال نه کړي او د سترې لوړوالی يو ګز يا تر هغه زيات وي .

که امام خپلې مخې ته ستره ودروي نو مقتديانو ته ضرور نه ده .او مستحب ده چې لمونځ کونکی ستره لږ څه ښی يا چپ طرف ته ودروي او مخامخ نه وي .

که د لمونځ کونکی له مخې نه څوک تيريږی بايد د تسبيح په اشاره يا د قرائت د صوت د لوړوالی په واسطه یې منع کړي ، خو دا جايزه نه ده چې په لاس يا خبره یې منع کړي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً