لکه څنګه چې د لمانځه ، زکات او حج او نورو لپاره د صحت شرطونه دي چې پرته له هغه شرطونو نه صحي کيږي همداسې د کلمې لپاره هم شرطونه دي لکه : علم ، يقين ، اخلاص ، صدق ، محبت ، انقياد ، قبول ، د باطل او صاغوت نه منل .

د توحيد د کلمې شروطونه

hmm

اول شرط – علم :

دا چې د [ لا اله الا الله ، محمد رسول الله] په معنی او مقصد به پوه وي ، چې نشته بل لايق د عبادت مګر يو الله دی ، يعنې عبادت يوازې او يوازې الله لره دی او محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی بنده او رسول دی .

[ فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ] (محمد: ۱۹).

ژباړه : پوه شه چې پرته له يو الله نه بل هيڅ معبود نشته .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « من مات وهو يعلم أن لا إله إلا الله دخل الجنة» (رواه المسلم ) .

يعنې : څوک چې وفات شي او هغه کس په دې باندې پوه وي چې نشته لائق د عبادت مګر الله دی داخل به شي جنت ته .

مطلب دا چې ددې کلمې څخه مقصد او مطلب د توحيد او رسالت ايمان دی ، که څوک يې پرته له ايمان څخه وايي په معنی او مقصد يې نه پوهيږي هغه ته څه ګټه نلري ، مثلاً کوم کافر دا کلمه وايي خو ايمان نه ورباندې لري بلکي پر خپل کفر ولاړ وي هغه ته د کلمې ويل څه ګټه نلري او نه هم پرته له ايمان څخه د کلمې په يوازې الفاظو باندې مسلمان کيدای شي .

همدارنګه ځنې کفار چې په اسلامي هيوادونو کې اوسيږي هغوی ځنې وخت اسلامي کلمات وايي ، لکه : ما شاء الله ، ان شاء الله ، چې دا کلمات د ايمان او يقين له مخې نه بلکي د عادت له مخې وايي چې څه ګټه ورته نلري .

دوهم شرط – يقين :

يقين دا چې دغه کلمه به د کامل او پوره يقين پر بنا وايي ، د يقين ضد شک دی يعنې : شک او ترديد به پکې نه کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا ] (الحجرات: 15).

ژباړه : حقيقي مؤمنان هغه کسان دي چې پر الله او د هغه په رسول يې ايمان راوړی بيا يې هيڅ شک نه دی کړی .

او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « أشهد أن لا إله إلا الله، وأني رسول الله، لا يلقى الله بهما عبد غير شاك فيهما إلا دخل الجنة » رواه مسلم.

ژباړه: په دې ګواهي چې نشته لايق د عبادت مګر يو الله دی او زه (محمد) رسول د الله دی ، په دې دواړو (توحيد او رسالت) کې چې بنده هيڅ شک ونه کړي ( پوره یقين ولري ) داخل به شي جنت ته .

دريم شرط – اخلاص :

دا چې دا کلمه به يوازې د الله سبحانه وتعالی لپاره او د ثواب د حصول لپاره وايي ، د ريا ، منافت له مخې به نه وي .

لقوله سبحانه وتعالی :

[ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حنيفاء] (البينة: ۵).

ژباړه: او هغوی ته پرته له دې هيڅ امر نه وو شوی چې : عبادت وکړئ د الله داسې چې خالص او سوچه کوونکی وي الله لره ( د شرک او نفاق څخه پاک) په داسې حال کې چې را ګرځېدونکي وي د باطل څخه حق ته

او نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: « أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة من قال لا إله إلا الله خالصا من قلبه » (رواه البخاري).

ژباړه : د قيامت په ورځ به د خلکو څخه زما د شفاعت زيات سعادت د هغه چا په برخه وي چې چا د زړه په اخلاص سره ويلي وي چې : لا اله الا الله .

څلورم شرط – محبت :

واجب ده چې دا کلمه به د محبت له وجې وايي چې ضد يې بغض او بد ګڼل دي .

لقوله سبحانه وتعالی : [ وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ] (البقرة: ۱۶۵).

ژباړه : او ځينې خلک داسې هم شته چې د الله پرته نور شيان د هغه شريکان نيسي . له هغوی سره دومره مينه کوي چې بايد يوازې له الله سره شوی وای او هغوی چې ايمان يې راوړی له الله سره کلکه مينه لري .

پنځم شرط – صدق :

دا کلمه به په صدق سره وايي چې د صدق ضد درواغ دي ، يعنې درواغ به يې نه ګڼي او همدارنګه د منافقت له وجې به نه وي چې پر ژبه يې وايي لکن په زړه کې د هغه څخه منکر او کافر وي .

شپږم شرط – انقياد :

ددې کلمې شپږم شرط دا دی چې د کلمې غوښتنو ته به غاړه ږدې ، د اسلامي شريعت ټول اوامر او نواهی ته به تسلميږي او هغه به مني انکار به ورڅخه نه کوي، ځکه چې ايمان او عمل صالح لازم او ملزوم دي.

اوم شرط – قبول :

د کلمې اوم شرط قبول دی چې ضد يې رد او انکار دی .

آتم شرط – د باطل انکار :

د کلمې آتم شرط دا دی چې د طاغوت او باطل څخه به انکار کوي ، هيڅ باطله او طاغوتي عقيده به نه اختياروي ، د اسلامي عقېده سره باطله او طاغوتي عقيده بالکل نه جمع کيږي .

(الاکاديمة الاسلامية – عقيده المستوي الاول / دوکتور سهل عتيبي ) .

Print Friendly, PDF & Email