په سودي بانک د خپل معاش ذخيره کول

السلام علیکم محترم ٰ من یک سوال دارم و آن اینکه : اگر یکنفر در یک بانک ربوی در حساب بانکی خود(حساب معاش) پول خود را برای مدت طولانی ( چندین ماه و یا چندین سال )ذخیره نماید. و در هنگام اخد آن پول از بانک کدام سودی نگیرد آیا ذخیره نمودم پول در چنین حساب با چنین شرایط کدام مشکل شرعی دارد یاخیر؟ تشکر از شما جزاکم الله خیرآ کثیرا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بانک سود په اجماع سره حرام دی او د هغه څخه د سود اخيستل جواز نلري

تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/11246

په سودي بانک کې د پيسو ساتل او زخيره کول جواز نلري ځکه دا د سودي ادارې او سودخورو سره مرسته او مدد کول دي ، د ګناه په کار کې مدد کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی [: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ] (المائدة الآية 2 ) .

کچيرې د پيسو په ساتنه ،انتقال يا په مجموع کې د سر او مال خطر وي او کومه بله لاره نه وي نو بيا په داسې بانک کې د پيسوجمع کول باک نه لري ځکه چې نيت يې سود نه وي بلکی د پيسو ساتل وي (جديد فقهی مسايل ج۱ص۲۸۱ ) .

همدارنګه اللجنة الدائمة ليکي :

فلا يجوز أن يضعها فيه؛ لما في ذلك من إعانة أصحاب البنوك على استعمالها في الربا، وقد قال تعالى: ( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ) سورة المائدة الآية 2 ، وإن دعت إلى ذلك ضرورة فلا نعلم في ذلك بأسا إن شاء الله.
وأما بالنسبة لتحويل النقود من بنك لآخر ولو بمقابل زائد يأخذه البنك المحول فجائز؛ لأن الزيادة التي يأخذها البنك أجرة له مقابل عملية التحويل ” انتهى .)
إذا دعت الضرورة إلى الحفظ عن طريق البنوك الربوية فلا حرج في ذلك إن شاء الله ؛ لقوله سبحانه : ( وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ) ولا شك أن التحويل عن طريقها من الضرورات العامة في هذا العصر .

ژباړه : په سودي بانک کې د پيسو ايښودل جايز نه دي ځکه دا د بانکونو د خاوندانو سره په سود کې مدد کول دي ، الله تعالی فرمايي : ( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ .

او که د ضرورت په وجه وي نو څه باک نلري ان شآء الله . او د تحويل او پيسو ساتلو باندې چې بانک څه اجرت اخلي ( البته دا په جاري حساب کې وي ) څه باک نلري ځکه چې دا د تحويل او ساتنې اجرت دی .

د (سخت ) ضرورت پر مهال ( چې د سر او مال وېره وي ) په سودي بانک کې د پيسو ساتل ان شآء الله باک نلري ، لقوله تعالی : وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ .

او شک نشته چې په نن عصر ددې لارې تحويل يو عام ضرورت دی .

(فتاوى اللجنة الدائمة” (13/369  ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً