دانلان اسلامی لارښونی کارکونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم زما داپوښتنه ده چی د اسلام په مبارک دین کی د جینی سره مینه کول څه حکم لری جایز دی که نا جایز
ستاسو ورور احسان الله له کابل نه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د بيګانه او نا محرمې جينۍ سره مينه کول د حرامو کارونو د تر سره کولو لپاره يو شيطاني دام دی ځکه :
د ضرورت پرته بيګانه ښځې ته کتل ، خبرې کول ، ور سره کيناستل او ملګري کول ټول حرام دي ځکه چې دا کارونو د زنا اسباب دي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .
د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .
قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .
يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .
قوله سبحانه وتعالی : ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب 59 ).
ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .
نو واضح شوه چې مسلمانې بی بی ته د الله جل جلا له حکم دی چې له بيګانه خلکو ستر او پرده وکړي .
او نارينه ته د الله تعالی حکم دی چې د بيګانه ښځو له اختلاط ، هغوی ته نظر کول او نا مشروع ارتباطاتو ځان وساتي تر څو د حرامو امور څخه نجات و مومي .
الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )
يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)
ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .
خلاصه : د نکاح او خپلوۍ پرته د بيګانه ښځې سره مينه کول اصلاً يو حرام ارتباط ، شيطاني عشق او ګناهونو وسيله ده او داسې کول حرام دي .
و الله اعلم
آن لاين اسلامي لارښود