پر مونږ باندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حقونه

۱- د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره محبت کول، بلکه پر مونږ واجب ده چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم محبت د خپل ځان اهل او اولادونو له محبت نه مخکی او زیات وګڼو، ځکه انس رضی الله عنه  له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایلي دي:

«لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». [متفق علیه].

ژباړه: یو له تاسو څخه مؤمن او مسلمان کېدې نشي تر څو چه هغه ته زه له اولادونو پلار او ټولو خلکو څخه ډیر محبوب نشم، یعنی د رسول الله صلی الله عليه وسلم محبت دې له ټولو څخه مخکی او زیات وي.

۲- د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټولو هغو قولي ، فعلي او تقريري سنتو چې په قبول شوي سند سره ثابت وي منل یې پر مونږ واجب دي ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت له ځانه نه وو بلکي د وحې پر بنا وو .

لقوله سبحانه وتعالی :[ وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى] (النجم ۳-۴ ).

ژباړه : او خبرې نه کوي (محمد) له هوا (خپلې ) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چې ورته ليږل شوی ده .

تفسير انوار القرآن ددې آيتونو په تفسير کې ليکي: په حديث شريف له عبدالله بن عمرو نه روایت چې وايي:ما به هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدل هغه مې يادول او ساتل پس قريشو زه له دغه کار څخه منع کړلم او ويې ويل : ته هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه آورې هغه ليکې حال دا چې هغه هم بشر دی او کله د غصې په وخت کې څه وايي . همغه وو چې له ليکلو مې لاس واخيست او دغه موضوع مې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« اكتب‌، فوالذي‌ نفسي‌ بيده‌ ما خرج‌ مني‌ إلا الحق» (فتح الباری او صحيح الجامع) .

يعنې : وليکه ځکه قسم پر هغه ذات دی چې زما روح د هغه په واک کې دی ، زما د ژبې څخه د حق څخه بغير څه نه دي وتلي .همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : زه بغير له حق څخه بل څه نه وايم  .

دغه مهال ځنو صحابه کرامو عرض وکړ يا رسول الله ! تاسې کله مزاج هم کوې ؟ و يې فرمايل حتی که مزاخ وکړم هم بغير له حق څخه بل څه نه وايم .

۳- د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پیروي کول، یعنی د هغه ټول امرونه پر ځان منل او پلي کول، او ټول هغه څه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورڅخه منع فرمایلی ده ځان ورڅخه وژغوري.

لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ](حشر ۷)

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

د الله تعالی رضا د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت او پيروي ده :

[قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ](ال عمران 31).

ژباړه: ووايه (ای محمده ) !: کچيرې تاسې له الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له ستاسې سره محبت وکړي .

او فرمايي : [فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا] (النسآء ۶۵ ) :

ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم دی چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې د حکم (فيصله کوونکی) کړي او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

(عقيدوي درسونه/ابو زکريا اسماعيل الأفعاني )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً