د (محمد رسول الله) معنی

دوهم – د محمد رسول الله معنی :

د محمد رسول الله معنی دا ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالی رښتینی پیغمبر دی، په رسالت باندې د ګواهي ورکولو غوښتنه دا ده چې مسلمان به ایمان لري چې الله تعالی خپل پیغمبر محمد بن عبد الله بن عبد المطلب صلی الله عليه وسلم ټولو پیریانو او انسانانو ته خپل پیغمبر او استاذی استولی دی، تر څو دوی ته امر وکړي چه یواځې د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړي، او د هغه ټولو شیانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وژغوري چه له الله تعالی څخه پرته یي عبادت او بندګي کیږي، او هم دوی ته د اسلام د مقدس دین احکام بیان کړي.

همدا راز دغه ګواهي ددې غوښتنه کوي چه محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی بنده او پیغمبر دی، او هغه د عبادت او بندګۍ حق نلري، او هیڅکله روا نه ده چه مونږ د هغه په صفت او مدح کښی له حده تیر شو، او د ألوهیت په صفاتو یي وستایو، کوم چه د الله (جل جلاله) صفات دي.

عن عبدِ اللهِ بنِ عبَّاسٍ رضی الله عنها أنه سَمِعَ عُمَر بنَ الخَطَّابِ رضی الله عنه يقولُ وهو على المِنْبرِ: سمعتُ النبيَّ صلی الله عليه وسلم   يقولُ: «لاَ تُطْرُونِي، كَمَا أَطْرَتْ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللَّهِ، وَرَسُولُهُ». [رواه البخاري]

ژباړه: عبدالله بن عباس رضی الله عنها له عمر بن خطاب رضی الله عنه  څخه اوریدلي دي چې په منبر ، او ويل يې چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه اوریدلي دي چه هغه ویل: زما په صفت او مدح کښی له حده مه تیریږئ لکه چه نصارا د عیسې عليه السلام په هکله د هغه په مدح او صفت کښې له حده تیر شوي وو، چه هغه ته يي الله، یا د الله تعالی زوی، یا دریم له دریو څخه ویلو، نو بې شکه زه د الله تعالی بنده یم، نو تاسو هم ووایي: چه «عَبْدُ اللَّهِ، وَرَسُولُهُ» یعنی د الله تعالی بنده او پیغمبر.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً